هلک شلېدلې سپاره ورواخیسته، ښکل یې کړه او په سینه پورې یې ونیوله.
غږ یې کړ: «مورې، زما خولۍ چېرته ده؟»
له کوټې راووت او انګړ ته یې وکتل. مور یې په کټ کې د لمر وړانګو ته پرته وه.
هلک بیا ورغږ کړ: «مورې، خولۍ مې چېرته ده؟»
مور يې سر له بالښت راپورته کړ او ویې ویل: «هغه مې درته پرېمنځلې ده. هغه بله یوه درواخله.»
هلک په ډک زړه وویل: «هغه رانه لویه ده. په جومات کې ټول هلکان راباندې خاندي.»
مور يې بېرته سر پر بالښت کېښود او هلک ته یې شا کړه.
هلک د انګړ په منځ کې ونې ته وکتل. سپینه خولۍ پرې ایښې وه. ورغی، بې له دې چې څه ووایي، خولۍ یې راواخیسته. خولۍ لا لمده وه. پر سر یې کړه او له کوره ووت.
سړک ته ورسېد. د موټرو تېز رفتار ووېراوه، د سړک څنډې ته نور هم تېر شو.
له لرې یو سور موټر په تېز رفتار راروان و. په موټر کې یو ځوان ناست و. د موټر شيشې یې خلاصې وې، په لوړ غږ یې موسیقي چالانه کړې وه او په تېزۍ یې موټر چلاوه.
ځوان د موټر د څنګ له ښیښې بهر وکتل له ځان سره یې وویل: «راځه، اوس به ګورو!»
یو تور موټر یې له څنګ څخه په تېزۍ تېر شو. ځوان هم پر ګاز پښه کېښوده. د موټر سرعت زیات شو.
ناڅاپه موټر د سړک څنډې ته واوښت.
درز شو!
موټر د سړک پر غاړه د کور دېوال سره ولګېد، د موټر مخې ته هلک هم له ټکر سره سم د کور پر دېوال ولګېد.
د هلک سپینه خولۍ له سره لويدلې وه، هلک پر ځمکه پروت و حرکت یې نه کاوه. سپاره يې تر څنګ په سرو وینو لړلې پرته وه.
پای
پوښتنه| لنډه کيسه| ليکوال: آرين تسل
ليکوال:آرين تسل
ویاند تور مایک خولې ته نیولی و او د بازار په منځ کې ولاړ و.
— درنو لیدونکو! اوس به یو بل ځوان راودروو، چې خپل نظر راسره شریک کړي.
په همدې وخت کې یې په لاره روان یو ځوان راودرو. په بیړه روان و او تورې عینکې یې پر سترګو وې.
ویاند وپوښتل:
— نوم دې څه دی، او ښار ته د څه لپاره راغلی یې؟
ځوان وویل:
— نوم مې کریم دی. ښار ته د زده کړو لپاره راغلی یم؛ ورسره په یوه هوټل کې کار هم کوم.
ویاند لږ موسکی شو او ویې ویل:
— ډېره ښه! یوه پوښتنه درنه لرم. کله چې پلار دې پیسې ګټلې او اوس چې ته خپله پیسې ګټې، ترمنځ یې څه توپیر وینې؟
کریم خپلې تورې عینکې له سترګو لرې کړې. څو شېبې چوپ پاتې شو؛ بیا یې په ټیټ غږ وویل:
— کله چې پلار جان پیسې ګټلې، زه هېڅکله وږی ویده شوی نه یم…
— خو اوس چې خپله پیسې ګټم، اکثره وخت وږی ویده کېږم.
پای