ډاکټر صاحب احسان الله درمل له استاد مصطفىٰ سالک سره د استاد پسرلي د شاعري په اړه مرکه کړې چې په سل بهاره حسن کې هم راوړل شوې. هلته د استاد د شعري ځانګړنو يا پېچلتياوو د بيانولو پر مهال د استاد پسرلي يو بيت:
مينه کې چې څوک وکړي اودس پخپلو اوښکو
لمونځ يې ادا کيږي په ولاړه لکه شمه
له ساختاري (د بيان اسلوب، شعري تخنيک) له پلوه د بيدل د لاندې بيت په رڼا کې تفسير شوى:
ﺯ طريق شمع غافل مگذر از (در) این بیابان
مژه آب ده (ز) خاری که بپا خلیده باشد
ځکه چې د دواړو ترمنځ شمعه مشترک موتيف دى. خو جلا، جلا مضمون ساﺯي پرې شوې ده.
که څه هم د بحث له موضوع سره سم چې موخه يې د هندي سبکه شاعرانو د کلام د پېچلتياوو څرګندول دي ټول ياد شوي موارد سم دي خو د بيدل بيت پخپله سم نه دى تفسير شوى يا ښه ده ووايو چې موضوع يې بدله شوې چې غالباً د دې تېروتنې اصلي لامل د بيت ليکل شوې ناسمه بڼه ده چې په اساس يې برداشت هم اشتباه شوى دى.
ډاکټر صاحب د بيدل بيت داسې ډيکوډ کړى:
«وایي: له دې بیابانه د شمې غوندې تیر شه، د خپلو بڼو اوښکې هغه اغزي ته هم ورکړه، چې ستا په پښه کې تللی دی.
دلته شاعر بیا غواړي، چې د ژوند د بیابان لاروی له شمې سره ورته کړي، خو شمه پخپله استعاره شوې ده. شمه له موم او تاره جوړه ده، تار چې اور واخلي، شغلې کوي، د اور تاو موم ویلې کوي او پر شمه رابهیږي، بالاخره شمه ختمیږي. شاعر له دې پیښې نه بل ډول خیالي برداشت لري. هره برخه یې تشریح کوو:
ـ د شمې اندازه یا د شمې اوږدوالی بیابان ګڼي.
ـ د شمې ویلې کیدل چې ورو، ورو لاندې خواته راځي، د شمې سفر ګڼي، خو د خپل ځان په دشته کې.
ـ د شمې په منځ کې تار ته هغه اغزی وایي، چې د دې سفر پر مهال د شمې په پښه کې تللی.
ـ د شمې لمبې ته د شمې سترګه وایي، چې د سترګې غوندې بیضوي شکل لري.
ـ د لمبې شغلو ته د شمې د سترګو باڼه وایي.
ـ د شمې ویلې شوي موم ته د شمې د سترګو له بڼو را توی شوې اوښکې وایي.
نتیجه: شاعر وایي، شمه د خپل ژوند په بیابان (د شمې وجود) کې روانه وه ؛ په پښو کې یې اغزی (تار) ولاړ؛ خو دې ددې لپاره چې دا اغزی وچ نشي، د خپلو بڼو (شغلې) اوښکې (ویلې شوی موم) یې ورکړې؛ پدې اوښکو ( موم) دا اغزی (تار) د شمې له سره راوواته. ددې ځوانمردۍ پایله دا شوه، چې اوس نو پدې سفر کې د شمې خپله سترګه ( لمبه) رڼا کوي او بل څراغ ته اړتیا نلري. شاعر ځکه راته وایي، چې د ژوند له بیابانه د تیریدو پر مهال د شمې طریقه مه هیروه. یانې دومره ځوانمرد شه، چې له خپلو دښمنانو سره هم ښه کوه. په پښو کې تللیو اغزیو ته اوښکې ورکوه، بیا به نو تاته د رڼا اړتیا نه وي، خپلې سترګې به دې رڼا کوي.»
خو که د بيت سمې بڼې:
ﺯ طريق شمع غافل مگذر در این بیابان
مژه آب ده ز خاری که بپا خلیده باشد
ته وګورو، معلوميږي چې بيدل را ته وايى: د ژوند له بيابانه د تېريدو په وخت کې د شمې د سفر طريقه مه هېروه. خپلې سترګې له هغه اغﺯي څخه آبياري کړه(لمدې وساته) چې ستا په پښه کې تللى دى. يعنې د ژوند سختۍ او کړاوونه په فرصتونه بدل کړه ترڅو د منﺯل لار دې پرې رڼه شي. لکه د شمې په پښو کې چې د ژوند په دښته (د شمې وجود) کې د سفر په مهال اغزی(تار) ولاړ. مګر شمه له سفره پاتې نشوه، بلکې همدا اغﺯى يې د سترګو د نور (د شمې د لمبې رڼا) يا د لارې د مشال ﺫريعه وګرځوله چې په وسيله يې خپل منﺯل ته ورسېده.
بيت په همدې موضوع نور بيتونه هم لري چې کم نه دي:
بیدل ز جوش آبله ام در ره طلب
گوهر فروش شد چو صدف گوش نقش پا
یا
واصلان را سرمه می باشد غبار حادثات
چشم ماهی از سواد موج دریا روشن است
یا
پر آسان است از این دریا گذشتن
ز پشت پا اگر پل می توان کرد
تمه ده چې د کتاب په راتلونکي چاپ کې ياد مورد اصلاح شي.
اخځليکونه:
سل بهاره حسن- ډاکټر احسان الله درمل
کلیات دیوان بیدل دهلوی- تصحیح خال محمد خسته و خلیل الله خلیلی