ژباړه: مصطفی صفا
لمر تازه راختلی و او د سمندر په آرامو څپو یې طلايي دوړې پاشلې. د سمندر غاړې ته نږدې د کبنیونې کښتۍ غوپې وهلې چې یو دم د سمندري مرغانو غږ په هوا کې خپور شو. په زرګونو مرغان وو، لوږې په مخه کړي وو، هاخوا دې خوا یې په خوړو دانو پسې حملې کولې او له یو بل سره جنګېدل.
په دې ډول یوه بله ورځ پیل وه، خو له ساحل او کښتۍ هاپلو یکېیوازې جاناتان لیوینگسټن سمندري مرغه په تمرین بوخت و. په هوا به شو، پردهدارې پښې به یې په ځان پورې راغونجې کړې، غاړه به یې نېغه کړه او هڅه یې کوله چې خپل وزرونه د لیندې غوندې پراخ او کاږه ونیسي. یو سخت او لانجمن کار و. د وزرونو دې حالت یې الوت سوکه کړی و. داسې یې احساسوله، لکه سمندر چې یې تر وزرونو لاندې بېحرکته ولاړ وي.
یوه شي ته سخت ځیر و، سترګې یې تنګې او ساه یې په سینه کې بنده کړه. غوښتل یې لږ څه زیات خپل وزرونه شخ او د لیندې غوندې ونیسي او بیا یې وڅرخوي. سرعت یې کم شو، بېخي کم. تردې چې بېحرکته شو او راولوېد.
تاسې پوهېږئ، د سمندري مرغانو آرام نهشته، چې یې ګورئ؛ په هوا کې وزرونه وهي، ته وا ناستی او آرام ورته شرم دی.
خو جاناتان په دې کیسو کې نهو. یو ځل بیا یې په هوا کې وزرونه د لیندې غوندې کاږه کړل. سخته لوبه وه، د سرعت کمېدل وو، تر دې چې بیا په هوا کې ودرېد. په چا دې منل! هغه له نورو مرغانو جلا و.
د زیاتره سمندري مرغانو ستره توره دا ده چې تش والوزي او په څه خوراکمَراک پسې له یوه ځایه بل ته ودانګي. د هغوی لپاره الوتل د خېټې مړولو معنا لري، خو د جاناتان لپاره خوراک مهم نه و، هغه په الوت مَین و او په دنیا کې همدا یو کار ورته کار و.
دی له څه وخت وروسته پوه شو چې دا فکر به یې د نورو مرغانو خوښ نهشي، حتی مور او پلار یې هم دې کار ته حیران او اندېښمن وو، چې له سهاره تر ماښامه به یې له نورو مرغانو جلا، یکېیوازې د لوړو او ځوړو الوتلو تمرینونه کول.
ډېر څه ورته سخت وو، مثلاً کله چې به د سمندر پر مخ ډېر ټیټ الوت او غوښتل به یې چې په لږه هڅه د ډېر وخت لپاره په هوا کې پاتې شي. وزرونه او پښې به یې له اوبو سره لګېدې او نږدې به و، چې راولوېږي، خو بېرته به یې پښې ورټولې کړې او د اوبو پر مخ به یوه اوږده سیخه لیکه ورپسې جوړه شوه. په همدې ډول به د سمندر غاړې ته ورسېد، پښې به یې په رېګونو کې کېښودې او ګامونه به یې واخیستل…
دی چې له ساعتونو ساعتونو ځنډ وروسته د خپل مور او پلار خوا ته ورغی، مور یې ترې وپوښتل: «جانه! ولې د نورو غوندې نهشې کېدای؟ ولې له ورو او ټیټې الوتنې لاس نهاخلې؟ ولې د پلیکانو او آلباتروسانو چمونه کوې؟ ولې خوراک او څښاک ته پام نهکوې؟ زویه! له ډنګرتوبه یو موټی هډوکي پاتې یې!»
ده ورته کړل: «زما چاغتوب او ډنګرتوب مهم نه دی، مهمه دا ده چې په هوا کې څه کولی شم؟»
پلار یې ورته وویل: «جاناتانه! ژمي ته ډېر وخت پاتې نهدی، هغه کبان چې اوس د اوبو سر ته نږدې لامبي، نور ښکته ځي. که زدهکړه غواړې، نو د کبانو نیول او ښکارول تر الوتلو ښه دي. دا چې ته سوکه او آرام الوت زده کوې، دا به دې خېټه مړه نهکړي. د الوتلو موخه، خواړه پیدا کول دي!»
