تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۲ مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، هالنډ د افغانستان له بشري صندوق (AHF) سره د ۱۶ میلیون یورو، چې شاوخوا ۱۸.۲۹ میلیون امریکايي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.
اوچا په ټولنیزه شبکه «اېکس» کې ویلي، دغه مرسته به په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د برابرولو او له زیانګالو او اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ولګول شي.
اوچا د هالنډ له دوامدار ملاتړ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول مرستې د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډېرې مهمې دي.
پرون اروپايي ټولنې اعلان کړی و چې د اغاخان بنسټ (AKF) ته ۱۰ میلیونه یورو ورکوي، څو په افغانستان کې د ۱۳.۵ میلیون یورو په ارزښت د «انعطاف، ټولشموله پراختیا، ودې او اقتصادي پیاوړتیا» (BRIDGE) نوښت پلی کړي. د دې نوښت پاتې ۳.۵ میلیون یورو به اغاخان بنسټ برابر کړي.
دا درې کلن پروګرام به په افغانستان کې په ۱۰ ولایتونو کې د بېځایه شویو خلکو د بیا مېشتېدو او اوږدمهاله اقتصادي پیاوړتیا، ټولنیز ثبات، یووالي او اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.
د ۳۶ میاشتو په موده کې به له دې پروګرام څخه په مستقیم ډول ۸۳،۱۹۷ کسان او په غیرمستقیم ډول ۵۸۲،۳۷۹ کسان ګټه واخلي. په دې پروګرام کې به پر ځوانانو، ښځو، زیانګالو کوربه ټولنو، راستنېدونکو او کورنیو بېځایه شویو کسانو ځانګړی تمرکز وشي.
جاپان په افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره ۹.۴ میلیونه ډالر ورکوي
جاپان په افغانستان کې له نشهيي توکو سره د مبارزې لپاره د دوو کلونو په موده کې د ۹.۴ میلیون ډالرو مالي مرسته اعلان کړې ده.
د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر (UNODC) په وینا، دا پروژه به د بدخشان، بادغیس، هلمند، کندهار او تخار په ولایتونو کې د ۲۰۲۶ کال له سپټمبر څخه تر ۲۰۲۸ کال پورې پلې شي.
د پروژې له لارې به شاوخوا ۸ زره پخوانیو کوکنارو کرونکو کورنیو ته د بدیل عاید زمینه برابره شي چې نژدې ۵۶ زره کسان به ترې ګټه واخلي. همداراز، شاوخوا ۴۵ زره هغه کسان به د نشهيي توکو د مخنیوي، درملنې، بیارغونې او بیا ادغام په برخو کې مرسته ترلاسه کړي چې د نشهيي توکو له استعمال سره مخ دي یا یې له خطر سره مخامخ دي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر کینچي ماساموتو ویلي، د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ګډ هدف او مسوولیت دی.