زلمی نصرت
دنمارک
لا وختي ده چې په پاکستان کې د روانو سیاسي تحولاتو او پېښو د پایلو په اړه پرېکنده قضاوت وشي. لا څرگنده او روښانه نه ده چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ ولسي خوځښت او د سهیل اپرېدي غوښتنې به د قبایلي سیمو د اوږدمهالو ستونزو په حل کې څومره اغېز ولري او ایا د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه به د قبایلي ولسونو او د خیبر پښتونخوا د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره پر یوې پراخې ولسي مبارزې بدله شي، که به د یوې ځانگرې سیاسي ډلې تر غوښتنو محدوده پاتې شي. دا هغه سیمه ده چې خلک یې له کلونو راهیسې له بېوزلۍ محرومیت، اقتصادي ستونزو او د انساني کرامت له زیانمنېدو او قربانیو سره مخ دي.
اساسي پوښتنه دا ده چې ایا دا غورځنگ به وکولای شي د عمران خان د ملاتړ له چوکاټه ووځي او د قبایلي ولسونو د اساسي حقونو، ټولنیز عدالت او د ژوند د شرایطو د ښه کېدو لپاره پر یوه پراخ ولسي حرکت بدل شي؟ دا پوښتنه ځکه هم مهمه ده چې یو شمېر سیاسي گوندونه نه یوازې له دې خوځښت سره یوځای شوي نه دي، بلکې د نندارچیانو دریځ یې غوره کړی دی. د سیاسي ځواکونو دغه واټن ښايي د غورځنگ ولسي پراخوالی او د خلکو د بسیجولو وړتیا محدوده کړي او د دې لامل شي چې د خلکو اساسي غوښتنې د یوه ځانگړي سیاسي جریان د موخو تر سیوري لاندې له تیر محدود پاتې شي.
بې له شکه، د عمران خان خوشې کېدل له زندانه یو مهم سیاسي تحول کېدای شي؛ خو یوازې د یوه سیاسي مشر خوشې کېدل په خپله د قبایلي ولسونو د وضعیت د بدلون ضمانت نه شي کېدای. اصلي پوښتنه دا ده چې ایا دا تحول به د دغو سیمو خلکو ته د پنجاب د اوسېدونکو په څېر د برابر حقوقي دریځ او مساوي فرصتونو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي، که به هغوی یو ځل بیا د هماغه وضعیت له دوام سره مخ شي چې نږدې اتیا کاله یې له ناامنۍ محرومیت، قربانیو او بېعدالتۍ سره مخ کړي دي؟
د موضوع اساسي اړخ د یوه سیاسي مشر د برخلیک پر ځای د هغو خلکو راتلونکی دی چې له کلونو راهیسې د سیاسي او پوځي شخړو بیه پرې کوي، خو د ثبات، پرمختگ او هوساینې له هغو فرصتونو څخه چې د هر وگړي حق دی، په کافي اندازه برخمن شوي نه دي. له همدې امله، هر سیاسي حرکت او پاڅون هغه مهال د دوامدار او مانا لرونکي بدلون لامل کېدای شي چې د خلکو اساسي غوښتنې د خپلې مبارزې په مرکز کې ځای کړي. د امنیت ټینگښت د محرومیت کمول، د کاري فرصتونو رامنځته کول، ښوونې او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او په سیاسي پرېکړو کې د خلکو د رښتینې ونډې تضمین هغه بنسټیزې غوښتنې دي چې باید د دې غورځنگ د بریا معیار وگرځول شي.
له بلې خوا، دا اندېښنه هم شته چې روان سیاسي تحولات د قبایلي ولسونو د خپلواک سیاسي دریځ د پیاوړتیا پر ځای د افغانستان پولې ته څېرمه د پوځي حضور د پراخولو او په قبایلي سیمو کې د پوځي ادارو د نفوذ د ټینگښت لپاره پر یوه فرصت بدل شي او د لوبې اساسي اړخ وي.
د پاکستان تاریخي تجربې ښيي چې پوځي ادارو د دغه هېواد په سیاسي معادلاتو، په ځانگړې توگه په قبایلي سیمو کې، د پام وړ رول لوبولی او د سیاسي حرکتونو پر مسیر او برخلیک یې اغېز کړی دی.
د پاکستان پوځي ادارې د سیاسي او ټولنیزو حرکتونو د مدیریت او مهارولو اوږده تجربه لري. دغو ادارو په بېلابېلو پړاوونو کې د سیاسي ائتلافونو، دودیزو گوندونو او شته سیاسي جوړښتونو له لارې د گڼو حرکتونو مسیر بدل کړی یا یې د پراختیا مخه نیولې ده. له همدې امله، د روان غورځنگ د سیاسي گټې اخیستنې احتمال هم له پامه نه شي غورځېدای؛ په ځانگړې توگه که د قبایلي ولسونو خپلواکې غوښتنې اصول څنډې ته شي او مشرتابه یې ونه شي کولای د گوندي موخو او د خلکو د اوږدمهالو گټو ترمنځ روښانه واټن وساتي.
په دې توگه، د غورځنگ د راتلونکي ارزونه باید یوازې د عمران خان د خوشې کېدو د احتمال پر بنسټ ونه شي. مهمه دا ده چې ایا دا حرکت به د واک په موجوده جوړښتونو کې د بدلون، د محرومیت د کمولو او د قبایلي ولسونو د مساوي حقونو د تأمین لپاره اغېزمن تمام شي؟ ایا د عدالت او پرمختگ په لور د یوه نوي پړاو پیل به وي، که به په پای کې د شته سیاسي سیالیو او پوځي محاسبو په چوکاټ کې مهار شي؟
د دغو پوښتنو ځواب به تر ډېره د غورځنگ د مشرانو پر عملي کړنو، د خلکو د غوښتنو د پوره کولو لپاره د هغوی پر ژمنتیا، د حرکت پر خپلواکۍ د ولسي گډون پر پراخوالي او ویښتیا او د خلکو پر ورځني ژوند د هغه پر ملموسو اغېزو پورې تړلی وي.
سیاسي شعارونه او لنډمهاله بریاوې هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې په واقعي او دوامداره بنیادې بدلون واوړي.
د قبایلي سیمو خلک داسې بدلون ته اړتیا لري چې یوازې سیاسي څېرې بدلې نه کړي، بلکې د هغوی د ژوند شرایط هم ورسره بدل شي؛ داسې بدلون چې دوی د شخړو له تلپاتې قربانیانو څخه پر هغو وگړو واړوي چې له مساوي حقونو، امنیت، انساني کرامت او روښانه راتلونکي څخه برخمن وي. د عمران خان د خوشې کېدو غورځنگ به هغه مهال تاریخي ارزښت پیدا کړي چې د یوه سیاسي مشر د برخلیک تر مسئلې واوړي او د قبایلي ولسونو د حقونو، عدالت او هوساینې لپاره پر یوه پراخ، خپلواک او دوامداره او پایداری ولسي حرکت بدل شي.