تاند(دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲مه) هر کال ګڼ شمېر افغانان، پاکستانیان، بنګالیان او افریقایان په خطرناکو او غیرقانوني لارو د تګ په ترڅ کې په سمندرونو کې ډوبېږي. تراوسه کومې خپلواکې ادارې په سمندرونو کې د ډوب شویو افغانانو د مرګ ژوبلې د شمېر کوم راپور نه دی خپور کړی خو پاکستاني رسنۍ وايي د رسمي اسنادو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې لږ تر لږه ۳۳۵ پاکستاني وګړي اروپا ته د ناقانونه تګ پر مهال د بېړیو د ډوبېدو په بېلابېلو پېښو کې مړه شوي دي.
د مهاجرت د نړیوال سازمان (آی او ایم) د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په نړۍ کې د کډوالۍ پر لارو لږ تر لږه ۲۶۷۶ کسان مړه او یا بې درکه شوي دي۔ د دې ادارې پر اساس، یوازې ۱۵۷۰ کسان د اروپا پر لور د سفر په لړ کې بې درکه شوي دي.
د تېر کال د همدې مودې پرتله اروپا ته د رسېدو په هڅه کې د مړو او ورک شویو کډوالو شمېر له ۲۷ سلنه څخه ډېر زیات شوی دی.
که څه هم د روان کال له پیل راهیسې د هغو ثبت شویو کډوالو شمېر چې د سمندر له لارې اروپا ته رسېدلي، نژدې ۴۷ سلنه کم شوی او ۳۴۵۶۳ کسانو ته رسېدلی، خو په همدې موده کې د قربانیانو شمېر په څرګند ډول لوړ شوی دی.
له هغه وخت راهیسې چې IOM په ۲۰۱۴ کال کې د دې معلوماتو ثبت پیل کړی، په نړۍ کې د کډوالۍ پر لارو تر ۸۳,۹۰۰ ډېر کسان مړه یا بې درکه شوي دي.
په څلورو کلونو کې اروپا ته د تګ په هڅه کې ۳۳۵ پاکستانیان ډوب شوي
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له جون میاشتې راهیسې تر اوسه پورې د بېړیو د ډوبېدو اووه سترې پېښې شوې دي چې ګڼ شمېر پاکستانیان پکې مړه شوي دي.
په اپریل میاشت کې د ترکیې د بودروم (Bodrum) سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې یوازې ۱۹ افغان کډوال (د یو ماشوم په ګډون) مړه شول.
د پاکستاني وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه د ۲۰۲۳ کال په جون کې د یونان ساحل ته نژدې د یوې بېړۍ د ډوبېدو وه. په دې کښتۍ کې ۲۲۶ پاکستانیان سپاره وو، چې ۲۰۷ تنه یې مړه او یوازې ۱۹ تنه وژغورل شول.
همداراز، د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې یونان ته روانه بله کښتۍ هم له پېښې سره مخ شوه. په بېړۍ کې ۶۹ پاکستانیان سپاره وو، چې ۲۵ تنه پکې مړه او ۴۴ تنه ژوندي وژغورل شول.
د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د مراکش ساحل ته نژدې د یوې بلې کښتۍ د ډوبېدو له امله، له ۷۰ پاکستاني سپرلیو څخه ۴۴ تنه ووژل شول.
همدا ډول، د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د لیبیا ساحل ته نژدې د یوې کښتۍ په پېښه کې ۲۳ پاکستانیان مړه شول.
راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل او اکتوبر او همداراز د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې هم له لیبیا څخه اروپا ته روانې کښتۍ له پېښو سره مخ شوې، چې په ترڅ کې یې له ۳۰ څخه ډېر پاکستانیان مړه شول.
دغو مرګونو پېښو یو ځل بیا په پاکستان کې د انسانانو د ناقانونه قاچاق جدي خطرونو ته پام اړولی دی.
د پاکستان فدرالي تحقیقاتي ادارې (FIA) په هوايي ډګرونو او نورو سرحدي لارو کې د پلټنو او د مشکوکو کسانو د سفر د مخنیوي عملیات پراخ کړي، چې ورسره اروپا ته د ناقانونه تګ هڅې د پام وړ کمې شوې دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې یوازې ۴۴۰ پاکستانیانو په ناقانونه ډول اروپا ته د تګ هڅه کړې، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال په همدې موده کې دا شمېر ۱,۲۲۴ تنه و.
متخصصان ټینګار کوي چې د انسانانو د قاچاق پر ضد د قانوني اقداماتو ترڅنګ، د قانوني او خوندي مهاجرت په اړه د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، پوهاوی هم باید زیات شي، څو د داسې غمیزو مخه ونیول شي.