یکشنبه, نوومبر 9, 2025
Home+د عبدالباري جهاني اټوبایوګرافي او څو اړین یادښتونه

د عبدالباري جهاني اټوبایوګرافي او څو اړین یادښتونه

تاج ولي وحدتیار

سوانح، یادښتونه، بایوګرافي، سفرنامې او ګزارشونه نه یوازې د تاریخي پېښو په رڼولو کې د پام وړ ارزښت لري؛ بلکې د ډېرو علومو لپاره اومه او لومړنیو موادو هم تشکیلوي. په ځانګړي ډول مورخین په دا ډول اثارو کې ډېرې پټې او د کار خبرې موندلی شي. سیاسي او رسمي تاریخونه یونواخته او ستومانونکي وي، خو په پورته کټګورۍ اثارو کې د هغه وخت د اجتماعي ژوند او د ماتو ـ سوبو ډېر ناویاته رازونه سترګکونه وهي. د مورخینو پر باور، کومې واقعې چې ثبت نه شي، ګوندې اصلا پېښې شوي نه دي. هغه تاریخي کتابونه چې د دربارونو د څراغ رڼا ته لیکل شوي، ډېر د باور وړ نه وي؛ ځکه د همدغه څراغ تېل د دربارونو له بودجې ورکول کیږي.

مورخین په یوه خوله دي چې د معاصر تاریخ په بشپړونه او کره‌والي کې ځان پېښو ډېره مرسته کړې ده. خاطرې او شخصي سوانح د تاریخ لیکنې لپاره ممد او اومه مواد جوړوي. همدارنګه خاطرې او سوانح مو نه یوازې ادبي ذوق را خړوبوي؛ بلکې د لیکوال له ژوند، تجربو او یو عمر مشاهدو هم برخمنیږو. هغه وخت چې سفرنامې د ادبیاتو برخه نه وې، په تاریخ او جغرافیه کې مطالعه کېدې. ما وړاندې وویل چې سفرنامې او شخصي یادښتونه نږدې د ټولو علومو لپاره یو څه لري. په ځانګړي ډول تاریخ، جغرافیې( خاصتا تاریخي جغرافیې)، وګړپوهنې، روانپوهنې، کولتور، چاپېریال ساتنې او هره بله برخه کې یې د کار څه شته. د بېلګې په ډول، د سیتارام په نوم یوه غلام په خپل یادښت کې لیکلي، کله چې موږ شاه شجاع د کابل پر تخت کېناوه؛ نو کندهار کې به ډېرې زلزلې کېدې. خو میاشت وړاندې د ستانه میر زهیر په نوم د جیولوژي یوه انجنیر د کونړ د زلزلو پر مهال لیکلي و چې د افغانستان لوېدیځه برخه او خصوصا کندهار د زلزلو له پلوه شنډ دی. جیولوجي پوهان اوس باید وپلټي چې سل یو نیم ساله کاله وړاندې کندهار کې ولې زلزلې کېدې او اوس نه کیږي؟

د سیتارام په نوم ددغه غلام په یادښتونو کې راغلي، «کندهار یو له بیروبار څخه تش ښار دی، د هندوستان ځینو وړوکیو ښارونو سره هم سیالي نه شي کولی، د دې ځای خلک د (زلزلو) له وېرې لوی لوی کورونه نه شي جوړولی. زلزلې دلته له پېښور نه هم زورورې  او ډېرې دي.» ښایي زموږ تاریخونو کې د انګرېز ـ افغان په جګړو کې د انګرېز جرنېلانو او کرنیلانو ترمنځ د خپلمنځي اختلاف خبره نه وي راغلی؛ خو (سیتارام) وایي چې انګرېز پوځ په یوه خوله نه و. ښایي رسمي تاریخونو د افغان ـ انګرېز د جګړو پر نوعیت او اجتماعي اړخ ډېر مفصل څه ونه لري، خو دا کتابونه دا ډول خبرې لري. مثلا تاریخ دا نه وایي چې انګرېز پوځ تر کابله په کوم کړاو رارسېدلی و او په لاره کې له کوم سرګذشت سره مخ شول؟ غلام سیتارام لیکي چې له بلوڅانو او کاکړو به ډېر تنګ و. «بلوڅانو، د شپې پر موږ حملې کولې او موږ ته یې ازار راکاوه، د اوښانو کاروانونه به یې رانه بیول. د هغوی د اوښانو د غلا کولو طریقه ډېره عجیبه وه. یو بلوچ سپور(سپور بلوچ) به غلی چېرته ناست و چې کله به اوښان په څرېدو ورنژدې شول او یا به د قافلې څخه بارونه ښکته شول او دوی به له پړاوه لږ لرې شول نو دغه مهال به هغه یوه داسې ټوټه چې د اوښې په وینو به ککړه وه هغه د کوم نر اوښ سپېږمو ته ور نژدې کړه. اوښ به مست شو او په سپاره پسې به ورغی او نور اوښان به هم پسې کتار شول. په دې ډول به هغوی یوه تن شل شل اوښان په اسانۍ وتښتول او د غرونو شا ته به یې واړول.» بیا هم تاکیدا وایو چې ښایي تاریخونو هغه پټې حادثې نه وي روایت کړي چې پر انګرېزانو به تر کابله تېرېدې. « موږ بیا د بولان درې ته ورسېدو، دلته د بولان کاکړو زموږ او د ولایتي پوځ زیات کسان ووژل، هغوی به چې موقع ومونده، له غونډیو څخه به یې لویې لویې ډبرې رارغړولې. د اوبو د ویالو لاره به یې په بله خوا واړول او څاګان به یې د(له) بوټو او خځلو څخه ډک کړل.» مثلا یو مورخ به هم له ځانه دا نه وي پوښتلي چې انګرېز پوځ سره مله هندوان چې وژل کېدل، د دوی د سوځولو طریقه څنګه وه او ایا اېرې یې کابل سیند ته اچولې که نا تر ګنګا یې رسولې؟ بله پوښتنه دا ده چې انګرېز افغان په جګړو کې ولې د انګرېزانو د مجهز پوځ تلفات زیات او د افغان لوري کم و؟

یوه سویسي ماکس ایس لین د (سفرنامه هندوکش) په نوم په خپل یادښت کې د افغانستان د جغرافیې، وګړو او د شلمې پېړۍ د نیمایي عجیب اړخونه روښانه کړي دي.  ایس لین اصلا د سوېس د کوهنوردۍ ټیم سره افغانستان ته راغلی و او غوښتل یې چې د هندوکش لوړو ته وخېژي. دی چې د بامیانو نقره یي اوبه ویني، نو لیکي چې مقدوني سکندر، چنګېز، ګوډ تېمور او عربان ګرم نه وو چې پر افغانستان یې چپاو راووړ. مانا د افغانستان بېساري طبیعي ښکلا دومره اغېزمن کړی و چې د پورته یرغلګرو یرغلونه یې هم پرې توجیه کړي. دی د هغه وخت د موصلاتي لارو ، صنعتي ودې، حکومتولي او د افغانانو د چارچلند اړوند جالبې خاطرې لري.

د خپل کتاب په اوومه پاڼه کې ليکي، «از مطبعه دولتی مثل یک مطبعه اروپایي صدای ماشینها بګوش میرسید.» د هندوکش په لمنو کې د تاجکانو د بدني ځواک او اخلاقي سجایاوو په اړه کاږي، « تاجیکها مردم قوي هیکل بودند. طاقت باربری ایشان موجب حیرت ما شد. یک جوان بیلر صد لیتری بنزین راپا برهنه به پشت حمل کرد. مردم تاجیک افغانستان بدون اینکه توقع مزدی داشته باشند، این کمک رابرای ما نمودند و من به همت عالی ایشان مرحبا ګفتم.» موږ ځکه د بېلابېلو کتابونو بېلګې دلته کتاروو چې ددغو اثارو اهمیت لا جوت کړو. مولانا عبیدالله سندهي (اووه کاله او اووه ورځې په کابل کې) کې خپلو یادښتونو کې داسې مسایل لیکلي چې د تاریخ د ګونګو برخو په روښانولو کې ترې د یوه مهم ماخذ په توګه ګټه اخیستل کېدای شي. دی، د حبیب الله خان د واکمنۍ په وروستیو پینځو کلونو کې کابل ته راغلی و او د شاه په تړاو یې لیکلي، «که د امیرحبیب الله خان ځانګړي ژوند څخه تېر شو، نو ده ته اصلاح پسند پاچا ویلای شو. که له امیر عبدالرحمن څخه وروسته د امیر شهید غوندې پاچا د اقتدار خاوند شوی نه وای، نو په افغانستان کې به هېڅکله دومره د ترقۍ دور جاري شوی نه و. که د امیر شهید ددغه اصلاحي چارو د قطب مدار محمود طرزی وګڼل شي، نو په دې کې به مبالغه نه وي.» بل ځای کاږي، « امیر حبیب الله د عامو پاچاهانو په شان له اخلاقي عیبونو څخه پاک نه و، اوس دې ناروغۍ ډېره ترقي کړې ده او د اشرافو خویندو، لوڼو ته لاس ورغځوي. په دوی کې ځینو پاک لمنو ښځو له بې عفته کېدلو وروسته ځانونه وژل.» مرحوم سندهي سیاست ته د نادرخان د پښې غځولو سبب د نوموړي نیکه سردار اعتماد الدوله عبدالقدوس خان بولي. دی لیکي، « په دې سردارانو سربېره د امیر عبدالرحمن له مهال څخه یو وزیر چې اوس د عمر د ډېروالي له کبله متقاعد دی سردار اعتماد الدوله عبدالقدوس خان دی. شاهي کورنۍ ته چې کوم کسان منسوب دي  هغوی ته محمدزي ویل کیږي. سردار عبدالقدوس خان د لویۍ په اعتبار په ټولو محمدزیو کې لوی دی، نو له همدې کبله ورته امیرصاحب هم په درنه سترګه ګوري.»

ما دا لیکنه د ښاغلي عبدالباري جهاني د ده د ګیلې په پار کړې. ښاغلي جهاني په خپلې اټوبایوګرافي (زما ژوند، شاعري او لیکوالي) کې ویلي چې یو عمر مې کتابونه ولیکل خو نه چا پرې نقد وکړ او نه چا پرې کومه دستوره! جوړه کړه. د افغان تاریخ په سپړنه او پښتو ادب ته د ښاغلي جهاني پر بښنو سترګې نه شي پټېدای. د ښاغلي جهاني چوپړ بې ثمره او بې حاصله نه دی او نه هم د چکچکو او بازار ګرمولو لپاره یې اثار تالیف کړي. جهاني صاحب مې په سپین ګویي خوښ دی، د حقیقت د ښکاره کولو پلوی دی او لافې شافې یې نه دې خوښې.

د ښاغلي جهاني دا اټوبایوګرافي یو عالم خبرې لري او څنګه چې پکاره ده، هسې یې په اخلاص ـ صداقت راخیستې دي. په دې وروستیو کې یې پر سید جماالدین هم یو کتاب لیکلی، ښکاري چې د نوموړې ایډي یې فېک بللې ده. د حقیقت پسندۍ په تړاو د خپل کتاب په (۵۲) ام مخ کې کاږي، « زه وایم لوستونکو ته باید حقایق وویل سي. حقیقت که هر څومره تریخ وي، موږ یې تر قیامته نه سو پټولای. نو که یو قوم سل کاله وروسته په حقیقت خبریږي ولي یې نن خبر نه کړو. له هرې لیکنې څخه اصلي مطلب باید د واقعیتونو روښانول وي. حتی که د واقعیتونو ویل، د زمان په خاصه مقطع کې قام ته تاوان هم وروسوي، زه وایم پرېږده چي دا تاوان ورته ورسېږي. پریږده چي د واقعیتونو د روښانېدلو له امله، حتی دښمنان راپوري وخاندي. خو واقعیت، زما په عقیده، د روښنایي او پټول یې د تیارې حیثیت لري. پرېږده چي قوم په روښنایي کي، په روڼو سترګو، هر څه وویني. خپل دوست او دښمن وویني او خپله لاره، د پردیو په ډېوه نه بلکه په خپل څراغ او خپلو سترګو پیدا کړي.» ما وړاندې وویل چې د ښاغلي جهاني دا کتاب ګڼ تاریخي روایات او شخصي مشاهدې له ځان سره لري. د شاهي پېر د ښوونې او روزنې د نظام په تړاو لیکي، « ظاهر شاهي نظام که هر څه وو، د ښوونې او روزني په برخه کي یې خپل وس نه سپماوه. د یوه غریب او منتهي نېستمن هيواد په حیث یې له ښارونو څخه نیولې تر لیري پرتو کلیو پوري ښوونځي جوړ کړي ول او د ښار سره نیژدې پرتو کلیو له پاره یې په لویو ښارونو کي لیلیه ښوونځي، چي له اووم ټولګي څخه پیل کېدل، جوړ کړي ول. پوهنتون وړیا وو او د لیلیې شرایط به یې په نړۍ کي ډېرو لږو هیوادونو درلودلي وي. زموږ په وخت کي د پوهتون له لومړي ټولګي څخه تر څلورم ټولګي پوري محصلینو ته میاشتنۍ تنخوا، چي هر کال به زیاتېده، ورکول کېدله. پر دې سربېره په کال کي دوه ځله، خپلو ولایاتو ته د سفر کولو له پاره، محصلینو ته، پیسې ورکول کېدلې. سهارنۍ، غرمنۍ او ماښامنۍ ډوډۍ مو د کابل د لوړي طبقې خلکو په سویه وه. په ټول هیواد کې داسې کس نه و چي دولسم ټولګی یې لوستی او بېکاره وي. اعلیحضرت له ټولو هغو کسانو سره چي له خارجه به یې ماسټرۍ راوړي وې پخپله کتل او که به چا ډاکټري راوړې وه نو له هغه سره خو به یې دوه درې ځله لیدل او بیا به یې د هغه د تعلیمي څانګي او تخصص سره سم په مناسبو کارونو ګومارل. د تعلیم او تربیې دغه راز ښه شرایط زموږ په ګاونډ او نیژدي او لیري سیمو کي، چي هیوادونه یې تر موږ ډېر بډای ول، نه وه موجود.»

ښاغلي جهاني د تاریخي پېښو او د کورنیو جګړو د واقعاتو په لیکلو کې د هېچا پروا نه ده کړې او په جرات یې تور ته تور او سپین ته سپین ویلي دي. « یو ځل خو د حرکت اسلامي عمومي قوماندان ملا نسیم ته د حزب اسلامي یوه ډله مجاهدین په لاس ورغلل. ټول یې مړه کړل او د هغوی پر مړو یې کمبله هواره کړه. ملا محمد نسیم اخوند پر هغه کمبله باندي دوه رکعته نفل وکړل او بیا یې نو د خدای شکر ادا کړ. ده ویل له خدای تعالی سره مي وعده کړې وه چي زه به د حزب اسلامي د مجاهدینو پر مړو باندي نفل کوم. څه موده وروسته د حزب اسلامي غړو ملا نسیم په پېښور کې وویشت. د ملا نسیم ورور محمد رسول اخوند د هغه پر ځای باندي د حرکت اسلامي عمومي قوماندان سو. هغه د حزب اسلامي یوه لویه ډله مجاهدین وینول او د خپل ورور ملا نسیم اخوند له قبر سره یې لکه پسونه حلال کړل او ده هم وویل چي ما وعده کړې وه چي د خپل ورور له قبر سره به د حزب اسلامي د غړو ویني بهوم. »، « قاري بابا په پښتو سرویس کي د چایو چښلو په وخت کي د جهاد او مجاهدینو په باب خپلو نورو کیسو په سلسله کي یو ځل وخندل او ویې ویل چي د مجاهدینو هم عجیب کارونه وي. څه وخت مخکي په غزني کي زموږ مرکز ته خبر راورسېدی چي د غزني له ښار څخه بهر پر یوه دوکان باندي هره ورځ یو خلقی کښیني. ما خپلو مجاهدینو ته وویل چي دا سړی پیدا کړي. دوه درې ورځي وروسته یوه مجاهد درې سرونه راوړل ویل یې په دغو کوم یو دی. موږ چي تحقیق وکړ په هغوی کي یو هم زموږ د مطلب سړی نه ووداو مجاهد هسي چټي کسان وژلي او سرونه یې راوړي وه.»

د کتاب په ۱۴۰ مخ کې لیکي، «موږ رښتیا هم مشر نه درلود. زموږ د جنګ او مقاومت ټول مشران بوټو او ضیالحق راته جوړ کړي او انتخاب کړي ول او ټول، ګام په ګام او هره ورځ، د پنجابیانو له خوا کنټرولېدل او هر یوه د پاکستان د پوځي او ملکي استخباراتو له خوا کنټرولېدل چا چي د پاکستان د شومو پلانونو سره سم افغانستان ته هر څونه زیات تاوان رسولای سوای هغه د پاکستان د حکومت ښه دوست او نوکر وو او ښې پیسې، بنګلې او امتیازات یې ترلاسه کول.» پېښور ته د خپل سفر په تړاو لیکي، «زه له افغانستان څخه د هدف سره راوتلی وم. نه مي خارج ته د تللو نیت درلود او نه مي په خیال کي راګرځېدلي وه. ما ویل زه به د یرغلګرو شوروي قواوو سره، د خپلو مجاهدینو وروڼو تر څنګ اوږه پر اوږه جهاد کوم او څلور واړه زامن به مي د جهاد په موچلونو کي دروم.» د افغاني جهادي مشرانو او د جهاد د پېر د ځانځانۍ په تړاو لیکي، «  په پاکستان کي، د مجاهدینو، له واړه  دفتر څخه نیولې د امیر تر دفتر او کور پوري، دا آیت شریف لیکلي وو چي ټول د خدای تعالی رسۍ ټینګه ونیسئ او مه بې اتفاقه کېږئ. خو په عمل کي، له واړه مجاهد څه نیولې تر لوی قومندان او امیر پوري ټولو د بې اتفاقۍ اچولو له پاره کار کاوه او حتی ځینو لویو مشرانو خو سلام هم نه سره کاوه او یوه بل ته یې خاین ویل. یو ځل خو یې په کعبه شریف کي پر قرآن باندي لاسلیکونه وکړل او د لاسلیکونو په ماښام یې د مکې معظمې په ښار کي جنګونه سره کړي وه.»

په افغانستان کې د امریکا جنایتونو په تړاو کاږي، « امریکایانو د ماکیاولي د فورمول په اساس چي وایي یرغلګر هیواد باید هر وخت اقلیتونه قدرت ته ورسوي او اکثریت وځپي. ځکه چي اقلیتوته تر قیامت پوري د دوی مرستي ته اړتیا لري او د اکثریت د انتقام له ویري هيڅ وخت د یرغلګر څخه سرکښي نه کوي، د افغانستان ټول واک یې یوه ازبک جنایتکار او د پنجشېر اولسوالۍ ته سپارلی دی.» جهاني صیب د تېر جمهوریت له ډېرو ناویلو هم پرده پورته کړې او د هېچا لحاظ یې نه دی کړی. « د کرزي یوه عجیبه اداره وه. امریکایانو، له لومړۍ ورځي، له ارګ څخه دباندي، د حکومت ریښتونی واک اختیار د شمال ایتلاف ته ورکړی وو او په ارګ کي دننه، چي د کرزي پاچهي ګڼله کېدله، کرزي په خپله خپل ځان په کمزورو او غوړه مالو عناصرو احاطه کړی وو او په هغوی کي یکي یو داسي سړی نه وو چي د یوې ښې مشورې حساب ورباندي سوی وای.» کابل ته د ظاهر شاه د بیا راتګ عجیب منظر یې کښلی چې د نوموړي د حیثیت په تړاو د کرزي د کابینې نیت ښه ترا ترې څرګندېدیلای شي. «د ظاهر شاه د هرکلي له پاره تر محدود هم لږ خلک راغلي وه او د میدان په یوه کونج کي، لکه د جنازې موټر ته چي انتظار باسي، پټه خوله ولاړ ول. ټول مراسم د یوه ژوندي مسافر او ګران مېلمه د راتللو او استقبال لپاره نه بلکه د یوې درنې او ویرجنې جنازې په څېر تېر سول. د ماښام د اتو بجو د خبرونو پر وخت، چي باید د ظاهر شاه د راتګ رپورټ یې ورکړی وای، برېښنا قطع سوه.» د کرزي د ګوډاګي او لاسپوڅي حیثیت په تړاو لیکي، « یوه ورځ د کرزي په دفتر کې هغه ته منتظر وم او په دفتر کي څو تنه نور حکومتي مقامات ناست وه. کرزي صاحب ، په داسي حال کي چي خوله یې له خندا ډکه وه، دفتر ته راننوت او په ډېره خوشالي یې پر حاضرینو زېری وکړ چې استاد اجازه راکړه چي صلاح الدین ته په حکومت کي چوکۍ ورکړم دی دومره خوشاله وو لکه د ماشوم جېب چي چا له شیرینی ډک کړې وي. رباني لا څوک وو چې یوه برحال جمهوررییس ته یې د خپل زوی د مقررولو اجازه ورکوله. اصول خو دادي چي رباني باید له کرزي څخه مننه کړې وای.» ښاغلی جهاني افغانستان کې سیاسي فعالیت چټل بولي. «افغانستان کې سیاست یو بدنام کسب دی او له سره تر پایه، د خلکو پر مالونو، سرونو او حتی ناموس باندي کړغېړنه دوکانداري ده او هسي نه چي خپل ګټلی نوم به پکښې بایلې. » جهاني صاحب د افغانستان ربړه د زعامت بحران بولي او په وینا یې د زعامت بحران د ټولني په سیاسي ژوند کي تر بل هر راز بحران خطرناک دی.

د ښاغلي جهاني د دې کتاب د نثر ژبه ساده، سیده او غیرسیاسي ده؛ خو کتاب معترضو جملو مغلق او له روانوالي غورځولی دی. جهاني صاحب ډېرې ساده یوه ستوې جملې هم د معترضه جملو له کبله یو څه سختې کړي دي. بېلګې یې ډېرې دي. البته دا جملې یې اسانه په مرکبو جملو اړولی او یا یې یاد مفهوم د یوې مختلطې/ ګډلې جملې پر ځای په دوو ساده جملو کې وړاندې کولای شوی. څو بېلګې یې راوړم او معترضې جملې ترې په قوسونو کې بېلوم.

«د مارکسیزم د مفکورې، (چي د نړۍ ټولو کمونیسټانو او سوشلیسټانو یې د پیروۍ ادعا کوله،) موسس کارل مارکس وو.»، «سلیم راز مي،(د تحصیل په شپو ورځو کي، چي لا ډېر زلمی وم،) د اجمل خټک په کور کې لیدلی و.»، «لږ تر لږه یې زما او زما د اولادونو او مېرمني له پاره راشن، ( چي زما مشروع حق وو او ما اړتیا ورته درلوده او د دوی په یوه ټیلیفون ټول کار کېدی،) راته حواله نه کړ.» یوه شپه، (چي د ژمي د پای شپې ورځې وې،) له کراچي څخه پېښور ته روان سوم.» ساده شوې بڼه یې: (د ژمې له وروستیو شپو ورځو نه یوه شپه له کراچۍ څخه پېښور ته روان شوم.) پخلی مو هم په دغه یوه خونه کي، (چي کړکۍ یې نه درلوده او یوازي د کوڅې له لاري هوا یا بهتره ده ووایم بدبویي ورته راتله،) کاوه.» اصلا جمله دا ده: پخلی مو هم په دغه یوه خونه کې کاوه. «په هر صورت د همدغو لنډو سفرونو په جریان کي یوه ورځ د حاجي پاچا خان، (چي اوس په چمن کي اوسیږي، پلار مرحوم(حاجي برات اشېزي) په خپل کور کې مېلمه کړم.»د معترضو جملو په اړه مې لوستي وو چې معترضې جملې د اصلي جملې یا د جملې د یوه عنصر په اړه مهم خو اضافه مالومات وړاندې کوي. اوس پوښتنه دا ده چې د جهاني صاحب د شخصي اشنا د کور پته لوستونکو ته څه ګټه کوي او یا یې د پلار نوم؟ ایا دا کوم نامتو یا اغېزمن شخص دی چې د کور پته او د پلار نوم یادونه یې اړینه وه؟ موخه مې دا ده چې د ژبو سیر د لنډون پر لور دی، په دا ډول جملو له اصلي مطلب منحرفیږو او په اضافي مالوماتو مو ذهن بوختیږي. دا ډول جملې کله ناکله د مبتدا او خبر تر منځ واټن دومره زیات کړي چې لوستونکی د جملې د پوره مفهوم په اخیستو کې ګنګس کړي. د کارل مارکس د مفکورې د پیروۍ ادعا خو بېشکه سوشلسټانو او کمونیسټانو کوله؛ نو د جملې دومره طوالت ته اړتیا څه وه؟ که له همغې جملې څه نه کموو ـ زیاتوو، داسې یې باید ولیکو: د مارکسیزم د مفکورې موسس کارل مارکس و، چې د نړۍ ټولو کمونیسټانو او سوشلیسټانو یې د پیروۍ ادعا کوله. او یا دا جمله، «د خلقیانو ټوله دوره، (په تېره بیا د حفیظ الله امین د حکومت زمانه، چي پوره سل ورځي یې دوام وکړ،) د وېري او وحشت دوره وه.» د دې جملې په اړه به هم لوستونکي قضاوت وکړي. «د خوشحال خان سیمینار ته د تیاري په شپو ورځو کي مي یوه ورځ د روسي محقق اسلانوف د روښانیانو ملي نهضت په نوم رساله، (چې محمد اکبر معتمد شینواري ترجمه کړې وه او ما د پیرروښان په سیمینار کي کار ورڅخه اخیستی وو،) سره اړوله.»، «په همدغه سیمینار کې مې مشهور ډنمارکی انټروپولوجیست کلاوس فردیناند، (چي د بهرنیو مېلمنو په جمله کي راغلی وو،) وپېژاند.»، «روهي صاحب د بریټیش ایمبسي د بولیټن یوه ګڼه، (چي هر سهار رسمي دفترونو ته استول کېده،) راواخیسته.»، «(لکه څنګه چي مي تقریبا ټول ژوند د تصادفاتو محصول دی،) د مرحوم محمد صدیق روهي سره مي شناخت او پېژندګلوي هم تصادفي وه.» د دې جملې پیل په معترضې جملې شوی. تاسو دا جملې هم ووینئ چې څنګه پېچلې شوي دي. «ظهیر صاحب انجنیر عبدالاحد ته، (چي په هغه وخت کي یې همراز تخلص کاوه او ډېر ښه خط یې درلود،) وظیفه ورکړه چي زما شعرونه، (چي پر کاغذونو به مي لیکل) په یوه خاصه کتابچه مې راته ولیکي.»، «د سولي د عالي شورا په نوم یې یوه اویا کسیزه ډله، (چي وروسته یې غړي وار په وار زیات سول،) جوړه کړه او رهبري یې برهان الدین رباني ته، (چي د طالبانو تر ټولو سخت دښمن وو او په هیڅ توګه یې د سولي سره علاقه نه درلوده،) وسپارله.»

دا ناروغي ښایي یوازې د جهاني صاحب په نثر کې نه وي، نور لوی لیکوالان هم د دې ډول نثر معتادان دي. د زبیر شفیقي په ژباړلي کتاب (د سیتارام سرګذشت) کې مې هم دا ډول جملې ولیدې. راځئ یو دوې بېلګې ترې راوړو. « موږ د لویو خوړونو پر غاړه، (چې لاندې یې د خوړ په اوبو کې واښه او لوخې شنې شوې وې،) سفر پیل کړ.» د همدې کتاب په ۱۹ مخ کې لولو. «ما د لومړي ځل لپاره په دغه سفر کې، (چې موږ ډېرې ستونزې وګاللې،) د صاحبانو ترمنځ اختلاف ولید.»

ما د ښاغلي جهاني د خاطراتو هممهاله څو  نور کتابونه هم ولوستل. د یادو کتابونو له ډلې د مولانا عبیدالله سندهي د کتاب ژباړه وه چې سرمحقق زلمي هېوادمل پرې سریزه هم لیکلې وه. ما د مرحوم زین الله منلي په دې ژباړه کې ډېره سکتګي محسوسه نه کړه او نه مې د هېوادمل صاحب په ټوله سریزه کې یو بې مانا عبارت هم ونه لید او نه مې هم کومه معترضه جمله تر سترګو شوه.

 د ښاغلي عبدالباري جهاني دا اثر په لوستلو ارزي. د جهاني له ژونده سړی دا زده کولی شي چې ځوانان باید کله هم د باطل خوا ونه نیسي. دارنګه د ده یوه‌زري حالت او دا چې شناخته‌وو او اشنایانو یې څنګه له څنګه څنګ کاوه، دا زده کوو چې پر هېچا تکیه پکار نه ده. د جهاني په قول، په ټول ژوند کې مې په نیم بیت او نیمه جمله کې د هېڅ زمامدار او واکمن صفت نه دی کړی. په ژوند کي مي یو بیت او یوه داسي جمله نه ده لیکلې چي د قومي، ژبني او نژادي تعصب بوی ور څخه راشي.

استفاده شوي اثار

۱.اټوبایوګرافي(زما ژوند، شاعري او لیکوالي)، د عبدالباري جهاني اثر

۲. اووه کاله او اووه ورځې په کابل کې،  د مولانا عبیدالله سندهي یادښتونه او د مرحوم مولوي زین الله منلي ژباړه.

۳. پښتو ادب کې ځان پېښې (څېړنیز اثر)، بریالی باجوړی

۴. پښتو تطبیقي نحوه، مرحوم قسیم چمتو

۵. سفرنامه هندوکش، ماکس ایس لین او د عبدالصمد اصفي پاړسي ژباړه

۶. د سیتارام سرګذشت، سیتارام، د محمد زبیر شفیقي ژباړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کامن ویس پښتو | جانداد جهاني

پښتو څه ته اړتیا لري؟ پښتو ژبه چې میلیونونه خلک پرې خبرې کوي، د تاریخي، کلتوري او ادبي ارزښتونو لرونکې ژبه ده. په دې وروستيو...