د ادبياتو په دنيا کې معاصر بحثونه خورا پېچلي شوي دي. د دې پېچلتيا يو سبب دا دی، چې اوسمهال ادبيات يوه بېله څانګه نه ده پاتې او د مطالعې او څېړنې لپاره يې ګډڅانګيز يا بين العلمي مطالعات اړين شوي دي. په معاصره ادبپوهنه چې ځان پوهوو، د ارواپوهنې، ټولنپوهنې او فلسفې لارې به هم را معلومې وي او د ټولنيزو علومو په خوا کې به له ساينسي علومو سره هم پياوړې اړيکه او دلچسپي لرو.
د دې برعکس، د ادبياتو پخواني بحثونه ډېر پېچلي نه وو او که يې يو څه پېچلتيا هم درلوده، انسان په قصدي ډول ايجاد کړې وه. په پخوانيو ادبياتو کې پېچلي بحثونه د شعر او نثر د ځينو مغلقو صنعتونو پیداوار وو. خو په اتلسمې، نولسمې او شلمې پېړيو کې چې نړۍ له لويو بدلونونو سره مخ شوه او په علم او ساينس کې بې ساري پرمختګونه وشول، ورسره ادبياتو هم وده وکړه. په دې زمانو کې د ادبياتو ځينې تيورۍ او مکتبونه د پوهنتوني او اکاډميکو څیړنو زېږنده هم وو، مګر د وخت د سياسي او اجتماعي وضعيت په مقابل کې ګڼې غبرګونيزې تيورۍ او مکتبونه هم ايجاد شوو، چې وروسته، وروسته په علمي مرکزونو او د ادبياتو په پوهنځيو کې صيقل او د تحقيق د
منظمو مباحثو درجې ته لوړ شول. فورماليزم، مډرنيزم، پوسټ مډرنيزم، سټرکچرليزم، پوسټ سټرکچرليزم، ډي کنسټرکش او دې ته ورته ګڼ نور مکتبونه د حالاتو په غبرګون کې پيدا شوي مکتبونه وو، چې د ادبپوهنې، کره کتنې او ادب تيوري په ګڼو اړخونو تطبيق شوو او معاصرو ادبياتو ته يې يو نوی لوری ور کړ. لرغونی ساينس د غبرګون او حالاتو زېږنده و، مګر معاصر ساينس د ستونزو د حل لپاره د شعوري او ارادي هڅو پايله ده. مګر د ادبياتو مسير سرچپه و. پخوانی ادب د پخواني انسان د ستونزو د حل لپاره ايجاد شوی و او له همدې امله خو يې ادب وباله، چې د انسان تاديب او تهذيب پرې وشي. مګر معاصر ادبيات د غبرګون او حالاتو زېږنده دي.
«هنر نه مري» د ادبياتو د همدې معاصرو مباحثو يو سيستماتيک بحث دی. ښاغلی نعمت الله صديقي د هغو کمو رايټرانو او کره کتونکو له ډلې څخه دی، چې ځان يې د ادب او هنر له زاړو او کليشه يي مباحثو را ايستلی او د معاصر ادب د لوی سيند په ګردابي مباحثو کې يې ځان ښکېل کړی دی. دا به د پښتو ژبې خوشبختي وي، چې دغسې ليکوال لري.
کتاب په ټوله کې په درې برخو وېشل شوی دی. په «ادبي مباحث» کې د ادبياتو په معاصرو مکتوبونو او تيوريو خورا سيستماتيک او علمي بحثونه شوي دي او د
مډرنيزمونو او ګڼو نورو ادبي او ژبنيو مکتبونو د نغښتو غوټو د خلاصولو هڅه په کې شوې ده. په دې برخه کې د ليکوال غالب طرز داسې دی، چې په ذهن کې يې ګڼ سوالونه او اعتراضات په پام کې نيولي او هڅه يې کړې چې يو چاته په دې هکله قناعت ورکړي، چې ايا مډرنيزم يا پوسټ مډرنيزم شرقي دي که غربي او ايا دا چې خپلول يې ښه کار دی او که خپل يې کړو، نو ګناه خو به مو نه وي کړې؟ سره له دې چې د معاصرو تيوريو بحثونه په خپل ذات کې هم يو څه پېچلتيا لري، خو په ځينو ځايونو کې دا بحثونه د اسانه کولو په ټس کې په لوی لاس پېچلي کړای شوي او د دې يوه لويه وجه دا ده، چې ډېر زيات مختلف بحثونه له يو بل سره خلط ملط شوي دي.
په «نقد او نقد» برخه کې هغه مقالې راغلې دي، چې وخت په وخت د ليکوال پر ليکنو شويو نيوکو او تنقيدونو ته ده ځواب ويلی دی. دغې برخې يې له دې کبله د کتاب لمنه بې ځايه درنه کړې، چې لوستونکي چې د دواړو خواوو خبرې په تفصيل سره نه وي کتلې، نو ترمنځ يې قضاوت ورته مشکل کېږي.
په «ادبي تحليلونه» کې ليکوال په ځينو کتابونو، شاعرانو او شعرونو د کره کتنې هڅې کړې دي. دا برخه يې په دې ډېره د ارزښت وړ ده، چې د کره کتنې د پخواني طرز په
ځای تر ډېره پورې يې په معاصره کره کتنه تکيه کړې او د کتابونو او شاعرانو حق يې تر ډېره بريده ښه په ځای کړی دی.
