د افغانستان د معاصر تاریخ پاڼې داسې بېلګې لري چې ښيي یوازې ملي ارمان، سیاسي اراده او د خپلواکي ترلاسه کول د نظام د بریالیتوب او د خپلواک پاتې کېدو ضمانت نشي کېدای. ښه حکومتولي داسې وي چې د خپلو موخو ترڅنګ د ټولنې کلتوري او سیاسي جوړښت، د دولت اداري ظرفیت، اقتصادي امکانات، سالمې نړيوالې، په سيمه ييزه او نړيواله کچه جیوپولیتیکي واقعیتونه هم په پام کې ونیسي. په معاصر چاپيريال کې خپلواکي یوازې د بهرني ځواک له مستقیم نفوذ او پوځي حضور څخه خلاصون نه دی؛ بلکې د نظام وړتیا هم ده چې خپلې ملي پرېکړې په خپله وکړي، په کور د ننه مشروعیت ولري، اقتصادي او اداري ظرفیت ولري، د سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو ترمنځ د سیالي پر مهال د خپلو ملي ګټو لپاره د مناسب مانور لپاره ساحه وساتي.
د غازي امان الله خان او محمد داوود خان تجربې په دې برخه کې ځانګړی اهمیت لري. د امان الله خان دوره تر ډېره د افغانستان د خپلواکي د ترلاسه کولو او د یوه خپلواک دولت د جوړولو له هڅو سره تړلې ده، په داسې حال کې چې د داوود خان دوره د خپلواکي ساتلو او د بهرني نفوذ د کمولو د هڅو یوه مهمه بېلګه ده. د دواړو تجربو ترمنځ نږدې نیمه پېړۍ واټن موجود دی، خو ګډ درس یې دا دی چې خپلواکي ترلاسه کول یو تاریخي پړاو دی، خو خپلواک پاتې کېدل د یوه پیاوړي، مشروع او له واقعیتونو سره د برابر نظام تلپاتې هڅو ته اړتیا لري.
امان الله خان؛ د خپلواکي ترلاسه کول او د معاصر نظام جوړولو هڅه
غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ کال کې د افغانستان له بهرني نفوذ څخه بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه. دا د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه ستره تاریخي لاسته راوړنه وه او د هېواد د ملي حاکمیت لپاره یې نوی پړاو پرانیست. خو امان الله خان یوازې د بهرني سیاست په برخه کې په خپلواکي بسنه ونه کړه؛ هغه هڅه وکړه چې د خپلواک افغانستان لپاره یو عصري دولت جوړ کړي.
د امان الله خان اصلاحاتي پروګرامونه د ادارې اصلاح، د زدهکړو پراختیا، اقتصادي پرمختګ، د دولت د بنسټونو پیاوړتیا او د عصري نظام جوړولو په شاوخوا متمرکز وو. د دغو اصلاحاتو ډېری موخې د افغانستان د اوږدمهاله پرمختګ له اړتیاوو سره همغږې وې، خو د اصلاحاتو د موخو ترڅنګ د هغوی سرعت، د تطبیق څرنګوالی او د حکومت په لاس کې د شته وړتیاو ارزونه هم مهمه وو.
افغانستان هغه مهال تر ډېره کلیوالي او دودیز ټولنیز جوړښت درلود. دولت محدود اداري او مالي ظرفیت درلود او په ډېرو سیمو کې سیمهییز، قبایلي او مذهبي جوړښتونه د ټولنیز نفوذ مهم مرکزونه وو. په داسې شرایطو کې د چټکو اصلاحاتو یوه برخه د ټولنې له دودیزو جوړښتونو سره د ټکر سبب شوه. د ۱۹۲۴–۲۵ کلونو د خوست پاڅون د حکومت لپاره یو مهم خبرداری و، خو له اروپا څخه تر راستنېدو وروسته امان الله خان په ۱۹۲۸ کال کې د لا پراخو اصلاحاتو د عملي کولو هوډ وکړ.
ستونځه یوازې په دې کې نه وه چې اصلاحات «سم» یا «ناسم» وو؛ اساسي مسئله دا وه چې ایا دولت د دغو بدلونونو د تطبیق لپاره کافي اداري ظرفیت، مالي امکانات او ټولنیز ملاتړ درلود که نه. د ټولنیز تفاهم کمښت، د اصلاحاتو د تطبیق ستونځې او له ځینو دودیزو جوړښتونو سره ټکر د حکومت پر وړاندې مخالفتونه زیات کړل. په پای کې د دولت کمزورتیا، داخلي پاڅونونه او سیاسي بحران د امان الله خان د حکومت د سقوط عوامل وګرزيدل.
د امان الله خان د حکومت سقوط یوازې د داخلي عواملو له لارې هم نه شي تشریح کېدای. افغانستان له خپلواکي وروسته هم د سیمې د ځواکمنو هېوادونو په جیوپولیتیکو محاسبو کې مهم ځای درلود. د ۱۹۲۸–۲۹ کلونو د بحران پر مهال د برتانوي هند او د افغانستان د مخالفو جریانونو ترمنځ د اړیکو او تعامل په اړه تاریخي بحثونه شته. خو د سقوط په تحلیل کې باید د داخلي بحران، ټولنیزو مخالفتونو، د دولت محدود ظرفیت او د سیاسي مشروعیت د ستونځې اساسي اهمیت له پامه ونه غورځول شي. بهرنی چاپېریال او د سیمهییزو قدرتونو ګټې د بحران په پراخېدو او شدت کې رول درلودلاى شي، خو بهرنی عامل هغه مهال ډېر اغېزمن کېږي چې په کور د ننه ورته مناسب چاپيريال موجود وي.
غازي امان الله خان سیاسي خپلواکي ترلاسه کړه، خو د هغې د دوام لپاره د داسې دولت جوړول چې له ټولنې سره سیاسي او ټولنیز تفاهم ولري، لا بشپړ شوي نه وو. یعنې د خپلواکي ترلاسه کول بریالی شوی و، خو د خپلواکي د ساتلو لپاره اړین دولتي او ټولنیز بنسټونه لا هم کمزوري وو.
داوود خان؛ د خپلواکو پرېکړو او خپلواک پاتې کېدو هڅه
څو لسیزې وروسته، محمد داوود خان په ۱۹۷۳ کال کې سلطنت نسکور او جمهوریت یې رامنځته کړ. د هغه د حکومت یوه مهمه ځانګړتیا دا وه چې هڅه یې کوله د افغانستان د بهرني سیاست د انډوليز کولو ساحه پراخه کړي. هغه نه غوښتل افغانستان د يوه بهرني ځواک په ستراتیژیک دهليز کې د ننه پاتې شي، بلکې هڅه یې کوله له ایران، سعودي عربستان او نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي او د افغانستان په بهرنی سیاست کې انډول رامنځته کړي.
داوود خان له شوروي اتحاد سره اړیکې پرېکول نه غوښتل. شوروي اتحاد لا هم د افغانستان مهم اقتصادي او پوځي شریک و، خو داوود خان هڅه کوله چې د دغو اړیکو ترڅنګ د نورو هېوادونو له لارې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي انتخابونو ساحه پراخه کړي. د نوموړي هدف دا و چې افغانستان د یوه زبرځواک له سیاسي نفوذ لاندې محدود نه شي او د خپلو ملي ګټو پر بنسټ د بهرني سیاست د پرېکړو واک او وړتيا ولري.
په دغه چوکاټ کې په ۱۹۷۷ کال کې په مسکو کې د داوود خان او لیونید بریژنیف ترمنځ ترخې خبرې باید یوازې د شخصي احساساتو له زاویې څخه ونه ارزول شي. داوود خان د افغانستان د خپلواک تصمیم او ملي حاکمیت پر اصل ټینګار کاوه او نه یې غوښتل شوروي اتحاد د افغانستان د بهرنیو اړیکو یا کورنيو چارو په اړه د امر کولو حق ولري. د هغه سیاست په اصل کې د دې هڅه وه چې افغانستان په اړیکو کې د تنوع رامنځته کولو له لارې د خپلو پرېکړو ساحه پراخه کړي.
خو په بهرنيو اړيکو کې د دغه بدلون هڅه له یوې کورنۍ دسيسې سره وتړل شوه او د سیاسي تحول لامل وګرزېده.
په ۱۹۷۸ کال کې د ثور کودتا د داوود خان حکومت نسکور کړ او نوموړی د خپلې کورنۍ د غړو په ګډون ووژل شو. د خلق دموکراتیک ګوند واک ته ورسېد او افغانستان د یوه داسې سیاسي نظام پر لور روان کړ چې له ټولنې سره یې ژر ژور اختلافات رامنځته کړل . د نوي نظام سختو سیاسي او ټولنیزو سیاستونو، پراخو نیونو او جبري بدلونونو د مقاومت ډګر پراخه کړه. په دغه ډول کورنى بحران له سیمهییزې او نړیوالې جیوپولیتیکې سیالۍ سره وتړل شو.
په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي مستقیم پوځي یرغل دغه کورنی بحران په پراخه سیمهییزه او نړیواله جګړه بدل کړ او د افغانانو مقاومت یې د سترو زبرځواکونو د جیوپولیتیکې سیاليو په چنګال کې ونښلاوه. افغانستان یو ځل بیا د زبرځواکونو د رقابت په ډګر بدل شو او د هېواد د سیاسي خپلواکي، حکومتولي او ثبات مسئله د نړیوالو سياليو له پراخو محاسبو سره وتړل شوه.
د دواړو تجربو ګډ درس
د امان الله خان او داوود خان د حکومتونو په تجربو کې د زمانې او شرایطو له توپیر سره سره یو مهم مشترک ټکی لیدل کېږي: دواړو د افغانستان د خپلواک تصمیم او پیاوړتیا لپاره هڅې وکړې، خو د دغو موخو د عملي کولو لپاره اړین داخلي او بهرني شرایط په بشپړه توګه د هغوى له مديريت لاندې نه وو.
امان الله خان د افغانستان د بهرني سیاست خپلواکي ترلاسه کړه، خو د یوه داسې نظام په جوړولو کې له ستونځو سره مخ شو چې وکولای شي پراخ اصلاحات په ټولنه باندي يې له اړين تفاهم او ظرفیت پرته عملي کړي. داوود خان بیا د یوه خپلواک دولت له موجودیت سره سره هڅه وکړه چې د افغانستان د بهرني سیاست د مانور ساحه پراخه او له یوه ستر بهرني ځواک باندې د زياتې تکيې مخنيوى وکړي ، خو په همده لاره کې د ګډ کورني او بهرني تعامل له امله له جدي سیاسي او پوځي ګواښ سره مخ شو.
په دواړو مواردو کې بهرني عوامل مهم وو، خو اغېزې يې له کورنيو شرایطو سره تړلی وې. بهرنيان کولای شي د کوم هېواد له سیاسي اختلافاتو، ټولنیزو درزونو او کمزورو دولتي بنسټونو څخه د خپل نفوذ لپاره ګټه واخلي؛ خو که داخلي بنسټونه قوي وي، د بهرني فشار پر وړاندې د دولت د مقاومت ظرفیت هم زیاتېږي. له همدې امله، د دواړو حکومتونو نسکوريدل نه یوازې د بهرني فشار پایله وه او نه هم یوازې د داخلي سیاستونو نتیجه؛ بلکې د کورنیو کمزوریو او بهرنیو فشارونو ګډ تعامل د بحرانونو په ژورېدو کې مهم رول درلود.
پایله
د امان الله خان او محمد داوود خان تجربې موږ ته د خپلواکۍ د دوو بېلابېلو پړاوونو مهم درس راکوي: خپلواکي ترلاسه کول او خپلواک پاتې کېدل جدا جدا شاخصونه لري. امان الله خان د افغانستان د بهرني سیاست د خپلواکۍ لپاره تاریخي ګام پورته کړ، خو د خپلواک نظام لپاره د پیاوړو اړينو کورنيو بنسټونو په جوړولو کې له جدي ستونځو سره مخ شو. داوود خان بیا هڅه وکړه چې د افغانستان خپلواک پاتې کيدل د یوه متوازن بهرني سیاست له لارې وساتي، خو داخلي سیاسي کمزورتیاوې او د زبرځواکونو ترمنځ سیالي د هغه حکومت ته ستر ګواښونه جوړ کړل.
د افغانستان تاریخ ښيي چې خپلواکي په یوه تاریخي جګړه یا سیاسي پرېکړه ترلاسه کېدای شي، خو د هغې ساتل خورا تلپاتې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او جیوپولیتیکې محاسبې او متمائل کورني او بهرني تعاملات غواړي. ملي اراده هغه وخت تلپاتې پایلې درلودلاى شي چې له پياوړي او مشروع نظام، ټولنیز تفاهم، سیاسي اجماع، متنوعو اقتصادي وړتياو، تدریجي اصلاحاتو، انعطاف منونکى او واقعیتپال بهرني سیاست سره مل وي. د خپلواکۍ ترلاسه کول د یوه ملت بریا ده؛ خو خپلواک پاتې کېدل د یوه پیاوړي نظام اوږدمهاله ازموینه ده.