Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان له لارې د رېللارې پروژه لا هم تر بحث لاندې...

د افغانستان له لارې د رېللارې پروژه لا هم تر بحث لاندې ده

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۱۵ مه) د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اوورچوک ویلي، سره له دې چې سیمه له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخامخ ده د افغانستان له لارې د رېللارې جوړولو پروژه، ، لا هم په جدي ډول تر بحث لاندې ده.

نوموړي د سن پترزبورګ نړیوال اقتصادي فورم پر مهال وویل چې په ځانګړي ډول د هرات له لارې لوېدیځ مسیر د سیمې د ترانزیت او اقتصادي همکاریو لپاره مهم بلل کېږي.

اوورچوک زیاته کړه چې دا طرحه یوازې د رېلګاډي پټلۍ نه ده، بلکې د پایپ لاینونو او ترانزیتي سړکونو په څېر نورې بنسټیزې پروژې هم پکې شاملې دي.

هغه ومنله چې په سیمه کې شخړې او امنیتي ستونزې د دغو پروژو د پرمختګ بهیر ورو کوي، خو ټینګار یې وکړ چې د ترانسپورتي او لوژستیکي لارو د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي.

د سن پترزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د احمدالله وثیق په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی هم ګډون لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«توت‌شکم‌پاره» یونستالژیک یاد | اصف بهاند

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه...