Homeخبرونهمحمودخان اڅکزی: د خیبر پښتونخوا یوازینی ایالتي جرګه وه چې د اساسي...

محمودخان اڅکزی: د خیبر پښتونخوا یوازینی ایالتي جرګه وه چې د اساسي قانون له مخې جوړه شوې وه

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۳ مه) د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، خیبر پښتونخوا یوازینۍ ایالتي جرګه/ اسمبلۍ وه چې د اساسي قانون (آیین) له مخې جوړ شوې وه، خو واکمنو یې شتون نه شو زغملی.

د ښاغلي اڅکزي اشاره دې ته وه چې د پاکستان د نورو صوبو حکومتونه په انتخاباتو کې د درغلیو پر اساس جوړ شوي دي.

محمودخان اڅکزي د پنچشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۵ مه) د اپوزیسیون له نورو مشرانو سره د پارلمان د ودانۍ مخې ته رسنیو ته وویل، د بېنظیر بوټو او نواز شریف په څېر سیاسي مشرانو د ولسواکۍ لپاره هڅې کړې دي.

هغه وویل، د اساسي قانون ۵۸(۲)(ب) ماده، چې تر پنځو پورې ایالتي او ملي اسمبلۍ یې منحل کړې وې، په یوه ورځ کې لغوه شوه. د نوموړي په وینا، د سیاسي مشرانو د هڅو په پایله کې په لندن کې د ولسواکۍ منشور هم لاسلیک شو.

د اپوزیسیون مشر د ۲۰۲۴ کال انتخاباتو ته په اشارې وویل چې دغه ټاکنې څنګه ترسره شوې، ټول پرې خبر دي. هغه بیا ټینګار وکړ چې خیبر پښتونخوا یوازینۍ ایالتي جرګه وه چې د اساسي قانون له مخې جوړه شوې وه، خو ځینو یې شتون نه خوښېده.

محمود اڅکزي وویل، مولانا فضل الرحمان هم ویلي و چې پر یو شمېر موضوعاتو هوکړې ته رسېدلي وو. د هغه په وینا، دوی د پارلمان د پیاوړتیا غوښتنه کړې وه.

نوموړي د ۲۰۲۴ کال انتخاباتو ته په اشارې وویل، د ټاکنو مسوول یو کس د شپې دوه نیمې بجې له خپلې ډلې سره د هغه کور ته ورغلی و. د اڅکزي په وینا، هغوی ورته د غالۍ ډالۍ هم راوړې وه، خو ده په بدل کې قلم ورکړ. هغه وویل، په پښین او چمن کې یې د ملي اسمبلۍ او همدارنګه په څلورو ایالتي انتخاباتي حوزو کې ټاکنو ته ځان نوماند کړی و. نوموړي زیاته کړه چې په پښین کې له یوې څوکۍ څخه د مولانا فضل الرحمان د نوماند په ګټه تېر شوی و.

د اپوزیسیون مشر ادعا وکړه چې د مولانا فضل الرحمان نوماند ته د دوی ۳۰ زره رایې ورغلې وې، خو د ده څلور څوکۍ ترې اخیستل شوې وې.

په همدې خبري غونډه کې د پاکستان په سنا جرګه کې د اپوزیسیون مشر علامه راجا ناصر عباس وویل، که د والي / ګورنر واکمني وي او که بېړنی حالت، په اصل کې دا پوځي حکومتولي ده.

هغه ادعا وکړه چې د اکتوبر په ۱۲مه هغه ګوند له واکه لرې کړل شو چې دوه پر درېیمه اکثریت یې درلود. نوموړي د اکتوبر ۱۱مې پېښو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، هماغو کسانو دا کار کړی و چې د اکتوبر په ۱۲مه یې شکایتونه کول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کاناډا صدراعظم: کاناډا ویاړي چې ان کرسن د نوبل جایزه ګټلې

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د کاناډا صدراعظم مارک کارني، د کاناډایۍ شاعرې ان کارسن له خوا د ادبیاتو د نوبل جایزې...