تاند- د ۱۶۰۶ ع کال په دې ورځ (د اکتوبر۱۶ مه) د هندوستان د مغولي امپراتورۍ تر ټولو لوی پاچا جلال الدین اکبر له کابو نیمې پېړۍ واکمنۍ وروسته مړ شو.
اکبرد ۱۵۵۶ ع کال د جنورۍ په ۲۷ مه د دیارلس کلنۍ په عمر د خپل پلار همایون له مړینې وروسته د پنجاب د مغولو د سلطنتي لړۍ د پاچا په توګه د تخت پر ګدۍ کښېناست.
ده د خپلې پاچهۍ په لومړیو کلونو کې د خپل استاد بابرام خان ترکمن په سلا مشورو د پاچهۍ چارې پر مخ بېولې، خو له نولس کلنۍ وروسته یې د واګ چارې په خپل لاس کې واخیستې.
اکبر د خپلې واکمنۍ په موده کې د پنجاب د مغولو د پاچهۍ وړه ساحه تر ګوجرات او بنګاله پوري وغځوله.
اکبر هغه ګډوډي چې د ده د پاچهۍ په لومړي کال په پنجاب کې رامنځته شوې وه پای ته ورسوله.
په براعظمګي کې د ګوډ تیمور د اولادې د مغولي شاهانو سلسله د اکبر نیکه بابر تاسیس کړې وه.بابر په لسګونو زره پښتانه قتل عام کړل او په لکونو نور یې له کابل څخه اوسنۍ خیبر پښتونخوا ته وشړل.
اکبر د پنجاب تر پوره کنټرولولو وروسته د راجپوت د پاچهانو پر ټاټوپي برید وکړ، چې د هندویزم سمبول او او نه لاندې کېدونکې سیمه بلل کېده.د راجپوت شاهانو خپلې نه نیول کېدونکې کلا ته پناه یووړه.
اکبر که څه هم ظاهراً مسلمان وو خو هڅه یې کوله چې پر درست هندوستان د واکمنۍ لپاره اسلام او هندویزم سره واخښي.
ده د همدې لپاره په ۱۵۶۲ ع کال د راجپوت د سلطنتي کورنۍ له یوې شهزادګۍ سره واده وکړڅو د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ اړیکې نژدې شي.
په ۱۵۶۸ کال له اوږدې محاصرې وروسته د راجپوت دفاع کوونکو خودکشي وکړه او اکبر د دوی کلا ونیوله.خو راجپوتانو لا هم له اکبر سره مخالفت ته دوام ورکړ.
د اکبر لویه او مهمه ځانګړتیا دا وه چې له هندو او مسلمان سره یې یو شان چلند کاوه او په داسي حال کې چې په هماغه وخت په اروپا کې د مسیحي کاتولیکانو او پروتیستانانو ترمنځ مذهبي جنګونه او وحشت روان وو، ده دینونه له یو بل سره پخلاینې ته وربلل او له ټولو سره یې یوشان سلوک کاوه.
اکبر د ۱۶۰۵ ع کال د اکتوبر په شپاړسمه په اګرې کې،چې د ده د پاچهۍ پلازنه وه، مړ شو.
ده ۴۹ کاله پاچهي وکړه.په دې موده کې یې د مغلو پاچهانو د واکمنۍ ساحه دومره پراخه کړه چې د مرګ په وخت د هندوستان په تاریخ کې تر ټولو لویه امپراتوري وه.
ننګرهار دجلاالدین اکبر لاره او مسیر وه دجلال آباد نوم له همغه وخت پاتې دی