پنجشنبه, اکتوبر 17, 2024
Homeخبرونهد ایران پولیسو له خلکو وغوښتل چې د غیرقانوني کډوالو د لیدو...

د ایران پولیسو له خلکو وغوښتل چې د غیرقانوني کډوالو د لیدو په صورت کې دوی خبر کړي

تاند (پنجشنبه، د میزان ۲۶ مه) د ایران د پولیسو د عمومي قوماندان مرستيال وايي: د هيواد د نويو پاليسيو له مخې، غيرقانوني اتباع بايد خپل هېواد ته ستانه شي او پوليسو هم د هغوی د ستنيدو زمينه برابره کړې ده.

ایراني رسنیو نن د قاسم رضايي، له قوله وویل: «په بل هېواد کې د هر ډول غيرقانوني اتباعو اوسېدل جرم دی، او دا مسئله زموږ په هېواد کې هم همداسې ده. يعنې هر بهرنی چې په غيرقانوني ډول ايران ته راشي، د غيرقانوني اتباع ګڼل کېږي او دا عمل جرم دی.»

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د پولیسو د عمومي قوماندان مرستیال زیاته کړه: «له ۴۰ کلونو څخه ډېره موده کېږي چې زموږ په دوست او مسلمان هېواد افغانستان کې د پېښو له امله، يو شمېر اتباع خپل ژوند ته د دوام ورکولو لپاره زموږ هېواد ته مهاجر شوي دي. يو شمېر یې په بشپړ ډول قانوني راغلي، او هغوی زموږ مېلمانه دي او په دې کې هېڅ ستونزه نه شته. خو يو شمېر نور بهرني اتباع په غيرقانوني ډول زموږ هیواد ته راغلي او دلته کار او ژوند کوي، چې ټولې چارې يې جرم دي.»

د ایران د پولیسو د عمومي قوماندان مرستیال دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې په وروستیو ورځو کې ایراني پوله ساتو د سیستان او بلوچستان ولایت په سراروان ولسوالي کې پر سلګونو افغانانو ډزې وکړې او شاوخوا ۲۵۰ تنه پناه غوښتونکي یې ووژل. پر دې پېښه یو شمېر افغان شخصیتونو غبرګونه ښودلی او ایران اندېښنه لري چې د دې پېښې په خاطر په داسي حال کې د نړیوالو له عکس العملونو سره مخامخ نه شي چې د اسراییل له لوري تر سخت فشار لاندې دی.

د ایران د پولیسو مرستیال قوماندان رضايي وويل: د ایران د نويو پاليسيو له مخې، غيرقانوني اتباع بايد خپل هېواد ته ستانه شي او پوليسو هم د هغوی د ستنيدو زمينه برابره کړې ده. د قانون له مخې، که دغه کسان په هر ځای کې وليدل شي، پوليس مکلف دي چې هغوی وپېژني، راټول یې کړي او د پولو په لور يې واستوي.

د ایران د پولیسو د عمومي قوماندان مرستيال ایرانیانو ته هم خبرداری ورکړ چې غيرقانوني بهرني اتباعو په کار ګومارل جرم دی، او يقيناً له هغو کارکوونکو سره به قانوني چلند وشي چې دغو اتباعو ته کار ورکوي. همداراز، دغو کسانو ته د بانکي کارتونو، کورونو په کرایه ورکول يا موټرو ورباندې پلورل غيرقانوني دي.

رضايي له خپلو هېوادوالو څخه وغوښتل چې د غيرقانوني اتباعو د لیدو په صورت کې پولیسو ته ټیلفون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب