تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۲ مه) د ټکنالوژۍ شرکت ګوګل د سپټمبر میاشتې لپاره د Android اندرویډ نوې بستې (Android Drop) د خپرېدو اعلان کړی چې داندروید کاروونکو لپاره پکې پنځه نوې ځانګړتیاوې شاملې دي.
د دغو نوو ځانګړتیاوو له ډلې یوه یې دا ده چې کاروونکي به له جیمنای Gemini څخه پوښتلی شي چې مهم شیان یې چېرته ایښي دي. د دې ځانګړتیا له لارې به د شیانو ځای په Google Find Hub کې خوندي شي، څو کاروونکو ته د خپلو مهمو توکو د ځای په یادولو کې مرسته وکړي. دا ځانګړتیا به په Android 16 او تر هغه وروسته نسخو کې، په هغو هېوادونو کې وړاندې شي چې جیمنای او Find Hub پکې فعال دي.
دوهمه ځانګړتیا Motion Assist نومېږي، چې د موټر په سفر کې د حرکت له امله د زړه بدوالي یا سرګرځېدو د کمولو لپاره د موبایل پر پرده متحرک ډومبکونه یا حبابونه ښيي. کاروونکي یې د Quick Settings له لارې یا په اتومات ډول فعالولی شي. دا ځانګړتیا یوازې په Android 17 کې وړاندې کېږي.
د Guided Vision له لارې به Gemini Live د موبایل له کامرې څخه په استفادې سره د وړو لیکنو په لوستلو، په کمې رڼا کې د خوړو د نوملړ په پوهېدو او د شیانو په پېژندلو کې مرسته وکړي. که اړتیا وي، جیمنای به د غږ له لارې کاروونکي ته لارښوونه هم وکړي چې کامره په مناسب ځای کې ونیسي. دا ځانګړتیا د Android 9 او وروسته نسخو لپاره وړاندې کېږي.
همدارنګه، په Google Messages کې به کاروونکي وکولی شي د Google Keep د خوراکي توکو نوملړ او یادښتونه په مستقیم ډول له چټ سره شریک او سم کړي. سربېره پر دې، اوس به د هر چټ لپاره جلا والپیپر او رنګینه بڼه (Color Theme) هم ټاکل کېدای شي.