Home+د احمدشاه بابا د ۷ نویو موندل شویو فرامینو پېژندنه او شننه

د احمدشاه بابا د ۷ نویو موندل شویو فرامینو پېژندنه او شننه

قاینات ته د احمدشاه بابا د فرامینو پېژندنه او شننه
پر قاینات د درانیانو د واکمني او د نویو موندل شوو اسنادو پېژندنه
لیکوالان: محمدرضا سروش او رقیه زعفرانلو (د جنوبي خراسان د فرهنګي میراث عمومي ادارې د لرغونپوهنې لوړپوړي کارپوهان)
ژباړن: سیلانی
لنډيز
تاریخي اسناد په ډېرو تاریخي څېړنو کې د څېړونکو له پاره د لارښود په توګه کار کوي، آن په ځینو مواردو کې د مؤرخ نظر سمولی شي او پر پټو ساتل شوو حقیقتونو پرده پورته کولی شي. څرنګه چې د قهستان سیمې چې وروسته یې یوه برخه قاینات ونومول شوه، په اړه د لرغونپوهنې او تاریخ د علومو موندنې ډېرې لږې دي، نو د دې سیمې په مطالعاتو کې د تاریخي اسنادو څېړنه مهم رول لري.
موخه
په دې مقاله کې د احمدشاه دراني او د هغه د دوو ځایناستو اووه حکومتي فرمانونه بیا لوستل شوي او تحلیل شوي دي. دغه فرمانونه ښيي چې د نادرشاه له مړینې وروسته د آقامحمدخان قاجار تر واکمنېدو پورې د قاینات سیمه له داسې بدلونونو سره مخ شوې وه چې په تاریخي سرچینو کې یې نښې ډېرې لږې لیدل کېږي. سره له دې چې د ملا محمدباقر آیتي په څېر ځینو سیمه‌ییزو تاریخ‌لیکونکو د دغو حکومتي فرمانونو ځینو مواردو ته اشاره کړې ده، دا فرمانونه د لومړي ځل لپاره د دې مقالې د لیکوالانو له‌خوا معرفي او بیا لوستل شوي دي.
د څېړنې تګلاره او مېتود
دا مقاله د کتابتوني څېړنې پر مېتود لیکل شوې او د اسنادو د پېژندنې لپاره په کې له توصیفي تګلارې څخه کار اخیستل شوی دی.
د څېړنې موندنې او پایلې
د دغو اسنادو له مخې، قهستان د احمدشاه دراني د واکمنۍ پر مهال (۱۱۶۱–۱۱۸۶هـ.ق.) د دراني حکومت تر واک او مالیاتي تابعیت لاندې و، حال دا چې تر دې وړاندې داسې انګېرل کېده چې په یاده تاریخي دوره کې پر دې سیمه د عَلم کورنۍ واکمنه وه.
کلیدي کلمې: قاینات، احمدشاه دراني، امیرعلم خان، میرزا خان، قهستان، جنوبي خراسان.
سریزه
د تاریخي اسنادو څېړنه او پېژندنه د تاریخ د ناڅرګندو اړخونو په روښانولو کې خورا مهم او اغېزناک رول لري. د جنوبي خراسان سیمه هم له دې امره مستثنی نه ده؛ تاریخي اسناد کولی شي هغه خلاوې تر یوه بریده ډکې کړي چې د دې سیمې تاریخي او لرغونپوهنيزې څېړنې ورسره مخ دي. له نېکه‌مرغه، د دې سیمې خلکو د پرله‌پسې نسلونو په اوږدو کې د تاریخي اسنادو د ساتنې او خوندیتوب لپاره هڅې کړې دي او په دې توګه یې په شعوري یا نا شعوري توګه د خپلې سیمې فرهنګ ته ستر خدمت کړی دی. په ځانګړې توګه، د سیمې په اصیلو کورنیو کې د تاریخي اسنادو د ساتنې دود په ښه توګه پالل شوی دی. د ګزیګ کلي فاضلې کورنۍ هم له هغو کورنیو څخه ده چې خپل تاریخي اسناد یې خوندي ساتلي دي. هغه اسناد چې په دې مقاله کې معرفي کېږي، د همدې کورنۍ د یوه غړي له‌خوا د مقالې د لیکوالانو په واک کې ورکړل شوي دي. څرنګه چې دغه اسناد د درانیانو د واکمنۍ پر مهال د سیمې د تاریخ په اړه نوي او په زړه پورې معلومات لري، نو د څېړونکو د ځانګړې پاملرنې وړ ګرځېدلي دي.
د دغو اسنادو څېړنه د افشاریانو، زندیې کورنۍ او ورپسې د قاجاریانو د حکومتونو ترمنځ د سیالیو په اړه په زړه پورې تاریخي حقایق راڅرګندوي. د نادرشاه تر مړینې وروسته په ټول ایران او په ځانګړي ډول په خراسان کې د رامنځته شوو ګډوډو ټولنیزو او سیاسي حالاتو له امله، د دې تاریخي پېر د ټولنیز او سیاسي وضعیت په تړاو ګڼې پوښتنې او ناڅرګندتیاوې شته. دغه پېر د نادرشاه له مړینې څخه پیلېږي او د آقامحمدخان قاجار تر واکمنېدو پورې دوام کوي. دا اسناد د همدغو تاریخي ناڅرګندتیاوو یوه برخه، لږ تر لږه د ایران د جغرافیایي قلمرو په یوې محدودې سیمې، یعنې قایناتو (جنوبي خراسان) کې، روښانوي. دا په داسې حال کې ده چې ډېرو تاریخي سرچینو د دې دورې پېښې، په تېره بیا پر قایناتو د احمدشاه دراني او د هغه د زامنو د واکمنۍ موضوع، له پامه غورځولې او په اړه یې څه نه دي لیکلي.
د څېړنې فرضیې
۱. احمدشاه دراني د خپلې واکمنۍ پر مهال د قایناتو سیمه تر طبس ګلشن پورې تر خپل واک لاندې درلوده.
۲. د احمدشاه دراني د زامنو د واکمنۍ پر مهال د دې کورنۍ واک یوازې د سُني‌خانې پر جلګې (درمیان) پورې محدوده شوې وه.
۳. احمدشاه دراني پر قایناتو د خپلې واکمنۍ پر مهال د کړکېچ د کمولو سیاست غوره کړی و او کله چې د پېښو طوفان آرام شو، دغه سیمې یې بېرته سیمه‌ییزو واکمنانو ته وسپارلې.
۴. د عَلم کورنۍ د سیمې یوازینۍ بلامنازعه واکمنه کورنۍ نه وه.
۵. د سیمې د واکمنو کورنیو سره د سیالیو په بهیر کې، د عَلم کورنۍ د مرکزي حکومت (قاجاریانو) په ملاتړ په تدریجي توګه د سیمې پر یوازینۍ بلامنازعه واکمنې کورنۍ بدله شوه.
احمد خان ابدالی (احمدشاه دراني)
احمد خان د زمان خان زوی و. زمان خان د هرات واکمن او په ابدالیو کې د سدوزیو د ټبر غړی و. احمد خان په ۱۱۳۵هـ.ق. کال کې نړۍ ته سترګې پرانیستې (حبیبي، ۱۳۴۹: ۸۷). کله چې نادرشاه افشار د چارو واګې په لاس کې واخیستې، هغه ټبرونه یې له واکه وغورځول چې تر دې وړاندې یې په هرات کې امارت درلود، خو د ابدالي ټبرونو ګڼ مشران او جنګیالي یې په خپل پوځ کې وګومارل.
په دغو کسانو کې احمد خان ډېر ژر د نادرشاه پام ځان ته ور واړاوه او د هغه د مېړانې او پوځي مشرتابه آوازه خپره شوه. وروسته په نادري پوځ کې د ابدالي ځواکونو مشري ور وسپارل شوه. د نادرشاه تر وژل کېدو وروسته، احمد خان افغان مشران او جنګیالي له ځان سره کړل او د کندهار پر لور وخوځېد. څه موده وروسته افغانانو د همدې ښار په شاوخوا کې هغه د پاچا په توګه وټاکه (د ۱۱۶۰هـ.ق. کال شعبان). نوموړي ځان «احمدشاه دُرِّ دُرّان» ونوموه او له هغه وروسته د ابدالي ټبر نوم په «دراني» بدل شو (شیرازي، ۱۳۷۹: ۲۲–۲۳).