جاناتان د ماشوم غوندې سر ورته وخوځاوه او نور یې څه ونهویل…
بله ورځ یې د نورو مرغانو په څېر الوتل پیل کړل، هماغسې یې په خوړو دانو پسې یرغل کاوه او له مرغانو سره یې مښوکه اچوله، خو څو ساعته لا نهو تېر شوي چې دغه کار یې زړه وواهه. یو کوچینی کب یې چې ښکار کړی و، یوه زاړه مرغه ته چې وږی ناست و، ډالۍ کړ او له ځان سره یې وویل، یوازې خېټه ډکول او د هغو لپاره بیا دومره ټېل ماټېل بېمعنايي ده. په ژوند کې یوه نړۍ نور څه هم شته چې باید زده یې کړم…
یو ځل بیا یې یوازېتوب ته پناه یووړه. د سمندر وړاندې څنډې ته لاړ. آزاد، خوشحاله او ځواکمن پیل یې وکړ. څو اونۍ یې په تمرین تېرې کړې او سرعت یې دومره زیات کړ، چې ځینې وخت به یې د غرونو د باز غورځنګونه کول، خو دا بریا له ستونزه خالي نه وه. یوه ورځ ډېر لوړ والوت او فکر یې کاوه چې د خپلې قبیلې په مرغانو کې به دومره لوړ الوت چا نهوي کړی، د غرور احساس یې وکړ، خو په همدې شېبه کې یې یو دم ساه ودرېده، وزرونه یې مړاوي شول او ښکته راخطا شو.
کله چې راپههوښ شو، نیمه شپه وه، د سپوږمۍ په رڼا کې یې د سمندر پر مخ غوپې خوړلې. وزرونه یې لکه د سربو چې وي، درانه او شخ پَخ وو، خو د ناکامۍ غم یې تر دې هم دروند و. په زړه کې ورتېره شوه، کاشکي دغه دروندوالی دومره زیات شي چې د اوبو تل ته مې ورسوي او هر څه پای ته ورسېږي!
همدا شېبه یې په ذهن کې یو عجیبه غږ راپورته شو: «باید په هوايي خیالونو ځان ونهغولوم، زه سمندري مرغه یم، بل څه کېدلی نهشم، پلار مې ښه ویل، باید له خپلې ډلې سره والوزم او څه چې یم، پرې راضي واوسم.»
په ډېر کړاو له اوبو راوالوت او د سمندر په وچه څنډه کېناست. آرامي یې احساس کړه، ستوري او سپوږمۍ په سمندر کې ښکارېدل، څپې تلې راتلې او هرڅه ورته آرام او په زړهپورې وو…
ډېرې شېبې غلی ناست و، دمه یې جوړه شوه. څو ځله یې شاوخوا ته وکتل، ناڅاپه یې وزرونه سره ووهل او پرته له دې چې د ځان، ماتې او مرګ په اړه فکر وکړي، لکه د توپ ګولۍ د سمندر پر سر روان شو. وزرونو یې هوا څیرله او دی په خپلو خیالونو کې ورک و… تر دې چې لمر راوخوت، دی لا هم په هوا کې و او دومره لوړ الوتی و، چې ښکته یې د مرغانو سېلونه د ورېځو د څپو غوندې لیدل…
کله چې له هوا راښکته شو، سخت ستړی و، خو دا چې په خپله وېره یې بری موندلی و، یوې خوشحالوونکې جذبې یې بدن لړزاوه. له ځانه سره یې وویل: «اوس مې ژوند ارزښتمن شوی دی. دا چې ټوله ورځ تر بېړیو هاپلو دا پلو والوزم او خپله ججوره وپالم. د خپل زړه منلی او آزاد اوسېدلی شم.»
دی چې ډېرې ورځې له خپلې ډلې جلا و او ځینو مرغانو چې د ده چټک الوت او بېباکي لیدلې وه، دی یې هم شکمن کړی و، چې هسې نه د نورو مرغانو تر نیوکې لاندې راشم او خبرې راپسې جوړې کړي!
بیا یې ځان ته ډاډ ورکړ: «زه د نورو په خبرو پسې نهګرځم، د دوی ویاړ به څه کړم؟»
کله چې د خپلې ډلې خوا ته ورسېد، لکه ده چې فکر کاوه، هماغسې وشول. د ډلې مشر پرې راغږ کړ: «تا زموږ د پلرونو او نیکونو دود پرېښی او له ډلې مو لرې ګرځې. اوس رانږدې شه چې نور مرغان دې سرټیټی او زهیر وویني!»
جاناتان چې دا خبره واورېده، پښې یې سستې شوې، د زړه درزا یې زیاته او غوږونه یې ډپ غوندې شول. په همدې حال کې یې ورغبرګه کړه: «دا څه د شرم خبره ده؟ څوک چې زما هنر هېڅ ګڼي، تېروتنه کوي!»
ګڼهار شو او دا یوه خبره زمزمه کېدله چې تا زموږ د خاندان اصول تر پښو لاندې کړي دي… د ډلې د مشر غږ شو: «جاناتانه! یوه ورځ به پوه شې چې بېمسئولیتي ښه پایله نهلري. ژوند ډېر ناپېژندویه دی او موږ یې په اړه ډېر نهپوهېږو، لږ څه مو چې سر خلاصېږي، هغه دا دی چې باید خېټه ډکه کړو او ژوندي پاتې شو.»
