Homeخبرونهانګلستاني کرېکټ بورډ له افغان لوبډلې سره د لوبې د لغوه کولو...

انګلستاني کرېکټ بورډ له افغان لوبډلې سره د لوبې د لغوه کولو غوښتنې رد کړې

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۸مه) د انګلستان کرېکټ بورډ د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د لوبې د لغوه کولو غوښتنې رد کړې.

د سکای نیوز په راپور کې یاد کرېکټ بورډ ویلي، چې د یو اړخېزې پرېکړې پر ځای متحد اقدام غوره کوي.

سکای زیاته کړې، چې د انګلستان د پارلمان د غړو په ګډون تر ۱۶۰ زیاتو سیاستوالو په یوه لیک کې د اروپا له مرکزی بانک څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې له امله له دغې لوبې څخه ملاتړ ودروی.

سرچینې ویلي، چې د دې کار موخه داده، څو ښکاره پیغام واستول شي، چې د ښځو له حقونو سرغړاوی د زغملو نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د انګلستان او افغانستان د بشري حقونو يو شمېر سازمانونو تر دې وړاندې د انګلستان له حکومته د دغې لوبې د لغوه کولو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د روان کال د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه له انګلستان سره یوه ۵۰ اوریزه سیالي لري.

افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړاوي په پار تر دې وړاندې آسټرالیا کرېکټ بورډ له افغانستان سره لوبلړۍ لغوه کړې دي، چې په غبرګون کې افغان لوبغاړو د یاد هېواد په کورني لیګ کې د نه ګډون پرېکړه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...