پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+د خوړو نړیواله ورځ

د خوړو نړیواله ورځ

تاند- نن د اکتوبر ۱۶ د خوړو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په ۱۹۴۵ م کال د ملګروملتو د خوړو او کرنې د ادارې یا فاو له لوري ونومول شوه.

انسانان له ډیرو پخوانیو زمانو خوړو ته پام لري، هڅه کوي چې خوندور او ګټور خواړه ولري. د دې ورځې معنا یوازې دا نه ده چې د بیلابیلو او خوندورو خوړو په اړه خبرې وشي او پام ورته واړول شي بلکې اصلي هدف یې دا دی چې د هغو خلکو په اړه عام پوهاوی زیات شي چې راز راز او خوندوز خواړه نه ورسیږي او حتي په نس نه مړیږي.

همدااوس په نړۍ کې میلیونونه انسانان شته چې له لوږې سره مخامخ دي چې د هغوی لوی اکثریت زموږ په خپل هیواد افغانستان کې اوسي.

د خوړو نړیواله ورځ دا فرصت هم برابروي چې د صحي او ګټورو خوړو په اړه د خلکو معلومات زیات شي.

په وروستیو لسیزو کې په شتمنو هیوادونو کې چې خلکو ته یې هر راز خواړه په لاس ورځي، دې برخې ته چې کوم خواړه یې بدن ته ګټور دي، توجه زیاته شوې ده. له ښه مرغه ډیر ګټور خواړه تر غیر صحي هغو ارزانه دي او ډیرو خلکو ته په لاس ورتلی شي.

د ملګروملتو او نورو نړیوالو موسسو د راپورونو له مخې، د افغانستان تر نیمايي زیات نفوس له لوږې سره مخامخ دی. میلیونونه ماشومان مو له خوارځواکۍ کړېږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب