چهارشنبه, جنوري 8, 2025
Homeخبرونهننګرهار کې دوه ملکیان تر وژل کېدو وروسته سوزول شوي

ننګرهار کې دوه ملکیان تر وژل کېدو وروسته سوزول شوي

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۸مه) د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او بیا سیزل شوي دي.

ځایي سرچینې وایي دا کسان له یوې حجرې ویستل شوي لومړی یې وژل شوي او وروسته یې جسدونه سېزل شوي دي.

د وژل شویو کسانو خپلوان وایي، چې دوی تورخم کې د موټرو کاروبار کاوه او په خبره یې نه یې کومه شخصي بدي لرله او نه یې کومې ډلې پورې تړاو درلوده.

بل لورته ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند هم دا پېښه تائیدوي.

د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وایي دا کسان د دور بابا ولسوالۍ دي، چې له خپلو شریکانو سره یې په کاروبار شخړه راغلې او بیا په ډزو وژل شوي او سوزول شوي دی.

د طالبانو دغه امنیتي مسوول زیاتوي ” دغه کسان شپږ ورځې وړاندې نادرکه شوي وو، چې بیا خوګیاڼو ولسوالۍ کې سوزول شوي مړي پیدا شول.”

سرچینه زیاتوي، چې قاتل له سیمې تښتېدلی او د نیول هڅې روانې دي.

2 COMMENTS

  1. په وروستی نيمه پيړی کی مو د الله لپاره دومره وحشتونه(عربي جهادونه) وکړل، چی سړيتوب نه يي خلاص کړو. او پښتنو خو بیا هغه څه وکړل چی عربو يونيم زرکاله مخکي هم نه وه کړي

  2. pukhtoons are menthal sick and have blood pressure,
    always check blood pressure and drink cold water.
    killing of one human is too far from humanbeen,
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب