پنجشنبه, جنوري 30, 2025
Home+ایمانداره (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

ایمانداره (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

مرګ مې په دښمن هم نه لوریږي، خو ستا مرګ پر ما او یوې بلې بې خولې او بې ژبې مخلوق یوه الهي لورېنه ده. ستا مرګ په سخته ګرمۍ کې هغه یخ شمال دی چې د انسان له وجوده ګرمي شړي. اوس به زه له خیره نور داسې کنځل نه اورم:

ــ د خرې لورې!

پوهیږئ! زه به پر دې سپکه خبره څومره له غوسې سره را اوښتم، پر زړه به مې لمبه وګرځېده. چیغه به مې په ستوني کې غوټه کړه، که نه خولې ته به خبره راغله:

ــ خر خو ته یې چې پر خرې سپرېدې!

 خوړلي خواړه به مې خولې ته راغلل، خو ستا له وېرې مې ګرځون ته هم زړه نه ښه کاوه.

اوف خداېه، له کومه یې شروع کړم، په یاد دې دي، کله چې دې مور واوریدل چې وراره یې چا له خرې سره په زنا لیدلی دی، څنګه له شرمه تکه زېړه واوښته.

په هغه ورځ مې څومره توبې ووېستې ، پلار دې دریاديږي چې څنګه یې تاسو ټول زامن را ټول کړئ او په غوسه یې لکه یو جنرال درته امر وکړ: خړ به نور کور ته نه راپریږدئ!

د پلار په دې امر دې مور څنګه خړه شوه او څنګه ټولو یوه بل ته د سترګو له کونجونو وکتل. ما دې مور ته سترګې ونېوې او بیا تاته. غوسه او خندا مې په ماغزو کې سره ګډ شول، ما ويل په زوره چېغه کړم او بیا په کړس کړس وخاندم او په زغرده ووایم، چې که داسې څوک له کور منع کوئ، سترګې به درواړوم، تاته به ګوته نیسم، او وایم به چې ولې دی نه منع کوئ؟

تاسو ټول به له غوسې اور واخلئ او پر ټولو به د شرم خولې راماتې شي. ته به چېغه کړې، له له غوسې به سور- شین شې او وبه وایې:

ــ څه غول دې وخوړل د خرې لورې!

خو زه به ستا د غوسې هیڅ پروا نه کوم او په زوره به د ټولو پر وړاندې په لوړ آواز ووایم:

ــ زه دروغ نه وایم، په خپلو ګنهکارو سترګو مې دی د جاني ماما په باغ کې ولید چې د هغه له خرې سره یې زنا کوله.

ته به منډه کړې، لویې ډبرې ته به لاس کړې خو سترګې به دې تور وخوري او زما پر ځای به ډبره ستا واړه ورور مستان ته وربرابره شي. زه به لکه لېونۍ له خندا شنه شم او بیا به په چېغو چېغو و‌ژاړم، داسې به وژاړم چې په خپلې ژړا به له تاسو ټولو لاره ورکه کړم.

اف خدایه، هغه هم څنګه ورځ وه کله چې په کلي کې دا ډنډوره خپره شوه چې سپېن ږیری ګل عالم، جنت ګل په تور راغه کې په خپلې خرې سپور لاس پر لاس نیولی دی او خره ېې هم د ده زامنو ته ورشړلې ده او بیا څنګه دې خبر ټول کلی ولړزاوه او د هر چا پر خولې دا خبرې سر شوې:

ــ خدای دې وشرموي، سپینې ږیرې ته یې پام وکړئ او دې شرم ته یې ګوره.!

ــ قیامت به نو څنګه نه راځي چې د دومره بچیانو پلار او د دومره لمسیانو نیکه خدای داسې ځناور کړي.

خو عجیبه وه ځینو دوسانو او بې شرمو یې په ننګه هم خولې پرانیستې:

ــ مه یې ګرموئ، دا یې دریم کال دی چې مېرمن یې مړه ده، چې داسې ونه کړي زامن او وروڼه یې کله بل واده ورته کوي!؟

او له دې وروسته مې دې ته ورته نورې څومره شرمونکې کیسې واوریدې چې یادونه یې اوس هم زما پر تن وېښتان راشنه کوي. زه چې اوس دا کیسې اورم ګومان کوم لکه د کلي ټول نارینه چې پر خرو سپاره شوي وي، لکه د هر کلیوال نارینه لومړنۍ میرمن چې خره او خرې اوسي. خو پر تا مې هیڅ داسې ګومان نه کاوه، چې ته دې هم د دوي له ډلې وشمېرل شې. فکر مې کاوه چې ته به له دوي بېل ېې، ځکه چې ته مکتبي او د پوهنتون سړی وې، که دې په پوهنتون کې  له نجونو سره د زنا تار نه برابراوه د مینې یارانې او له هغو سره پر ښکاره مجلسونو او بنډارونوخو چا نه ګرمولې. ما ویل چې سترګې به دې په پردیو نجونو مړې وي خو زه څه خبره وم چې ته له هر چا ډېر ځناور وې.