احمد خان هرات ته ځانګړې پاملرنه کوله، هغه ښار چې وروسته د ایرانیانو، افغانانو او انګرېزانو ترمنځ د شخړې پر ډګر بدل شو. نوموړي هرات پر خراسان او ماوراءالنهر د خپلو بریدونو اصلي پوځي اډه ګڼله. څرنګه چې احمد خان د نادرشاه په دربار کې د خپلې دندې په اوږدو کې د هغه له اداري او پوځي جوړښت سره ښه بلد شوی و، نو د خپل قلمرو اداري نظام یې هم د نادري نظام پر بنسټ تنظیم کړ. هغه فارسي د دولت رسمي او اداري ژبه اعلان کړه او آن د صفوي واکمنۍ لقبونه او دولتي منصبونه یې هم راخپل کړل.
که څه هم ځینې لیکوالان د احمدشاه دولت د مغولي او صفوي اداري جوړښتونو او د افغانانو د قبیلوي فیوډالي نظام ګډه بڼه ګڼي، خو دا موضوع د ځانګړې پاملرنې وړ ده چې احمدشاه نه یوازې په اداري چارو، بلکې په پوځي چارو کې هم د صفوي تشکیلاتو پیروي کوله. نوموړي آن د «قزلباش» په نوم یو پوځ جوړ کړ او د هغه په تنظیمولو کې یې له تقي خان شیرازي څخه مرسته وغوښته(شیرازي، ۱۳۷۹: ۲۳).
احمدشاه بېلابېلو سیمو ته ګڼ پوځي لښکرکشۍ وکړې چې غزني، کابل، پېښور، لاهور، هرات، بلوچستان، نیشاپور، مشهد او د هند ځینې سیمې په کې شاملې وې. قاینات هم یو له هغو سیمو څخه وه چې احمدشاه ونیوله او تر خپل واک لاندې یې راوسته. نوموړي د نادرشاه افشار له لمسي شاهرخ شاه سره، چې په مشهد کې واکمن و، په دې شرط سوله وکړه چې سکه او خطبه به د احمدشاه په نوم وي او د جام، باخرز، تربت، خواف او ترشیز ولایتونه به هم هغه ته سپارل کېږي. احمدشاه له دې هوکړې سمدستي وروسته دغه سیمې له هرات سره یوځای کړې. تر دې وروسته شاهرخ خپلې سکې په لاندې ډول ضرب کړې:
یافت از الطاف احمد پادشاه
شاهرخ بر تخت شاهی تکیه‌گاه
د احمدشاه دراني تر مړینې وروسته، د هغه زوی تیمورشاه واک ته ورسېد او تر ۱۲۰۷هـ.ق. کال پورې یې دوه دېرش کاله حکومت وکړ (شیرازي، ۱۳۷۹: ۱۳۴). د تیمورشاه تر مړینې وروسته، د هغه د ځایناستۍ پر سر د زامنو ترمنځ ګڼې کورنۍ جګړې ونښتې. د هغو اسنادو له مخې چې په دې مقاله کې معرفي کېږي، د تیمورشاه او د هغه د ځایناستي، زمان شاه، د واکمنۍ پر مهال د درانیانو حکومت لا هم د قایناتو پر ختیځو برخو واک درلود.
د افشاري دورې په وروستیو کې د درانیانو له واکمنۍ سره هم‌مهاله د قایناتو واکمنان
د خُزیمه ټبر د صفوي شاه سلطان حسین د واکمنۍ له وروستیو راهیسې د خراسان په سوېلي سیمو کې ځواک وموند او له هغه وروسته یې د اوږدې مودې لپاره د دې سیمې واک په میراثي توګه په لاس کې وساته. د دې کورنۍ لومړنی غړی چې نوم یې د سیمې په تاریخ کې یاد شوی، «اسماعیل خان خُزیمه» دی. نوموړی په حقیقت کې د خُزیمه کورنۍ د بنسټ‌اېښودونکي په توګه ګڼل کېدی شي؛ ځکه د همدې شخصیت له زمانې څخه د دې کورنۍ د ځواکمنېدو او اهمیت بهیر پیل شو. د دې کورنۍ غړو د ایران په سیاسي چارو او ټولنیزو پېښو، په تېره بیا د خراسان په سوېل کې، مهم او حساس رولونه ولوبول. د دوی دغه ځواک او واکمني د ایران د اسلامي انقلاب تر بریالیتوب پورې دوام وکړ.د خُزیمه ټبر له خورا بانفوذه شخصیتونو څخه د اسماعیل خان خُزیمه، لومړی امیر علم خان، درېیم امیر علم خان، امیر اسماعیل خان شوکت‌الملک، امیر محمدابراهیم خان علم او اسدالله علم نومونه یادولی شو (غوث، ۱۳۹۵: ۵۷).
1- لومړی علم خان
لومړی امیر علم خان، چې په «وکیل‌الدوله» ملقب و، د امیر اسماعیل خان زوی و. نوموړی په ځوانۍ کې د نادرشاه له پوځ سره یوځای شو او ډېر ژر یې د خپلې مېړانې او ځیرکتیا له امله شهرت وموند. د هغې دورې په تاریخي سرچینو کې د هغه نوم په وار وار یاد شوی دی. امیر علم خان د خُزیمه ځواکونو په مشرۍ د ایران په ختیځو او لوېدیځو سیمو کې د نادرشاه ترڅنګ په ګڼو جګړو کې برخه واخیسته. د هغه مېړانې او پوځي وړتیا نوموړی د نادرشاه د غوره افسرانو په کتار کې ودروه (آیتي، ۱۳۷۱: ۱۲۶).
د نادرشاه تر مړینې وروسته، امیر علم خان په مشهد او بیا په هرات کې د احمدشاه دراني پر وړاندې ودرېد او د لنډې مودې لپاره یې دغه سیمې تر خپل واک لاندې راوستې، خو په پای کې احمدشاه دراني د لوی خراسان د هغې پراخې برخې سیمې، چې اوس د ایران په قلمرو کې پرتې دي، له خپل حکومت سره یوځای کړې.
احمدشاه دراني د خُزیمه د امیر، لومړی امیر علم خان، په ماتولو سره د سیستان لوېدیځې برخې ونیولې. امیر علم خان هغه مهال، یعنې په ۱۱۷۳هـ.ق. (۱۷۶۱م.) کال کې، ټول سیستان، خراسان او بلوچستان تر خپل قلمرو لاندې راوستي وو (آیتي، بهارستان، ۱۳۴۲: ۴۲)
د لومړي امیر علم خان تر وژل کېدو وروسته، د هغه ورور امیر معصوم خان د کلا کیلي، خان ابدالي ته وسپارلې او ځان یې هغه ته تسلیم کړ. احمدشاه هغه وباښه، خو امیر معصوم خان د قاین د امیر کېدو وړاندیز ونه مانه. له همدې امله د امیر علم خان زوی د دې سیمې د واکمنۍ لپاره وټاکل شو (محجّه‌زاده، ۱۳۷۸: ۱۵۱).
2- امیر علي خان خُزیمه
امیر علي خان، د امیر علم خان لومړي زوی، په قایناتو کې د خُزیمه کورنۍ امارت خپل پخواني حالت ته راوګرځوه. د هغه امارت د زندي لړۍ د خانانو له‌خوا په رسمیت وپېژندل شو. نوموړی د خپلې زمانې د خراسان له مخکښو او نومیالیو شخصیتونو څخه ګڼل کېده. د ایران پر پاچاهۍ د زندیانو او قاجاریانو ترمنځ د شخړو پر مهال، امیر علي خان د آقامحمدخان قاجار پر وړاندې د لطفعلي خان زند ملاتړ وکړ. په ۱۲۰۵هـ.ق. کال کې، کله چې لطفعلي خان زند له آقامحمدخان څخه ماتې وخوړه، امیر علي خان هغه ته په قایناتو کې پناه ورکړه (محجّه‌زاده، ۱۳۷۸: ۱۵۱). خو کله چې قاجار خان پر زنديې کورنۍ بریالی شو او خراسان ته ننوت، امیر علي خان هم د خراسان د نورو مشرانو په څېر له قاجار پاچا سره خپله وفاداري اعلان کړه (محجّه‌زاده، ۱۳۷۸: ۲۶۶).
