تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۱۸ مه) په پاکستان کې د افغانستان سفارت په اسلامآباد کې د شاوخوا ۸۰۰ افغان اتباعو پر نیول کېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
سفارت په یوه خبرپاڼه کې چې په ایکسپاڼه کې یې خپره کړې، ادعا کړې چې په نیول شویو کسانو کې هغه کډوال شامل دي چې قانوني ویزې، (PoR) کارتونه او د افغان شهریت کارتونه (ACC) لرل.
په خبرپاڼه کې د این او سي (NOC) سند د بهیر پر نه وضاحت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا مسئله د خپلسره نیونو او شړلو سبب شوې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په وروستیو کې اعلان وکړ چې په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال باید این اوسي سند ولري کنې نیول کېږي. خو افغانان وايي چې اړونده پاکستانۍ اداره این او سي نه ورکوي او پلمې ورته کوي.
د پاکستاني پولیسو له لوري په شړل شویو کسانو کې ۱۳۷ افغان اتباع شامل دي چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې وه خو د تمدید لپاره یې غوښتنه کړې وه، او همداراز د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) له لوري موقت ثبت شوي کسان شامل دي.
«دې حالت د کورنیو بېلتون ته لاره هواره کړې، چې په کې ښځې او ماشومان شامل دي، چې ډېری یې لا هم په پاکستان کې بند پاتې دي.» په خبرپاڼه کې راغلي چې «سفارت د افغان اتباعو د غیر ضروري نیونو، پر کورونو د چاپو، او د پیسو اخیستلو د راپورونو په اړه اندېښنه لري.»
د افغانستان سفارت د پاکستان له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره د دې ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.
سفارت د کډوالو له لویې کمیشنرۍUNHCR او د بشري حقونو له سازمانونو څخه د بېړني مداخلې غوښتنه کړې ده.
سفارت ټینګار کړی چې «په پاکستان کې د مېشتو افغان اتباعو د درناوي، د هغوی د حقونو د خونديتوب د تضمینولو لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شی.»