چهارشنبه, دسمبر 31, 2025
Homeخبرونهاردوغان د افغانستان او پاکستان د کړکېچ په اړه د خبرو لپاره...

اردوغان د افغانستان او پاکستان د کړکېچ په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته جګپوړی پلاوی لېږي

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۱۸ مه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن (یکشنبز) وویل، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر هاكان فیدان، د دفاع وزیر یاشار ګولر، او د ملي استخباراتو مشر ابراهیم کالین به راتلونکې اوونۍ اسلام‌اباد ته ولاړ شي څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په اړه خبرې وکړي.

ترکیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند او د سولې د خبرو د دوو پړاوونو کوربنه وه.

په دغو خبرو کې، چې وروستی پړاو یې د روان نوومبر په شپږمه پیل شو، دواړه خواوې کومې موافقې ته ونه رسېدې او ترکیې او نورو هیوادونو ته یې دا اندېښنه بیدا کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به روان کړکېچ په یوه پراخه سیمه ییزه شخړه واوړي.

ترکیې له قطر سره یوځای د افغانستان او پاکستان د خبرو د منځګړتوب رول یې درلود. دا دوه هیوادونه له افغانستان او پاکستان سره خورا نژدې اړیکې لري.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، اردوغان د اذربایجان له سفره د بېرته راستنېدو په ترڅ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د ترکیې له زلزله ځپلو سیمو څخه غزې تړانګې ته د کانتینرونو د لېږلو لپاره چمتووالی روان دی، او ټینګار یې وکړ چې هېواد به یې د غزې د خلکو اعظمي ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړه: «د غزې خلکو ته د بیړنیو مرستو رسول یوازې د مرستې مسئله نه ده، بلکې د انسانیت مسئله ده.»

اردوغان وویل، په قره‌باغ کې د اذربایجان له بري وروسته د سولې بادونه چلېږي، او ترکیه هڅه کوي د اذربایجان په همغږۍ په موازي ډول له ارمنستان سره د عادي اړیکو بهیر پر مخ یوسي.

4 COMMENTS

  1. سلامونه،
    زما په نظر، که ترکیه په رښتیا د اسلام سرمشري دعوی لري ؛ باید د اسرایل د صهیونیستانو غوندي پنجابستانی جرنیلان او کرنیلان او ګوډاګی بی صلاهیته تش په نامه کشمیري شریفان او … هم د انګلو-امیریکن غلام ابن غلامان دي په فکر کې ونیسی چې لکه د ټرمپ مخکې بوټپاکی ونهکړی؛نه پکې اسلامیت شته ؛ نه انسانیت او نه همسایه توب!!!
    همدا اوونۍ ېې په استانبول کې خپل کچه توب او ضد افغاني څښته وښوده
    افغانستان اِ اٙ د احمد شاه بابا نه تر…امآن اله خان ،داوود خان ، شهید ډ.نجیب اله اوا. غني میراث دی او ترکانو سره ېې د ورورۍ او اتاترکي او پخوا عثماني متقابل احترام لرلی ؛چې پوکسټین لا هغه وخت د ملکه ویکتوریا او الیضابط په خیټه کې هرمونی پروت و.
    وما علینا الا لبلاغ. ومن الله التوفیق

  2. محترم ساپی صاحب په درناوی سره تاسو په پورته تبصره کی فقط نجیب الله ته شهید ډاکتر نجیب اله ؟
    او شهید محمد داود خان ته فقط داوود خان ؟
    مرحوم غازی امان الله خان ته فقط امان اله خان ؟
    او خپل نوم ته مو په انګلیسی او پښتو کی ډاکتر حمیدالله زړور ساپی لیکلی دی،
    آیا محترم صافی صاحب ستاسو پورته نظر سم دی ؟
    خدای دیی وکړی چه خفه را څخه نشی، په درناوی
    ا

  3. ښاغلی ورور “افغان” صاحب! سلام علیکم!
    له نیوکې نه دې مڼنه او تشکر.
    ما غوښتل تبصره ډیره اوږده نشي. هغه د چا خبره القابو پسې مه ګرځه،کش ته ګوره!.زه ټولو تیرو او اوسنیو مشرانو ته احترام قایل یم .شاه امان اله خان غازي ،سردار م.داوود خان د اتاترک د وخت رهبران ول ،موضوع هم د ترکانو د هیات لیږلو ده. مګر ډ.نجیب اله همدې پنجابیانو په رڼا ورځ په ځوانۍ سن کې شهید کړ …چې زمنږ په یاد وخت کې شوی البته د هر افغان نظر به توپیر لري.
    راځم زما نوم ته،فکر کوم لس-۱۵ کاله به کیږي زه مې همدا خپل نوم ؛کورنی لقب او فامیلي قومي نوم تاند او نورو پښتو وبپاڼو کې لیکم.یو ځلي د (محمد ؟)په نوم یو چا هم انتقاد کړی و ،ما ورته لیکلي ول هیڅوک حق نلري د چا په شخصي حریم کې مداخله وکړي؛آیا ستا نوم سره ،صل اله علیه و … باید ووایو او ولیکو؟؟
    منم چې په پښتو او انګلیسي کې زما نومونه ډیر ځای نیسي =څه ناڅه یوه لیکه! ؛ممکن نور له تبصرو تیر شم
    له توجه څخه مو شکریه.
    ۱۱/۱۰ نوامبر۲۰۲۵/بلجیم = ۲۰جمادی الاول ۱۴۴۷ق.=۲۰عقرب یا لړم ۱۴۰۴ش.

  4. ښاغلی ډاکتر حمیدالله زړور ساپی صاحب!
    موژ خوشحاله یاستو چه موژ ستاسی په شان د لوړی سطحی او حوصیلی مشران لرو.
    ښاغلی مشره تاسو د پښتو ګرامر، کلتور، ادبیاتو، طبی برخه او نورو وطنی مسایلو کی ماشاءالله ډیره شه پوهه او تجربه لري. زه ستاسومحترم ځواب ( زه ټولو تیرو او اوسنیو مشرانو ته احترام قایل یم) ډیر پرځای، معقول او د افغانانو په خیر بولم.
    مګر په اخر کی مو یوه جمله لیکلی ده چه 🙁 ممکن نور له تبصرو تیر شم).
    شاغلی ډاکتر صاحب لمړی انسان عاجز دی کله کله تری یوه تبصره، جمله او کلمه بی سوچه خوشی شی، زه د خپلی بی سنجشه لمړنی تبصری بخشنه غواړم. او که امکانات وای نو یو پسه می هم په عذر کی د جرګی سره دروستولو.
    خو متآسفانه په کوم ځای کی چه تاسو ژوند کوی، هلته زموژ د تللو امکانات صفر فیصده دی.
    ډاکتر صاحب خپلو تبصرو ته ادامه ورکړه، ستاسی تبصری تل زموژ د خوشی باعث ګرځی.
    تاند ویب پانی محترمی اداری ته خواست کووم چه ځموژ پخوانی تبصره ړنګه او ختمه کړی. مننه
    موژ به بیا د هیچا په شخصی حریم مداخله ونکړو.
    او کاشکی دغه بل ورور هم هیڅکله ستاسی په نوم انتقاد نه وای کړی. او بیا ستاسی ځواب انا اعوذ بالله هم په بله کلیمه ورکړی شوی وای.
    والسلام‎

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې افسانوي سینمايي ستورې، بریژیت باردو مړه شوه

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۷ مه) د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هیواد نامتو سینمايي لوبغاړې«بریژیت باردو بنست»...