تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۲۲ مه) په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، په تېرو لسو میاشتو کې (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اکتوبر تر ۱۰مې پورې) په پاکستان کې د افغان وګړو د نیول کېدو تر ۸۶ زره ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
دغو ادارو په هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۳مه خپور کړی، ویلي چې یوازې د اکتوبر له ۴مې تر ۱۰مې پورې ۹۷۵ افغان کډوال نیول شوي او ۹۶۱ نور له پاکستانه ایستل شوي دي.
د پاکستان حکومت د روان کال د جولای په ۱۰مه د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو نوی پړاو پیل کړ. او باور کېږي چې د خیبرپښتونخوا د ملکي حکومت له ړنکولو وروسته به دې بهیر ته لا زور ورکړي.
د ملګروملتو او د کډوالو د ادارو د راپور له مخې، له ۲۰۲۳ څخه تراوسه له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۶ میلیونه افغانان یا په زوره یا د نیول کېدو له وېرې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي،
له پاکستانه ډېری په زوره ایستل شویو خپلې شتمنۍ پرې ایښي دي او ځینې کډوال وايي چې حتي په ځايي اوسېدونکو یې پورونه هم پاتې شوي دي.