«هنر نه مري» زموږ په پښتو ادب کې يوه ستره زيانونه ده او د دې وجه دا هم ده، چې د معاصر ادب يوه لويه برخه موږ ته له بلې دنيا راغلې ده، خو په کتاب کې هر بحث په داسې ډول شوی دی، چې لوستونکي ته له دغو مباحثو د ډېر پرديتوب احساس نه درېږي او طبعا بايد همداسې وي. زموږ زياتره کتابونه چې په معاصره دنيا غږېږي، نو وار له مخه دا احساس راکوي، چې موږ يو قطب يو او معاصره دنيا بل قطب! خو د (زموږ) او (بل) ترمنځ د پخلاينې مسووليت يوازې يو دراک قلموال ښه په ځای کولی شي او نعمت الله صديقي له دې نعمت نه لويه برخه وړې ده. په کتاب کې د ټولو ښېګڼو په خوا کې ځينې (خوګانې) هم زما تر نظر راغلې، چې دلته به یې هغو ته هم اشاره وکړو.
په دې کتاب يوه ډېره اوږده سريزه استاد شاعر رحمت شاه سايل هم ليکلې ده. سايل صاحب د اوسني وخت لوی شاعر دی، خو زه په دوو علتونو په دې پوه نه شوم، چې د سريزې ليکوال څه ويل غواړي. يو علت يې زما خپله کمزورې ده، چې د کوزې خوا د پښتنو له ليکدود نه په ډېرو هلو ځلو هم سم مطلب نه شم اخيستلای او سره له دې چې دوی هم پښتو ليکي، خو په ډېرو ځايونو کې
داسې محسوسوم لکه له يوې بلې ژبې سره چې مخامخ يم. بل علت يې دا و، چې سايل صاحب ډېر غږېدلی او په ډېرې غږېدا کې يو احتمال دا هم وي، چې په خپله اصلي نکته کې متمرکز پاتې نه شو او خورا متنوع وغږېږو.
د کوزې پښتونخوا په نثر ليکونکو کې يو بل شديد رجحان دا هم دی، چې ان يوه علمي مقاله هم د خپل روزمره ژوند له ښو او بد پېښو را پيلوي او دا به د لوستونکي خوشبختي وي، چې ليکونکي دې نېغ په نېغه د مقالې په اصلي نکته بحث پيل کړی وي. زه نه پوهېږم، چې په يوه علمي مقاله کې يې د ليکونکي له شخصي ژوند سره د لوستونکي څه؟ د سايل صاحب سريزه هم په همدغسې خبرو پيل شوې.
د دې کتاب بله (خو) دا راښکاره شوه، چې د ليکوال په نثر کې د الفاظو د تکرار فريکونسي خورا لوړه ده او تکرار عموما د لوستونکي د زښتې ستړيا سبب ګرځي. ضمير د دې لپاره لرو، چې نوم بيا بيا ځلې ونه ليکو. تکرار د ستوماني په خوا کې د نثر د بې خوندي سبب هم ګرځي. انساني ذهن له تکرار سره ځان اسوده نه ويني او له دې بلا نه د تېښتې لاره لټوي. زده کوونکی نوی درس په شوق زده کوي، خو د تېر درس تکرار ته يې ملا ماته وي (يا په بله وينا، ذهن يې مات وي). د وينا د فن استاد ويل، چې ما پلانکي ته پوره يو ساعت دقيق غوږ نيولی و. تر پايه پورې مې يوه خبره هم داسې ورنه وا نه ورېده، چې دوه ځلې
دې يې کړې وي. زما استاد د وينا کمال په نه تکرار کې ليدلی و.
بله (خو) دا وه، چې ليکوال سره له دې چې په دې مطمئن ښکاري، چې په تنقيد کې بايد د نقاد بغض، کينه، حسد او تعصب د دې سبب نه شي چې د علم له دنيا سره خیانت وکړي او ديانت يې ونه ساتي. خو خپله چې په فيصل فاران تنقيد کوي، نو ځان ته د هر ډول حکم او قضاوت حق ورکوي او دليل يې دا وايي، چې د فيصل فاران غوندې شخص سره همدغسې چلند پکار دی. دا په دې معنا چې څوک لږ بد وي، موږ بايد ښه وکړو، ځکه د هغه بد په موږ پورې اړه نه لري. خو که څوک ډېر بد وي، نو بيا پکار ده، چې موږ هم يو څه بد شو. دا توجيه څومره علمي او د تنقيد په اخلاقياتو کې د منلو وړ ده، په دې حتما غور پکار دی.
يوه وروستۍ (خو) چې د ليکوال د سبک يو معمول به يې وګڼو، دا ده، چې تقريبا په هر پراګراف کې له ليکوال سره مخامخ کېږو. لوستونکی په دې پوهېږي، چې کتاب ليکوال ليکلی، نو دا خبرې چې (زه يې تحليلوم، زه يې ګڼم، زه يې څېړم، زه یې بولم…) ولې تکرار شي؟ زما په نظر په ليکنه کې چې ليکوال څومره غايب وي، هماغومره لوستونکی ځان متن ته نږدې ويني او صديقي صاحب خو په دې تر ما ښه پوهېږي، چې «ماتن مړ شوی دی»، نو بيا ولې بار، بار د لوستونکي سلامي ته راځي؟
زما د خوږ ناليدلي دوست قلم دې تل روان وي!