Homeخبرونهپاکستان له ۶۵ ورځو وروسته د پاک - افغان تړلې لویه لار...

پاکستان له ۶۵ ورځو وروسته د پاک – افغان تړلې لویه لار پرانیسته

تاند ( پنچ شنبه د میزان ۲۶مه) د پاکستان سیمه‌ییزو رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان- افغانستان لویه لار له ۶۵ ورځو تړل کېدو وروسته د تورخم له لارې په بشپړه توګه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې دغه لویه لار د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور او د اعتراض کوونکیو ترمنځ له بریالۍ خبرو وروسته پرانیستل شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه لویه لار په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله د بې ځایه شویو خلکو له اعتراضونو وروسته تړل شوې وه.

بل لورته بیا په ننګرهار کې د پاک-افغان د سوداګرۍ خونو سلاکار مخلص احمد رسنیو ته ویلي، چې له دې سره به د افغان سوداګرو د صادراتو او افغانستان ته د وارداتو ستونزه حل شي.

په خیبر دره کې د دوشنبې په ورځ د پښتنو قامي جرګې په پرېکړو کې یوه هم دا وه چې له افغانستان سره دې د ډیورنډ کرښې په اوږدو ټولې لارې د خلکو او مالونو پرمخ خلاصې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...