اوف !خدایه! هغه ورځ څنګه خدای د بام له سره ستا په دې مرداره ننداره واړولم، له هغې ورځ مې نه یوازې له تا بد راغلل او زما په زړه کې دې د ځان په اړه د کرکې تخم وشینده، په ګلاجان ماما مې هم څومره لعنت ووایه. نوره نه یوازې د ګلاجان ماما باغ تر خوا نه تیریدم، او د ده خرې ته له کتلو مې مخ اړاوه، بام ته له ختلو مې هم بد راتلل. ښه دا لا څه کوئ، زماخواره قسمته، اونۍ لا تېره نه وه چې میرات مړی پلار دې په مرکه هم زموږ کور ته راغی او پلار مې هم بیا په هغه اوله مرکه تاته په نامه کړم او بیا مې مور څنګه د پلار دې بیړني پرېکړې هکه پکه کړه او پلار ته مې بې له ډاره ګویانه شوه:

ــ دومره ور پورې تنګ یې د خدای ظالمه! دومره ژر! تا نه له وروڼو سره مشوره وکړه او نه له ما سره،

او پلار مې څنګه ځان ببر کړ او په بې دردۍ یې وویل:

ــ د څه شي مشوره؟ چې هم یې پوهنتون لوستی وي او هم د خان زوی وي، دې کې لا کومه مشوره په کار ده؟

مور مې بې ځوابه شوه، خو زما له زړه یو خدای خبر و، فکر مې کاوه لکه په غوجل کې چې ټول عمر له یو ځناورسره په یوه اخور تړل کیږم. غوښتل مې په چېغو، چېغو وژاړم او یا له هغه بام نه چې دا ځناور مې پربل ځناور سپور لیدلی دی ځان لاندې راوغورځوم. خو ما که له بام نه ځان را ونه غورځاوه ، بام ته هم ورپورته نشوم . له دې مردارې نندارې مې له ټولو بامونو زړه تور شو او نه یوازې خپل بام ته بیا ونه ختم، ستاسو بام ته هم تر دې دمه  نه یم پورته شوې.

 ما به چې د کلي د ډېرو ځوانانو دا رنګه کیسې واوریدې او له ځانه سره به مې وویل چې ته یوازینۍ ښځه نه یې چې له داسې یوه ځناور سره ودېږې تقدیر ته به مې غاړه کیښوده.

سهار چې به ستا له بسترې پاڅېدم، پر ټول ځان به مې هم اوبه تېرولې او ستوني ته به مې هم ګوتې واچولې. خپل بدن مې داسې ایسید لکه په خوشایو چې ککړه یم، لکه ټول خواړه چې مې په ستوني کې پراته وي.

 په کور کې لوی ویر جوړ دی خو زه نه یوازې نه ژاړم، له خوښۍ په زړه کې ګوړې ماتوم. اورم چې یوه نيمه ميرمن پخپلو کې سره وايي:

ــ څومره ایمانداره ښځه ده، ښه کوي، مړي چا په ژړا را ژوندي کړي دي، خو زه له ځان سره خاندم  له خوښۍ په جامو کې نه ځاېږم، که مې وزرونه درلودی، د دې وطن په ټولو خرو مې زېری کاوه، چې ستاسو دعا قبوله شوه، یو ازاري او د رنګ بدۍ لوښی ورک شو.

ته مړ یې، پر پتارۍ پروت یې، خو زما سترګې وچې دي، هېڅ ژړا نه راځي، ناست خلک فکر کوي، زه په غم کې تکړه یم، شاباسی راکوي:

ــ خو دوي نه پوهیږي چې ما ستا د مرګ لپاره خدای ته څومره سوالونه او عذرونه کړي دي. خدای مې ایله اوس عریضه واخیسته او زما د زړه تیاره یې ستا د مرګ په څراغ روښانه کړه او دا خوشحالي زما او د دې وطن د هرې بې وسې او بې ژبې خرې خوشحالي او جشن ده.

لندن ـ انګلستان

جون ــ ۲۰۲۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب