شننه: محمدالله شېرزی
افغانستان د کريکټ نړېوالې شورا بشپړ غړی هېواد دی، چې له اېرلنډ سره يوځای د نړېوالې شورا له لورې د دويمې درجې څخه د بشپړ غړیتوب امتیاز ورکړل شو. له دې سره يې هم په مالي برخه کې زياتوالی راغی، هم د ټېسټ غړيتوب ورکړل شو او هم له لومړۍ درجه لوبډلو سره د لوبلړيو برابرول ورته اسانه شول.
ټېسټ کريکټ د ای سي سي يوه مهمه برخه ده، چې ډېر ځلې پرې ټینګار کوي او هم يې د نړېوال ټېسټ اتلولۍ (WTC) ټورنامېنټ لري، چې هر درې کاله وروسته ترسره کيږي.
له کله چې افغان لوبډلې د ټېسټ کريکټ درجه اخېستې، له ۲۰۱۸ څخه تر دې دمه يې ۱۱ لوبې کړي، چې لومړۍ هغه يې په ۲۰۱۸ کې له هند سره وکړه. په دې لوبو کې يې ۴ لوبې ګټلي، ۶ بايللي او يوه مساوې شوې ده. همدا تېر کال د افغانستان په کوربتوب له نیوزیلنډ سره پلان شوې لوبه د باران او خراب لوبغالي له وجې بې پايلې شوه، يانې ترسره نه شوه.
له آيرلنډ، زیمبابوې او بنګله دېش مو لوبې ګټلي، خو پر انډيا، آيرلنډ، زمبابوې، بنګله دېش، وېست انډیز او سريلانکا مو بايللي دي.
که لوبو او مهال ته وګورو، په کلني ډول افغان لوبډلې ۱٫۵ ټېسټ لوبې ترسره کړي، چې په ټوليز ډول اوس مهال ۱۹ نمرې لري او په جدول کې له اېرلنډ وروسته او له زیمبابوې مخکې په ۱۱م مقام کې ځای لري.
له بله پلوه ګورو، چې د کريکټ نړېواله شورا ټېسټ کريکټ ته ډېر لومړيتوب ورکوي او اساسي کريکټ يې بولي او هر درې يا څلور کاله وروسته نړېوال ټېسټ اتلولي ترسره کوي او سږ کال به هم د دې اتلولۍ پایلوبه په جون مياشت کې د انګلنډ پر لارډ تاريخي لوبغالي کې وشي، چې د لوبو لړۍ يې له ۲۰۲۳ څخه د ۹ لوبډلو په ګډون پيل شوې، د سويلي افريقا او اسټراليا لوبډلو د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره پایلوبې ته لاره پوتلي دي.
تازه افغان کريکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د ټېسټ لوبو لړۍ وګټله او دواړه لوبې يې په ډېر ښه ډول ترسره کړې، نو کريکټ بورډ ته په کار ده، چې د کريکټ له نړېوالې شورا څخه، چې تازه يې هندی جي شاه مشري په غاړه لري او له افغانستان سره ښه نيت هم لري، د نړېوال ټېسټ اتلولۍ لوبو لړۍ کې د شاملولو رسمي غوښتنه وکړي، ترڅو د نړۍ له غښتلو لوبډلو سره ټېسټ کريکټ کې زموږ ملي لوبډله ولوبیږي.
د لوبډلې اوسنۍ لوبېدنه عالي ده، ځکه په کال کې يوې يا دوو ټېسټ لوبو سره نه لوبډله برابريږي او نه ورته لوبغاړي لېوالتيا ښيي، نه درسره غښتلي لوبډلې لوبيږي، که لوبيږي هم، د زياتو لګښتونو مل به درسره يوه لوبه وکړي، چې دا د لوبډلې دپاره بسنه نه کوي.
افغان کريکټ بورډ د راتلونکي کال لوبو کې يوه لوبه له اېرلنډ سره او دوه له زیمبابوې سره پلان کړي، چې دا بسنه نه کوي او په دې پروسه باندې بايد زيات ټېنګار وکړي او د لسمې لوبډلې په توګه ځانونه پکې شامل کړي، چې هم به زياته مالي ګټه وکړي او هم به د ټېسټ غوره لوبډله جوړه کړي.