عبدالنافع همت کلیوال
ځینې لیکوالان او خبریالان فکر کوي، چې پښتو (خونه) او پارسي (خانه) یوه معنا لري، ځکه نو کارخانې ته کارخونه وایي، حال دا چې (خونه) و (کوټې) ته وایي، چې ډېر کوچنی ځای دی او برعکس (خانه) د کور معنا لري او کور تل تر کوټې لوی وي.
کېدای سي یو کور لسګونه کوټې ولري، خو یوه کوټه هیڅکله د کور په اندازه لوی نه سي کېدای او نه هم د کور معنا ښندلای سي.
که موږ یوه کوټه (دوا خانه) په (درملتون) ژباړو دا به کوم منطق ولري، چې (کارخانه) په یوه کوټه غوندې کوچني ځای، یانې (کارخونه) باندې وژباړو؟ که په دې ترکیبي نوم کې (خانه) پردی نوم بولو او په (خونه) یې ژباړو پر (کار) ولې سترګې پټوو؟ ایا کار پښتو لغت دی؟ ایا پښتانه کار ته (چار، چاره) نه وایي؟ موږ د کورنیو چارو وزارت نه وایو؟ په کلاسیکو متنونو کې هم د چار او چاره یادونه ډېره سوې ده، خوشال بابا وایي:
چې وتلی په جهان په ننګ او نام وي
د هغو په کار او (چار) کې مصلحت څه؟
یا:
هره (چاره) د پښتون تر مغول ښه ده
اتفاق ورڅخه نشته ډېر ارمان
که یوه کلمه په پارسي کې ویل کېږي دا مانا نه لري، چې هغه به خامخا پارسي وي، زما معلومات دا دي، چې (خانه) اویستایي ریښه لري او اصل بڼه یې (kan) ده.
بله خبره دا ده، چې په پارسي ژبه کې (خانه) د انسان د استوګنې ځای ته وایي او ټول معتبر قاموسونه یې له استثنا پرته د کور په مانا معرفي کوي.
زما په اند (کارخانه) او (فابریکه) اوس په پښتو کې عام سوي او منل سوي نومونه دي، تر نامانوسه او نیمګړي ژباړې هغه پردي نومونه ښه دي، چې په پښتو کې عام سوي او خپل سوي وي.
ځینې خلک (زندان) هم په (بنديخونه) ژباړي، چې دا هم اشتباه ده، ځکه زندان تر خونې لوی ځای ته ویل کېږي.