تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۲۶ مه) ځايي سرچینې وايي، ناپېژاندو وسله والو د غزني ولایت د ګېلان ولسوالۍ د سیمهییزو پولیسو پخوانی قوماندان شریفالله د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په ډزو وژلی دی.
د سرچینو په وینا، ناپېژاندو وسلهوالو د بلوچستان په سروانان بازار کې پر نوموړي ډزې کړي او ځای پر ځای یې وژلی دی.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه پخواني افغان قوماندان د وژلو مسوولیت نه دی منلی.
د تلې په ۱۹مه هم راپورونه خپاره شوي وو چې ناپېژاندو وسلهوالو د پاکستان د بلوچستان ایالت په قلعه عبدالله سیمه کې د افغانستان د پخواني حکومت له پوځيانو سره پر تړلې یوې ډلې برید کړی دی.
د افغانستان د واکمنو طالبانو ته نژدې رسنیو هغه مهال ویلي وو چې بریدګرو لومړی د دې ډلې پر مرکزي پنډغالي د بېپیلوټه الوتکې برید وکړ او وروسته یې پر هغو غړو ځمکنی برید وکړ چې د سیمې پر لور روان وو.
دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې څه موده مخکې په پاکستان کې د افغانستان د پخواني حکومت د پوځيانو د جذب او ګومارنې موضوع هم راپورته شوې وه.
د بلوچستان اوسېدونکو او یو شمېر سیاسي مشرانو هم په دې ایالت کې د افغانستان د پخوانیو پوځیانو او ملېشو یا اربیکانو له حضوره شکایتونه کړي دي. سیاستوالو ویلي چې د پاکستان پوځ او استخبارات پخواني افغان پوځیانو د بلوچستان د ازادي غوښتونکو پر ضد په جګړه کې استعمالوي او ځايي اوسېدونکي بیا ویلي چې افغان پوځیانو د دوی امنیت خراب کړی او په غلاوو او قتلونو کې لاس لري.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د وږي په میاشت کې ادعا کړې وه چې د نورستان ولایت په جګړو کې ښکېل ځینې کسان د افغانستان د پخواني حکومت پوځیان وو، چې د پاکستان استخباراتي ادارو په بهرنیو هېوادونو کې د پناه او د لوړ معاش لرونکو دندو د ژمنو په ورکولو جذب کړي وو.