تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۱۵ مه) د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، شاهرخ ګلیاموف، وایي د افغان ـ ټرانس ترانزیتي دهلېز د اقتصادي او تخنیکي امکانسنجۍ بهیر فعال پړاو ته داخل شوی او تمه ده چې د روان میلادي کال تر پایه بشپړ شي.
ګلیاموف د «ترمذ خبرو اترو» په دوهمه غونډه کې وویل چې د دې سترې سیمهییزې پروژې پر طرحې کار نوې مرحلې ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه: «موږ د پروژې د امکانسنجۍ د چمتو کولو فعال پړاو ته داخل شوي یوو او خپل ټیم ته مو د روان کال تر پایه وخت ټاکلی، څو حکومتونو ته روښانه او مشخص معلومات وړاندې شي او د پروژې راتلونکی مسیر معلوم شي.»
د نوموړي په وینا، د پروژې اړوند میداني سروې او تخنیکي ارزونې هم پیل شوې دي.
د ازبکستان دغه چارواکي افغان ـ ټرانس دهلېز د سیمې له مهمو او ستراتیژیکو پروژو څخه وباله او ویې ویل چې دا پروژه به د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلونې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
ګلیاموف همداراز وویل چې دا پروژه ښايي په راتلونکي کې یوازې په یوه ترانزیتي مسیر پورې محدوده نه وي، بلکې د افغانستان دننه په یوې پراخې ترانسپورټي شبکې بدله شي.
هغه ټینګار وکړ چې دا پروژه د پراخو سیمهییزو همکاریو په چوکاټ کې پر مخ وړل کېږي او له قزاقستان، قرغیزستان، چین او ازبکستان د رېللارې له پروژې سره هم تړاو لري.
د «ترمذ خبرو اترو» دوهمه غونډه د پنجشنبې په ورځ په تاشکند ښار کې د شاوخوا ۱۵۰ دولتي استازو او نړیوالو بنسټونو په ګډون پیل شوه او د شنبې تر ورځې پورې به دوام ولري.