شنبه, جنوري 18, 2025
Homeخبرونهسږکال د بهرنیانو په ګډون ۳۰۰ سیلانیانو له نورستانه لیدنه کړې

سږکال د بهرنیانو په ګډون ۳۰۰ سیلانیانو له نورستانه لیدنه کړې

تاند ( یکشنبه د لیندۍ / قوس ۱۱مه) نورستان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان وایي، چې سږکال د ۱۰۰ بهرنیانو په ګډون ۳۰۰ زره سیلانیانو د دغه ولایت له بېلابېلو تاریخي ځایونو او لرغونو سیمو څخه لیدنه کړې ده.

حق بیان زیاته کړې، چې دوی په دغه ولایت کې سیلانیانو لپاره هوټلونه او نورې اړینې اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.

نورستان د هېواد یو له سرسبزو ولایتونو څخه دی چې، له ښکلاوو ډکې سیمې لري.

له همدې امله د تېر جمهوریت په وروستیو کې دا ولایت د ملي پارک په نامه ونومول شو.

سیلانیان بیا د نورستان د ښایست د ستاینې ترڅنګ یاد ولایت ته د تللې لارې د رغېدو غوښتنه کوي.

دوی وایي که نورستان ته تللی سرک په اساسي ډول ورغور شي نو دې ولایت ته به د سیلانیانو شمیر څو برابره زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب