Homeخبرونهمخابراتو وزارت پر عامه ځایونو د وایفای انټرنیټي خدماتو د بندېدو راپورونه...

مخابراتو وزارت پر عامه ځایونو د وایفای انټرنیټي خدماتو د بندېدو راپورونه رد کړل

تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۲۲مه) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې، ګواکې دوی پر عامو خلکو د وایفای انټرنیټي خدمات بندوي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې داسې راپورونه خپرېږي چې، په کې ویل کېږي د یاد وزارت نوي وزیر پرېکړه کړې چې په کابل کې پر عامو خلکو د وایفای انټرنیټي خدمات بند کړي او دا لړۍ همداسې نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

خو د دې راپورونو په غبرګون کې بیا د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي رسنیو سره په خبرو کې دا اوازې رد کړې.

هغه ویلي چې،په دې تړاو تر اوسه هېڅ خبر نه د شوې  او خپرې شوې اوازې بې اساسه دي.

د دې خبرونو خپرېدو سره هغه خلک چې له دې انټرنیټ نه ګټه اخلي سخت اندېښمن وو او خواله رسنیو کې یې غبرګونونه ښودلي وو.

د تکنالوژۍ پوهان بیا په اوسنۍ پرمختللي دور کې د پرمختګ لپاره انټرنیټ یو اساسي اړتیا یادوي او له حاکم نظام نه غواړي چې، په دې برخه کې د محدودیتونو پرځای ځوانانو ته زمینې برابرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...