Home+ولې ډیورنډ رسمي کرښه نه ده؟ | صفیه وردګ

ولې ډیورنډ رسمي کرښه نه ده؟ | صفیه وردګ

د نړیوال قانون له مخې سرحد هغه نښه یا کرښه ده چې د دوو هېوادونو تر منځ د حاکمیت او قلمرو حدود ټاکي. دغه نښه یا کرښه کېدلی شي طبیعي وي لکه د دوو هېوادنو تر منځ سیند، بحر یا غرونه، او کېدلی شي چې مصنوعي هم اوسي. لومړی هېوادونه یوه کرښه او یا نښه د خپل سرحد په توګه ټاکي او بیا یې ملګري ملتونه او نړۍ په رسمیت پېژني. سرحدونه د هېوادنو تر منځ د قضایي، سیاسي او جغرافیایي واک حدود ټاکي.

د ډیورنډ کرښه په ۱۸۹۲ کال له رامنځته کېدو سره سم تر نن ورځې په یوې پېچلې مسألې بدله شوې ده او په اړه یې ګڼ نظرونه شته. زه په دې لیکنه کې کوښښ کوم دا ټکی واضح کړم چې ولې ډیورنډ یو نړۍوال سرحد نه دی؟

 

لومړی که فرض کړو د افغانستان امیر له مارتیمر ډیورنډ سره د ډیورنډ معاهده امضا کړې نو دا باید ثابته وي چې دغه د تړون به بیا د هغه وخت د برېټېش انډیا او افغانستان تر منځ وي کوم وخت چې اوسنی پاکستان نه و موجود، نو له حقوقي پلوه په دغه معاهده کې پاکستان هیڅ حقوقي ارزښت نه لري. که برعکس یې فرض کړو او دا احتمال چې هو پاکستان په دې معاهده کې حقوقي ارزښت لري، نو بیا ولې بار -بار د پاکستان دولت د افغانستان له هر حکومت څخه د دې کرښې د رسمیت غوښتنه کړې ده؟ د دې تر څنګ ښایي علت دا وي چې هیڅ داسې رسمي سند نشته چې وښیي ډیورنډ دې امیر امضا کړی وي.

 

له ځینو سره ښایي دا فکر وي چې ملګري ملتونه او د نړۍ زبرځواکونه دا کرښه د نړۍوال سرحد په توګه مني او په نړۍواله نقشه کې هم رسمیت لري، نو په دې اساس دا کرښه رسمي کرښه ده، خو غواړم یوه ډېر مهم ټکي ته ستاسې پام راړوم او هغه دا چې د ځمکنیو واقعیتونو په اساس دا خبره سمه ده خو بیا هم دا ټول معیارونه د دې کرښې د رسمیت شرایط نه پوره کوي او هغه ځکه چې کله چې هم یوه کرښه د هېوادونو د سرحد په توګه نړۍوال رسمیت پیدا کوي مخکې له ابر قدرتونو او ملګروملتو بیا دغه دواړه هېوادونه دا کرښه په رسمیت وپېژني دا هغه معیار او شرط دی چې ډیورنډ کرښه یې نه لري ځکه چې هیڅ افغان حکومت دا کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې او کله چې حتی یو هېواد هم کرښه د رسمي کرښې په حیث ونه مني هغه کرښه حقوقي اعتبار له لاسه ورکوي.
هو ډیورنډ د نقشې پرمخ کرښه ده، خو هیڅ ډول حقوقي اعتبار نه لري.

 

متأسفانه چې د دې کرښې په اړوند تر اوسه ټول شته تصمیمونه د دولتونو او حکومتونو په سطح ترسره شوي او د دې کرښې دواړه خواوو ولسونو ته هیڅ وخت غوږ نه دی اېښودل شوی او د دوی رایه نه ده اورېدل شوې. زما په نظر د ډیورنډ کرښه د دولتونو له سویې پورته مسأله ده او په ولسونو پورې تړاو لري او په دې اړه به پرېکړه هم یوه ورځ ولسونه کوي.

 

زمونږ هېواد ضعیفه دی خو د دې مسألې اړوند زمونږ حیثیت په دې قوي دی چې هیڅ افغان حکومت پاکستان ته تر اوسه قباله په لاس کې نه ده ورکړې، هر کله چې مونږ د یو قوي او په ځان بسیا افغانستان څښتنان شوو بیا به دې مسألې ته حل راوباسو.

 

ډیورنډ په یو تاریخي تصادف کې رامنځته شوې پېښه ده، خو دلته شته خلک او ولس په طبیعي ډول له پېړیو موجود وو، تاریخ وایي چې هره هغه پېښه چې په یو تاریخي تصادف کې رامنځته شي په یو بل تاریخي تصادف کې بېرته له منځه ځي، خو برعکس په طبیعي مسیر جوړ شوی ولس او ملت هیڅکله له منځه نه ځي او پایدار وي.
صفیه وردګ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

ورځنۍ مطالعه ستاسو مفکورې یا فکر ته پرمختګ ورکوي او ستاسو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کوي، ځکه ورځنۍ مطالعه ستاسو علم زیاتوي،...