3- دویم امیر علم خان
دویم امیر علم خان، د خپل پلار تر ځایناستي کېدو مخکې، د زندیې پوځ د یوه قوماندان په توګه په کرمان کې د لطفعلي خان په پوځي مبارزو کې خدمت کړی و. د هغه د واکمنۍ دوره د فتحعلي شاه قاجار له پاچاهۍ سره هم‌مهاله وه. فتحعلي شاه قاجار د قایناتو د امارت رسمي واک د خُزیمه کورنۍ غړي دویم امیر علم خان ته سپارلی و. د سیمه‌ییز تاریخ او د درانیانو له دورې سره د هم‌مهاله تاریخي فرمانونو له مخې، د خُزیمه کورنۍ ترڅنګ نورو امیرانو هم د قایناتو په سیمه کې واک درلود، چې په راتلونکو برخو کې به ورته اشاره وشي:
4- میرزا محمد باقر درمیاني
میرزا محمدباقر خان د محمدرفیع (لامع) درمیاني زوی چې په ۱۱۳۷هـ.ق. کال کې زېږېدلی و. د نادرشاه د واکمنۍ پر مهال، د درمیان سیمې او د قایناتو د سُني‌خانې د حوزې واکمني هغه ته وسپارل شوه. نوموړی په دې هم مشهور دی چې پر هندوستان د نادرشاه د برید پر مهال یې د هغه ملګرتیا کړې وه. ویل کېږي چې میرزا باقر خان د نادرشاه تر وژل کېدو وروسته (۱۱۶۰هـ.ق.) د فورګ کلا په جوړولو پیل وکړ. دا کلا له پوځي او جګړه‌ییز پلوه ځانګړی اهمیت لري او پر داسې لوړ ځای جوړه شوې چې پر شاوخوا سیمه بشپړ واک او څار لري (درمیاني، ۱۳۶۵: ۸۸).
د هغه دویم سند له مخې چې په دې مقاله کې معرفي شوی، میرزا باقر خان پر سیمه د احمدشاه دراني د واکمنۍ پر مهال له ځواک او نفوذ څخه برخمن و؛ لکه څنګه چې په دې فرمان کې هغه ته د «عالي‌جاه، رفیع‌جایګاه، امیرالامرای عِظام…» په لقبونو خطاب شوی دی. په دغه سند کې میرزا باقر د قایناتو د واکمن او د قاین د سُني‌خانې د واک او اختیار د خاوند په توګه معرفي شوی دی.
لکه څنګه چې د حکومتي فرمان له متن څخه څرګندېږي، احمدشاه دراني میرزا باقر خان د قاین سیمې د پخواني واکمن او د هغې د حکومتي چارو د واک او اختیار د خاوند په توګه معرفي کړی دی. داسې ښکاري چې په فرمان کې پر دې موضوع ځانګړی ټینګار هم شوی و. میرزا باقر خان د احمدشاه دراني او د هغه د زوی تیمورشاه له واکمنۍ سره هم‌مهاله ژوند کوه؛ هغه پېر چې دراني حکومت ظاهري ثبات درلود او د خُزیمه کورنۍ هم لا د سیمې پر بلامنازعه واکمنې کورنۍ نه وه بدله شوې. له همدې امله داسې اټکل کېږي چې میرزا باقر خان به، د خپلو هغو زامنو او لمسیانو خلاف چې ډېری وخت له یادې کورنۍ سره په شخړو کې ښکېل و او آن ځینو یې په همدې لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، نسبتاً ارامه دوره تېره کړې وي (درمیاني، ۱۳۶۵: ۸۹ او ۹۶).
5- امیر علي مردان خان زنګويي
زنګویان د شیباني ایل یوه څانګه وه. د ځینو څېړونکو په وینا، دوی له هغو عربانو څخه و چې د عباسي خلیفه‌ګانو په دوره کې ایران ته کډه شوي او د صفویانو د واکمنۍ پر مهال د قهستان سیمې ته لېږدول شوي و. دغه ټبر د طبس ګلشن په اړوندو سیمو کې په «عرب‌آباد دیهوک» کې مېشت و. امیر علي خان مردان زنګویي د دې کورنۍ لومړنی غړی و چې د طبس واکمنۍ ته ورسېد. نوموړي په ۱۱۸۳هـ.ق. کال کې په ډېرې مېړانې د احمد خان دراني پر وړاندې مقاومت وکړ او د هغه پوځ ته یې درانه تلفات واړول. د دغو نښتو په بهیر کې علي‌مردان خان د افشاري شهزاده‌ګانو په مرسته په بېلابېلو جګړو کې د احمد خان پر ضد وجنګېد او په پای کې د احمد خان د ځواکونو له‌خوا ووژل شو (زنګویي، د فرهنګي څېړنو دفتر، ۱۳۸۸).
سند یا متن پوهنه
د دې مقالې لیکوالانو اووه تاریخي فرمانونه معرفي کړي دي چې له هغو څخه پنځه فرمانونه د لومړي ځل لپاره بیا لوستل شوي او معرفي شوي دي. دغه پنځه فرمانونه احمدشاه دراني پورې اړه لري او له دې ډلې درې فرمانونه نوي موندل شوي اسناد دي.
څلورم سند د ساداتو له ډلې د علامه عبدالعلي بیرجندي په اړه یو فرمان دی.¹ دغه سند په ۱۳۸۱هـ.ش. کال کې د بُجد په کلي کې د نوموړي د آرامځای د پېژندنې لپاره د یوې څېړنیزې پروژې د پلي کېدو پر مهال په همدې کلي کې وموندل شو. دا فرمان تر دې وړاندې هم د مقالې د لیکوالانو له‌خوا د آستان قدس رضوي د اسنادو د دفتر د مقالو ټولګې په څلورم ټوک کې معرفي شوی و؛ خو څرنګه چې د اوسنۍ مقالې له موضوع سره یې مستقیم تړاو درلود، یو ځل بیا ترې ګټه اخیستل شوې ده.
پنځم سند د محمدحسین آیتي له بهارستان کتاب څخه را اخیستل شوی دی. آیتي په دې ځای کې هم د فرمان د صادرونکي واکمن نوم نه دی یاد کړی؛ خو د شته شواهدو او قراینو له مخې، دغه فرمان په احمدشاه دراني پورې اړه لري. شپږم سند د احمدشاه دراني د زوی تیمورشاه فرمان دی او اووم سند د تیمورشاه د زوی زمان شاه په دورې پورې تړاو لري.
د اسنادو پېژندنه او بیا لوستنه
لومړی سند
۱. د سند موضوع: د سید علي جزیکي لمسي، میرزا قاسم، ته د مالیې تخفیف
۲. د سند نېټه: ۱۱۶۸هـ.ق.
۳. د مُهر متن: «یا هو، الحُکمُ لله، احمدشاه دُرِّ دُرّاني، یا فتّاح، ۱۱۶۵»
۴. د سند متن:
بسم الله خیر الاسماء
بسم الله الرحمن الرحیم
اعوذ بالله تعالی شأنه
شاهانه فرمان صادر شو:
د قاین او طبسِ مسینا د الکاوو حاکم او عاملان، چې د شاهنشاهي شفقتونو او پېرزوینو له امله سرلوړي شوي دي، خبر دې وي چې د پخوانیو جنت‌مکانو خانانو د حکم له مخې، هر کال دوه تبریزي تومان د مرحوم سید علي جزیکي په ګټه د مالیاتي تخفیف په توګه ټاکل شوي و. اوس چې یاد مرحوم وفات شوی او د هغه لمسی، د شرافت او نجابت پناه، عالي‌مقام میرزا قاسم، د علماوو او فاضلانو له ډلې څخه دی، د هغه د حال رعایت او پالنه هم له لازمو چارو څخه ده.
له همدې امله مو د روان مبارک «ایت‌ئیل» کال د وروستۍ درې‌میاشتنۍ دورې له پیل څخه، هر کال دوه تبریزي تومان د یاد شوي کس له دیواني مالیې څخه د تخفیف او تصدیق په توګه مقرر کړل، څو نوموړی دغه پیسې هر کال د خپل ژوند پر اړتیاوو ولګوي، د دیني علومو پر زده‌کړه بوخت وي او د اعلیحضرت اقدس دعا وکړي.
لازمه ده چې هر کال له یاد شوي کس څخه دغه مقدار ونه غوښتل شي؛ بلکې د واجب‌الاطاعه فرمان په نقل کې د درج شوي قبض له مخې دې دغه مبلغ د تخفیف تر عنوان لاندې په خپلو حسابونو کې د لګښت په توګه منظور کړي او کال په کال دې د نوي فرمان غوښتنه نه کوي.
د اعلی دیوان ستر او درانه مستوفیان دې د دې مبارک او واجب‌الاطاعه فرمان نقل په اړوندو دفترونو کې ثبت کړي او د مقررې له مخې دې هر کال یاد مبلغ د قاین او طبس د حاکم او عاملانو په حساب کې د لګښت په توګه منظور او د هغوی پر ذمه حساب کړي.
فی ۲۵ شهر صفر سنه ۱۱۶۸
د سند د متن په اړه توضیحات
۲. په دغه فرمان کې قاین او طبس د دوو جلا «الکاوو» یا اداري واحدونو په توګه یاد شوي دي.
۳. له دې اداري وېش څخه داسې ښکاري چې طبسِ مسینا هم د قاین په څېر اهمیت درلود. د طبسِ مسینا له تاریخي مخینې پرته، ښايي د احمدشاه دراني د حکومت په جغرافیایي وېش کې د دې سیمې د اهمیت بل لامل د هغه د واکمنۍ قلمرو ته د طبسِ مسینا نږدېوالی و.
۴. د «شاهنشاهي» کلمې کارول داسې څرګندوي چې احمدشاه دراني ځان د نادرشاه ځایناستی باله او لږ تر لږه د احمدشاه دراني د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې له ایران څخه د یوه خپلواک حکومت په توګه د افغانستان د جوړېدو موضوع لا نه وه مطرح شوې؛ ځکه د سند په دویمه کرښه کې د پیسو واحد «تبریزي تومان» یاد شوی دی.
د نادرشاه د وژل کېدو پر مهال هم «… افغان او ازبک پوځي واحدونه د نورمحمد تر قوماندې او د احمد خان ابدالي تر مرستیالۍ لاندې سره یوځای شول.
دغو دواړو کسانو، چې د خپل وژل شوي پاچا یاد ته وفادار و، وسلې ته په لاس اچولو سره هڅه وکړه چې د شاهي خېمو د لوټ او تالان مخه ونیسي. دا وفادارانه اقدام څرګندوي چې افغانانو په هغه وخت کې په هېڅ ډول ځانونه د یوه بل هېواد خلک نه ګڼل. د احمدشاه په یوه فرمان کې، چې د ۱۱۶۶هـ.ق. کال د شوال پر ۱۶مه (۱۷۵۳م.) صادر شوی، آن د «افغانستان» نوم ته هم اشاره نه ده شوې. احمدشاه په دغه فرمان کې هیله څرګندوي چې: «د پروردګار په غوښتنه… ټول ایران به د خپل فرمان تابع او یو موټی کړم…» (محجّه‌زاده، ۱۳۷۸: ۲۶۱). نوموړي غوښتل چې ټول خراسان له خپلې پاچاهۍ سره یوځای کړي او احتمالاً تر هغه وروسته د ایران نورې برخې هم تر خپل واک لاندې راولي او په دې توګه د نادرشاه سترواکي بیا ورغوي…» (محجّه‌زاده، ۱۳۷۸: ۲۶۴).
۵. میر سید علي جزیکي د ګزیک د فاضلي کورنۍ له نیکونو څخه و. نوموړي او پلرونو یې د سیمې د پخوانیو واکمنانو (خانانو) له زمانې راهیسې له مالیاتي تخفیف څخه ګټه اخیسته. د ګزیک له فاضلي کورنۍ سره د شاه عباس صفوي د یوه فرمان موندل کېدل هم دا موضوع تأییدوي.
۶. احمدشاه دراني ځان د علماوو او فاضلانو د حال رعایت او پالنې ته مکلف ګاڼه.
۷. د دیني علومو زده‌کړه د دراني شاه د پاملرنې وړ وه.
د لومړۍ برخې پای، لیکنه نورې برخې هم لري.

د احمدشاه دراني دویم فرمان

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...