د مرغانو د مشر پر وړاندې ځواب ویل، بېخي نادوده وه، خو جاناتان پورته شو او ورته ویې ویل: «د څه شي بېمسئولیتي؟ د هغه مرغه په پرتله د چا چلند مسئولانه دی چې د ژوند یوه بله لار یې موندلې ده؟ زرګونه کاله په یوه مړۍ خوړو پسې منډې وهو، اوس چې څوک بدلون غواړي او له دغه تکراره د وتلو هڅه کوي، هغه بېمسئولیته شو!؟»
د مرغانو ترمنځ شورماشور شو او بالاخره یې جاناتان ته وویل چې ورورولي مو نوره ختمه شوه!
جاناتان مخهښه ورسره وکړه. یکېیوازې د سمندر په لور والوت او له سترګو پناه شو، له یوې خوا یې آزادي احساس کړه، خو له بلې خوا دا خفګان ورسره شو چې که هرڅومره لوړ والوزي او هرڅومره بریا تر لاسه کړي، بیا یې هم خپل خېل ورسره نه مني. دی چې په هوا کې تر ورېځو پورې ورسېد، له ځانه سره یې وویل: «زموږ د مرغانو عمر وېرې، غوسې او غم ورلنډ کړی دی.»
جاناتان له څو ورځو تمرینونو وروسته د مرغانو له یوې بلې ډلې سره مخ شو، چې د ده غوندې په الوت مَین وو. له هغوی سره یې خبرې وکړې او ورسره ملګری شو. یوه ورځ یې د دغو مرغانو له یوه مخکښ غړي سره کیسې کولې. هغه ورته وویل: «د سمندر په شاوخوا کې په میلیونونو مرغان بېهدفه او بېمقصده ګرځي او د خپلو زړو عادتونو قربانیان دي. موږ هم سل پېغوره واورېدل، سل ځله ستړي شوو او سل لانجې مو تر شا پرېښودې چې د خپلې ارادې او کمال ژوند وکړو.»
بله ورځ یې له یوه بل مرغه سره د زړه خواله کول. هغه ورته وویل: «د یوه مرغه چې کوم لوري په ذهن کې وي، په هماغه خوا یې وزرونه ښه کار کوي.» بله خبره یې ورته دا وه وکړه: «کوم مرغه چې لوړ الوتلی شي، هغه لرې ځایونه لیدلی شي.»
جاناتان له ګڼو مخکښو مرغانو سره وپېژندل او له هغوی څخه یې د الوتلو بېلابېلې طریقې زده کړې. یوه ورځ یوه ځوان مرغه ورته وویل: «موږ ټول په حقیقت کې د یوه ستر او پر ځان واکمن مرغه څرک یو. له کمال او استادۍ ډک الوت مو رښتینی شخصیت رابرسېره کوي.»
جاناتان ورته وویل: «زموږ ټول وجود، د یوه وزر له څوکې د بل وزر تر څوکې، زموږ د افکارو له انعکاس پرته بل څه نهدی. که د خپلو افکارو ځنځیرونه مات کړو، نو په پر ځان به مو راچاپېره ځنځیرونه هم وشلېږي.»
جاناتان به هره ورځ له څو همنظره سمندري مرغانو سره تمرینونه کول او کله چې به ستړی شول، د سمندر په شګلنه غاړه به کېناستل او بنډار به یې کاوه. یوه ورځ یې د سمندر په غاړه نورو مرغانو ته وویل: «رښتینی قانون هماغه دی چې آزادي رامنځته کړي.» بل مرغه ورته کړل: «یو اصیل مرغه باید تر خپلې زمانې کلونه کلونه مخکې وي.»
له مرغانو سره په ناسته ولاړه کې د جاناتان دغه وینا مشهوره وه چې ویل به یې:
«په نړۍ کې تر دې سخت کار نهشته چې یو مرغه په خپله آزادۍ قانع کړې.»
یوه ورځ چې جاناتان د سمندر څپو ته کتل، یوه بوډا مرغه ورته وویل: «څه چې دې سترګې ویني، باور پرې مهکوه، سترګې یوازې محدودیت ویني، د خپل روح په بصیرت باور ولره. هغه حقیقت ته ورسېږه چې د وجود په ژورو کې دې پټ دی، ته د همغه له برکته الوزې.»
یوه ورځ چې له خپلو ملګرو سره په ډېره لوړه فضا کې ګرځېده، د فلیچر په نوم یوه مرغه ورته وویل:
«یو سمندري مرغه په واقعیت کې د ناپایه آزادۍ مفهوم دی.»
دوی په هوا کې تاوېدل او داسې ښکارېدل لکه د زدهکړې یوه ستره مسابقه چې یې پیل کړې وي.
پای