شنبه, اپریل 27, 2024
Home+مکان/ اجمل پسرلی

مکان/ اجمل پسرلی

په هدیره کې خندا ښه نه ده په خوښۍ کې د غم ژړا. هر احساس خپل ځای لري. د داستان مکان هم همداسې دی باید د کرکټر له احساس سره سم انتخاب شوی وي، خو هنري کیسه کله کله منلي کلتوري اصول تر پښو لاندې کوي، سړی به په میلمستیا کې ژاړي، ښځه به په هدیره کې خاندې.

د کیسې په شروع کې له مکان سره تضاد د تلوسې سبب کیږي، لوستونکي ته پوښتنې پيدا کیږي؟

ولې په هدیره کې خاندې؟

ولې په میلمستیا کې ژاړي؟

دغه له مکان سره مخالف احساس ډير کله د لنډو کیسو په پيل کې ځاییږي، ځکه چې پیښې تر دې وروسته غوړیږي نو لیکوال کولی شي چې دا توضیح کړي چې ولې داسې کیږي.

د کیسې په پای کې له مکان سره متضاد احساس هغه وخت د منلو کیږي چې د کیسې پیښې لوستونکي ته د منلو شي چې کرکټر همدومره بدل شوی دی چې داسې احساس یې  کړی دی. خو دغه له مکان سره په تضاد کې رامنځته شوی احساس اکثر د لنډې کیسې په منځ کې د کیسې د ناکامي سبب کیږي او علت یې همدا دی چې کرکټر ناڅاپه له عادي حالته نه شو ایستلی که یې وباسو لوستونکی یې نه مني.

له مکان سره ټکر عادتا د سخت روحي فشار نتیجه وي. په داستان کې د سختو فشارونو راسپړل پراخه لمن غواړي، ښایي په داسې کیسه کې چې شاوخوا پنځه سوه کلمې وي دا فشارونه ځای نه شي، خو که چیرته د فشار له اوجه کیسه پيلیږي، یعني پای ته له نژدې ځایه بیا همدا ډول کرکټرونه په لږ لنډو کیسو کې هم ځاییدای شي.

ډیر کله لیکوال هغه مکان د خپلې کیسې لپاره انتخابوي چې ورسره اشنا دی. د اشنا مکان کمال دا دی چې لیکوال یې له ډيرو ځانګړتیاوو خبر وي، بل لور ته له خپل مکان سره د انسان مینه زیاته وي، هلته یې ماشومواله تیره کړې، لوبې یې کړي یا یې ښایي په دې مکان کې زلمیتوب تیر کړی وي او هلته یې مینه کړې وي. د همدې لپاره انسان له خپل اصلي ټاټوبي سره خواخوږي لري. که دغه خواخوږي د دې سبب شي چې لیکوال خپل کرکټر په دې مکان کې تر حد لږ زیات پریږدي، یا مکان لږ ډیر په جزییاتو یادوي د کیسو د پیښو توازن به ټکنی کړي.

 له نقدي اصولو سره سم غوره ده چې په کیسه کې د مکان هغه څه یاد شي چې اړتیا یې شته یعنی هغه څه ذکر شي چې د پیښې برخه وي یا د کرکټر په راپیژندلو کې مرسته کولی شي. بل لورته له اشنا مکان سره احتیاط پکار دی چې رښتونی ښکاره شي، مثلا که موږ د کیسې لپاره نن سبا د  کابل خوشال مینه د مکان لپاره انتخابوو داسې څه  به پکې نه یادو چې په حقیقت کې هلته نه شته، مثلا ولیکو چې په خوشال مینه کې زه په یوه څلویښت منزله ودانۍ کې اوسیدم.  هغه کسان چې له دې سیمې سره اشنا دي هغوی بیا دا نه راسره مني.

دې پوښتنې ته هم باید ځواب ولرو چې ولې د کابل خوشال مینه د مکان لپاره ټاکو ایا همدا مکان د کرکټر په راپیژندلو او د کیسې په پرمختګ کې مرسته کوي؟

که هو ځواب لرو نو بیا سمه ده چې خوشال مینه زموږ د  کیسې مکان شي.

 په کیسه کې مکان څو ډوله دی:

جفرافیايي موقعیت، کابل دی، جلال اباد دی، خوست دی، کندهار دی که کندز دی ښایي یو هیواد وي

فزیکي مکان چې کرکټر په کوټه کې دی، جومات کې دی چیرته دی

چاپیریال چې خپل اغیز پر کرکټر پریږدي. په دې برخه کې دا مهمه ده چې د طبعیت اثر څه دی

د څه وخت مکان، دلته زمان یو مکان توضیح کوي

اجتماعي او کلتوري چاپيریال، مثلا د طالبانو د وخت د نجونو ښوونځی که د جمهوریت د وخت د نجونو مکتب

په ځینو داستانونو کې مکان ډير اثر نه لري نو یو ډول مبهم پاتیږي یعني واضح نه وي چې کیسه د کابل په خوشال مینه کې روانه ده که په لښکرګاه کې. دې ډول کیسو ته چې ما پام کړی دی تر ډيره واړه ټکرونه پکې وي، د کیسې تر پایه د دغه مجهول مکان په کرکټر کې ډیر ښکاره بدلون نه راځي او ښایي علت یې دا وي چې د کیسې د یوه مهم عنصر(مکان) اغیز پر کرکټر نه شته. ځیني وخت بیا خیالي مکانونه د هغو کیسو لپاره ډیر مناسب دي چې کرکټر له ځان سره په ټکر کې وي.  دغه مبهم مکانونه تر ډيره د هغو کیسو لپاره مناسب وي چې روحي کشمکشونه پکې زیات وي.

هغه مکانونه چې په کیسه کې ډير نقش لري د هغوی لپاره کره کتونکي له کیسه لیکواله غواړي چې د دې سیمې په اړه مطالعه وکړي، تحقیق وکړي، سفر ورته وکړي،  همداراز له مشاهدې او تخیله کار واخلي.

کرکټر که چیرته په مکان کې نااشنا وي یو ډول سترګې غړوي که اشنا وي بل ډول ګوري، که نااشنا وي یو ډول بوی حس کوي، که اشنا وي ښایي شته بویونه ورته دومره اشنا شوي وي چې حس به یې نه کړي. په اشنا مکان کې سامعه حس هم بدلیږي. یو وخت کندز ته ولاړم. په ښار کې د خپلوانو په کور کې وم، ماښام و د مرغیو او میناو بده چغا وه، ما وویل چې د مرغانو غږ ډير نه دی؟ ځواب مې دا ترلاسه کړ چې له جګړو سره مرغان خواران چیرته پاتې دي. یعني دوی ته دا غږونه کم او د نشت برابر و.

له اشنا مکانه چې څوک یو څو وخته لرې شي بیا هغه مکان همهغسې نه وي. په ۲۰۱۴ کال کې زه او ایمل کابل ته تللي وو په یوه خونه کې ویده و چې د موټر هارن شو، ساعت د شپې له دولسو تیر و، دواړه راویښ شوو، چې سترګې مو سره تللې د سپیو غپا شوه، دغسې تر سهاره غږونه و چې سم ویده نه شو خو د کور وال چې په کابل کې اوسیدل بیغمه ویده وو. د ورځې په کور کې میلمانه وو او زما او د ایمل سترګې له خوبه تکې سرې وې، زه د خلکو په خبره هم له بې خوبۍ سم نه پوهیدم خدای خبر چې نورو به د څه ګول ګنګس ګومان راباندې کړی وي.

په تیرې نژدې نیمې پيړۍ کې چې زموږ یوشمیر کیسه لیکوال له کلیو مجبوره شوې دي چې له جګړو ښارونو ته مخه کړي په ښارونو کې یې د کلیو کیسې لیکلې دي، دوی دې ته نه دي پام شوي چې له مکانه فاصله د انسان د حواسو پر درک تاثیر پرې باسي.

مکان په باصره حس درک کیږي، په سامعه او شامه حسونو ممکن د مکان موقتي وضعیت  درک کړو، مثلا په یوه کوټه کې د عطرو بوی، د یوه پارک پوست چمن، په یوه واړه ښار کې د سبزي پلورونکو غږونه دا درې سره حواس، سامعه، لامسه او شامه موقتي درک کوو. عطر که اوس وي ساعت وروسته ممکن الوتي وي، د سبزي پلورونکي غږ که مازدیګر اوریدل کیږي، ماسختن ورکیږي، چمن که په اووړي کې پوست وي په مني کې ښایي وچ وي. که چیرته د مکان وضعیت په کیسه کې مهم وي، د پیښې زمان ته به پام کوو چې رانغښتی یې شي که نه.

د مکان روحي اغیزې په داستان کې ژورې وي، د ماښام لړه په یوه نااشنا ښارګوټي کې، د سهار یخه وږمه په کابل کې، د شمال په ورځ د ښار له منځه د اهنګر د څټک ټک ټک، د کلي د ژرندي ټکا، د بې لاډسپیکره پخڅه جومات د ماسپښین اذان، په یوه لوکس سالون کې د توکدانۍ توږم، په تشه کوټه کې د نوکانو د رنګ بوی، د زړې کلا د ړنګ برج پر یوه کونج رپانده سیوری…. د دې مثالونو په رنګ مکان له یوه بل حس سره یوځای کیږي او لوستونکي ته په کیسه کې داسې احساس لیږدوي لکه یوازې چې د حواسو په مټ نه وي درک شوی بلکه یو بې حسه شی(مکان) ژوندی شوی وي او نوی شی ترې جوړی شوی وي.

کله مکان پر کرکټر تاثیر کوي کله کرکټر پر مکان اغیز شیندي. که کرکټر په یوه دره کې وي، لاره ترې ورکه شوې وي، ماښام وي د خطر احساس کوي او نه پوهیږي چې په کومه خوا ولاړ شي دلته دغه مکان کرکټر اغیزمنوي، همداراز که مکان یو پخوانی ښار وي چې کرکټر مخکې نه وي لیدلی نو ممکن د ښار معماري تاثیر پرې وکړي یا روحا پخوانۍ زمانې ته ورسره ولاړ شي. مکان د کرکټر په ظاهر هم بې اغیزې نه دی لکه ځیني افغانان چې اروپا ته راځي دلته مکان د ده پر جامو تاثیر کوي، ښایي ویښته بل رنګ جوړ کړي او میرمنې بل ډول سینګار وکړي.

ځیني مکانونه بیا د کیسې پر پیښې او د کیسې شاته پر شته هدف بې اغیزې نه وي لکه د نجیب محفوظ د « پیښه» په کیسه کې: « د الجیش په کوڅه کې له ټیلفونخانې په لوړ غږ غږیده، غوښتل یې چې په شور او زوږ کې په خبره پوه شي، سر یې دوکان ته ورننویستی و، څو له غالمغاله تر وسه غوږونه پناه کړي، په دې خبره یې غوږۍ کیښوده:« صبر دستي درغلمه»…په پلې لاره ورو وڅرخیده، د واټ لور ته رهي شو….سړک ته یې نه کتل ځان ته ځير و، ښي لور ته وګرځید، د هغو موټرو خواته ورغی چې په باډیو کې یې سوداوې خرڅیدې د دې موټرو ترمنځ یې لاره وکړه، سړک ته ورسیخ شو، …هاغه بلې غاړې ته یې د پورې وتو په نیت ګام واخیست، د ولاړ موټر له پوزه ډیر نه و لرې شوی چې ورپام یې شول چې فورډ موټر تیز پرې راوان دی.

وروسته یوه شاهد  وویل، باید ګرځیدلی وای، که په شا شوی وای د موټر له سرعت سره سره بچ کیده…ورځ یې پوره وه مخ ته یې ټوپ کړل او چیغه یې کړه چې خدایه»*

په دې کیسه کې چې لیکوال مو د پیښو له حرکتونو سره ورو ورو له مکان سره اشنا کوي. په ټوله کیسه باندې همدا مکان سیوری غوړوي چې اصلي کرکټر پکې وژل شوی دی. د دې کیسې هدف دا دی چې ژوند د تراژیدي پيل او د مرګ په وړاندې د انسان بیوسي د تراژیدي پای دی. له همدې مکانه دا اهداف ترلاسه کوو، البته دا کیسه وروسته بل مکان ته لیږدي( له بازاره روغتون ته) چې هلته هم د انسان د ژوند تراژیدۍ ته پکې ځواب ویل شوی دی.

که چیرته په کیسه کې قتل عمدي وي نو ممکن په مکان کې شور نه وي، مکان غلی وي چې په دې حالت کې بیا پیښه پر مکان تاثیر کوي لکه په پولیسي کیسو کې چې قتل په تیاره کې کیږي یا په ټکنده غرمه کې هغه وخت څوک وژل کیږي چې هیڅوک نه وي چې په دې ډول هم رښتیاغوندیتوب په ځای کیږي چې له ویرې ښکاره ځای قاتل قتل نه کوي او هم د مکان روحي اغیز انځوریږي. په بریالیو پولیسي کیسو کې په دغسې مکانونو کې یا په متروکو ځایونو کې قتل ډير کله قاتل له یوه روحي عذاب سره مخامخوي او همدا روحي کشمکش بیا ښایي د دې سبب شي چې قاتل پيدا شي چې دا بیا پر کرکټر د مکان د تاثیر علت دی خو په هغو پولیسي کیسو کې چې د ښار د شور په منځ کې څوک وژل کیږي، د مکان تاثیر تر کرکټر پر پیښې زیاتیږي.

په هغو داستانونو کې چې د مکان اغیز پر کرکټر ژور وي د لوستو پرمهال لوستونکی په خیال کې ممکن د داستان مکان ته ورولي چې په دې ډول د مکان عمیق تاثیر لوستونکی د یوې شیبې لپاره له خپل مکانه بې مکانه کوي او داسې کیسې ممکن تر ډیرو د لوستونکي په ذهن کې پاتې شي.

لویې پیښې بیا لویه فضا غواړي، لکه د نړیوالې دوهمې جګړې د پیښو په  تحلیلي داستانونو کې کله لړه وي، کله د یوه پراخ میدان په منځ کې دوړې راپورته شوې وي، شاته تیاره ځنګل وي. په دې ډول یو عادی منطق رعایتیږي چې لویه جګړه لوی میدان غواړي بل هغه روحي حالت دی چې شاوخوا به یې هم همداسې انځورو، په میدان کې به وحشي بوټي رسیدلي وي، وچ شوي به وي، پاڼې به تنکۍ زرغونې نه ښکارې. دغه ډول مکانونه بیا په سیمبولیکو مکانونو بدلیږي چې کیسو ته روح  ورکوي.

هرڅومره چې مکان تنګیږي ښایي همهغومره کرکټر ترې ډیر خبر شي، که کرکټر د زندان په وړه خونه کې بندي وي او دی د تیښتې نیت لري نو د دې کوټې هر داغ ته به یې پام وي، هر چاک ته به یې ځير وي او د زندان هر کونج ته چې ځي دقت به ورته کوي، خو په ازاده فضا کې لکه په یوه ښار کې ښایي د کرکټر لویو ودانیو ته پام شي، وړو شیانو ته یې ورپام نه شي.

د لنډې کیسې لپاره ګڼ مکانونه ښه نه وي ځکه چې لمن یې لنډه ده او سره لرې مکانونه د دې لپاره په لنډه کیسه کې ښه نه ځاییږي چې د مکانونو ترمنځ فاصلې سمې نه شي ډکیدلی، مثلا یو کرکټر په هرات کې وي له هغه ځایه یې کابل ته راولو، نو لیکو چې سبا کابل ته ولاړ دغه فاصله په کیسه کې ډکیدل غواړي او که یې ډکوو ممکن نورو وړو مکانونو ته محتاجه شو چې هم کیسه ورسره سستیږي هم ممکن له موضوع بهر شو، همداراز د لنډې کیسې ګڼ مکانونه ډير کله د کیسې واحد تاثر ټکنی کوي.

* ص ۱۲۹، نجیب محفوظ څرنګه کیسه لیکي، پسرلی اجمل-۱۳۸۸ – سالنګ کتاب خپروونکي- کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب