تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۱۸ مه) د پاکستان فدرالي حکومت د سې شنبې په ورځ د دې هېواد سترې محکمې ته وویل چې د افغان مهاجرو د ثبت کارتونو (POR) اعتبار شپږ میاشتې نور تمدید شوی دی.
په پاکستان کې د دې کارتونو لرونکو افغانانو شمېر شاوخوا ۱.۳ میلیونه اټکل شوی دی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغان کډوالو د ډلهییز ایستلو پر ضد د غوښتنو د بیا څېړنې په ترڅ کې چې د سې شنبې په ورځ د اساسي قانون محکمې له خوا پیل شوې، فدرالي حکومت سترې محکمې ته ډاډ ورکړی چې د PoR کارتونو اعتبارد روان ۲۰۲۵ د جون تر ۳۰ (۹ سرطان ۱۴۰۴) پورې تمدید شوی دی.
د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د ډلهییز ایستلو د پرېکړې په غبرګون کې، د مدني ټولنې د فعالانو، د بشري حقونو ډلو او پخوانیو سناتورانو له خوا څو غوښتنې ثبت شوې دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، فدرالي حکومت سترې محکمې ته ډاډ ورکړی چې د (ACC) کارت لرونکو په شمول به ټول افغان کډوال چې په پاکستان کې ثبت شوي دي، له بشپړ قانوني ملاتړ څخه برخمن وي او نه به نیول کېږي او نه به ایستل کېږي.
د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزارت د ۲۰۲۴ د جولای د ۲۲ مې نېټې د خبرپاڼې له مخې، د ثبت کارتونو (PoR) او د افغان شهریت کارتونو (ACC) د اعتبار موده د ۲۰۲۵ د جون تر دېرشمې پورې غځېدلې ده.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، په پاکستان کې د PoR او ACC کارتونو لرونکو ټول شمېر په ترتیب ۱.۳ میلیونه او ۷۰۰ زره اټکل شوی دی.
په تېرو اوونیو کې، د اسلاماباد او کابل ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، د پاکستان امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول په اسلاماباد کې د افغان کډوالو ځورولو، نیولو او ایستلو هڅې پراخې کړي دي. په تېرو ورځو کې په اسلاماباد او ځینو نورو کې د افغانانو د نیولو او ځورولو لپاره کور په کور تلاشۍ روانې دي.
په همدې حال کې په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په دغه ښار کې د ۸۰۰ افغانانو پر نیول کېدو اندېښڼه ښکاره کړې ده.