پنجشنبه, اکتوبر 17, 2024
Homeخبرونهزلمی خلیلزاد: د ایران له لوري د افغانانو ډله ییزه وژنه به...

زلمی خلیلزاد: د ایران له لوري د افغانانو ډله ییزه وژنه به بدې پایلې ولري

تاند ( پنج شنبه د میزان ۲۶مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي پرون پنجشنبه (د تلې ۲۶مه ) ویلي، که د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا د افغان مهاجرینو د وژلو راپورونه رښتیا شي؛ دا به ناوړخ پایلې ولري.

د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا د افغان مهاجرو د وژلو په اړه له غبرګونونو زلمي خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه دا خبره کړې ده.

زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې زیاته کړې: «مونږ باید د باوري څېړنو پایلو ته تم شو.»

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم د سراوان پولې ته څېرمه د ایراني سرحدي ځواکونو له لوري د افغان کډوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده.

یو شمېر افغان مدني فعالانو هم د دې پېښې د څېړنو غوښتنه کړې ده.
د دې بنسټ په راپور کې د دوو عیني شاهدانو په وینا راغلي چې له پېښې څخه د ۶۰ او ۷۰ کسانو ترمنځ ژوندي وتلي، نور یا مړه شوي یا ټپيان شوي دي.
بل لورته د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې ایران د د فلسطین او لبنان د مسلمانانو د دفاع لپاره غږ اوچتوي، خو د افغانستان مسلمانان وژني.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ویلي چې دا د ایران حق دی چې د غیرقانوني کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره قانوني چلند وکړي، خو نوموړي وویل چې له معتبرو سرچینو سره تر اړیکو وروسته دا څرګنده شوې چې له سروان سره د یکشنبې د پېښې راپورونه سم نه دي.

تراوسه معلومه نه ده چې په دې پېښه کې په کره ډول څه شمېر کسان وژل شوي یا ټپيان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب