Home+انتقاد، اعتراض، پاڅون او بغاوت| عبدالصمد ازهر  

انتقاد، اعتراض، پاڅون او بغاوت| عبدالصمد ازهر  

 هغه تعريفونه چې په لاندنيو کرښو کې لوستونکو ته وړاندې کېږي، په هر نظام کې که جمهوري وي يا امارتي، که پارلماني وي يا رياستي او که مرکزي وي يا فدرالي، صدق کوي.

د يوې ليکنې، يوې کړنې، يوه فرمان او ان د يوه قانون سره د نه همغږيتوب له امله، په بېلو بېلو بڼو عکس العملونه ښودل کېدای شي. ډېرې ساده او دوديزې بڼې يې ويناييزې، ليکلې، انځوریزې، ننداريزې او ممیکې ګوتنيونې يا انتقادونه دي.

اعتراض بيا تر دې لږ شانتې ورپورته دی. د ناسمو کړنو، فساد، بشري حقونو پروا نه ساتلو او ورته ستونزو پر ضد د سمون او اصلاح راوستو په موخه ناستې، غونډې، مظاهرې او نندارې، په همدې ټولګې کې راځي.

نه دوه کسه په يوې کورنۍ کې، نه په ټولنه، نه په حکومت او نه په ټول دولت کې، يو شان فکر کوي او د هر څه په تاييد کې ولاړ وي. د هر چا د بدن ځانته فزيولوژيک جوړښت، د طبقاتي اړوند له مخې خوړو، کاليو، سرپناه، ښوونې او روزنې ته د لاسرسی توپيرونه، بېلابېل کورنیز، ښوونیز او ټولنیز چاپېريالونه او له دې ټولو له نغښتلو نه د يوه کرکټر زېږده، همدا د فکرونو، د لومړيتوبونو او قضاوتونو تر منځ واټن رامنځ ته کوي.

د همدې حقیقت او انسانانو ته د عادلانه حقونو د پېژندګلوۍ پر بنسټ، په هرې نسبتي سالمې ټولنې او سالمو نظامونو کې د انتقاد او اعتراض حقونه په رسميت پېژندل شوي او دا يو منل شوی حقیقت ګڼل شوی دی چې بې له دې نه، ټولنه او نظام ورستېږي او خوسا کېږي. يواځې استبدادي نظامونه او خپلسري اميران دغه اصول نه مني. هوښيار واکداران، د ټولنې ګوتنيونو او اعتراضونو ته پام نيسي او وخت په وخت لازم اصلاحات راولي څو خلک اړ نه شي چې پاڅون ته واوړي.

ساقی به جام عدل بده باده تا گدا      غیرت نياورد که جهان پر بلا کند

پاڅون هله رامنځ ته کېږي کله چې واکداران د انتقاد او اعتراض له ليدو نه سترګې اړوي، بابېزه يې ګڼي او يا يې خطر بولي او ځپي يې. خلک په ډله ایزه توګه را پورته کېږي او د دولتي تشدد په مخ کې هم مقاومت کوي. کله چې د ولس د مشروعو غوښتنو، د دوی د قانوني بشري حقونو او د ژوند ژواک بنسټیز فکټورونو ستونزې دومره تراکم مومي چې بې له بنيادي بدلون نه نور په پخواني څېر ژوند محال ګرځي، نو بدلونيز چاپېريال (انقلابي حالت) رامنځ ته کېږي.

په دموکراتيکو ټولنو کې د ټولټاکنو له لارې ستونزه حل کېږي. که د رايو اکثريت د بدلون پالو په خوا وي، مخالفان هم غاړه ورته ږدي او د تشدد او وينو بهېدو ضرورت نه رامنځ ته کېږي.  مګر په استبدادي واکمنتيا کې د بدلون يا انقلاب د ماشوم زېږد له بده مرغه له ډېر درد، ورانۍ او وينو بهېدو سره مل وي چې پوه بدلون غوښتونکي يواځې د سختې اړتيا له مخې او د ولس د نهايي ژغورنې په موخه ورته مخه کوي.

بغاوت بيا بېله کته ګوري ده. بغاوت د يوه فرمان، حکم، قانون او ان نظم نه سرغړونه يا تېښته ده. په ځينو حالاتو کې باغيان وسله والو بريدونو او ورانکاريو ته لاس اچوي. ډېر کله بغاوت د شخصي ګتو د ساتلو يا لاس ته راوړولو په موخه تر سره کېږي، يا د پردي استخباراتي کړيو په لاسپوڅۍ کې امنيتي ګډوډۍ، ډار اچونې او اقتصادي سبوتاژ پلی کېږي. په لنډه، بغاوت له شر او شرارت سره تړلی او عاملان يې اشرار بلل کېږي.

هغه پېښې چې لږ موده مخکې د بدخشان له نسۍ ولسوالۍ نه د معلوم الحال غاصب، تالاګر او د شمالي تلوالي ټوپک سالارانو پاتې شونی جمعه خان فاتح له خوا رامنځ ته شوې، نه باور بنسټې وې او نه قومي، هغه په ښکاره د سروزرو او لاجوردو کانونو نه په خلاص لاس د ګټې اخيستو او انحصار د دوام غوښتنه درلوده. دا د شخصي ګتو پر بنياد شرارت و.

مګر هغه نور ناببره غلچکی بريدونه چې په دې ترڅ کې، د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي او لوی درستيز فصيح الدين په ادعا، د چترال له اړخه د پاکستاني استخباراتو سمبال کړيو وېراچوونکو له خوا وشول او لنډ مهاله تشويشونه يې خلکو ته واړول، استخباراتي او ورانکاري شرارتونه ول. د دواړو تر سره کوونکي اشرار ول.

دا زما وطن دی، هر څوک چې يې امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا ته، په هر نظام کې چې وي، کږه ګوري زما دښمن دی.

۱۱/ ۰۶/ ۱۴۰۵

۰۲/ ۰۹/ ۲۰۲۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...