تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۱۵ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) خبرداری ورکړی چې د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي وچکالۍ او د اوبو کمښت اغېزمن کړي دي او د اقلیمي بدلونونو زیاتېدونکی بحران د میلیونونو خلکو ژوند ګواښي.
یوناما د چاپېریال د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، پرلهپسې وچکالیو، د اوبو د سرچینو کمېدو، سېلونو او د چاپېریال ویجاړېدو پر هغو ټولنو فشار زیات کړی چې له مخکې له بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
یوناما یادونه کړې، په ګڼو سیمو کې کرنیز حاصلات له منځه تللي او د اوبو کمښت د ځمکو او اوبو پر سر سیالي زیاته کړې ده.
د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ یو بزګر وایي: «تېر کال سیند هغه وخت وچ شو چې اوبو ته مو ډېره اړتیا لرله، او سږ کال بیا سېل راغی او نیم حاصلات یې له منځه یوړل.»
په جنوبي ولایتونو لکه کندهار، روزګان، هلمند، نیمروز او زابل کې د وچکالۍ، د بارانونو د کمښت او تر ځمکې لاندې اوبو د بېدرېغه ایستلو له امله وضعیت ډېر اندېښمنوونکی بلل شوی.
په ډېرو سیمو کې سیندونه وچ شوي، د اوبوخور دودیز سیستمونه له کاره لوېدلي او خلک اړ شوي چې ژورې څاګانې وکیندي.
د اوبو کمښت د کرنیزو تولیداتو د کمېدو، د څښاک پاکو اوبو د کمښت او د ځینو کورنیو د بېځایه کېدو سبب شوی دی.
سېلونه او چاپېریالي ستونزې
یوناما وایي، په لوېدیځو ولایتونو کې لکه غور او فراه کې وچکالي دوام لري، خو ځینې نورې سیمې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلونو شاهدې دي چې کورونه، کرنیزې ځمکې او زیربناوې یې زیانمنې کړې دي.
همدارنګه، په مرکزي او ختیځو ولایتونو کې سېلونه زیات شوي او د هېواد په جنوب کې د دوړو سختو توپانونو کرنیزو حاصلاتو او د خلکو روغتیا ته زیان رسولی دی.
د ځنګلونو وهل او د هوا ککړتیا
یوناما وایي چې په کونړ، نورستان او لوګر ولایتونو کې د ځنګلونو وهل د سېلونو او ځمکې ښوېدنې پر وړاندې طبیعي خوندیتوب کم کړی دی.
دغه راز، ناقانونه کانکیندنه د ځمکو د ویجاړېدو او د اوبو د ککړتیا سبب شوې ده.
په کابل کې په ژمي د هوا ککړتیا لا هم یوه جدي روغتیايي ستونزه بلل کېږي، چې لاملونه یې د ټیټ کیفیت سونتوکو استعمال او د کثافاتو ناسم مدیریت ښودل شوي دي.
د حل لارې او راتلونکې
یوناما د قوش تېپې کانال پروژه د اوبو لګولو له سترو پروژو څخه بللې چې موخه یې د آمو سیند اوبه شمالي ولایتونو ته لېږدول او د کرنې پراختیا ده.
همداراز، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت لرونکو نباتاتو کرل، د اوبو لګولو د طریقو ښه کول او د اوبو د زېرمه کولو سیستمونه د اقلیمي بحران د اغېزو د کمولو لپاره مهم ګامونه ګڼلي دي.
یوناما ټینګار کړی چې افغانستان، سره له دې چې د نړۍ د ګلتوني ګازونو په تولید کې ډېره کمه ونډه لري، لا هم د اقلیمي بدلونونو له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی، او د دې بحران اغېزې د بېوزلۍ، بېځایه کېدو او خوراکي ناامنۍ ستونزې لا پسې ژوروي.