Home+د کرکټر یو اړخیزتوب او د سمبولیک روایت منطق

د کرکټر یو اړخیزتوب او د سمبولیک روایت منطق

عبدالوکیل سوله‌مل

څه موده وړاندې مې خپله لنډه کیسه «داغونه» زما ګران دوست، هڅاند او پېژندل شوی لیکوال ته واستوله، چې د وتساپ پرهغې ادبي مجلې کې یې خپره کړي چې دی ېې د مدیریت چارې پر مخ وړي. له لوستلو وروسته یې راته ولیکل چې د کیسې موضوع جالبه او خوښونکې ده، خو د مرکزي کرکټر ـ پلار ـ انځور یو اړخیز ښکاري. د هغه په اند، دلته یوازې د ظلم، استبداد او کورني جبر اړخ ډېرښکاره او برجسته شوی، حال دا چې د انساني واقعیت له مخې هېڅ انسان مطلق شرور یا مطلق خیرخوا نه وي؛ هر فرد د متضادو ځانګړنو مجموعه ده.دی  رښتېا وای او نېوکه ېې

 د ریالیستي ادبیاتو له زاویې، پر ځای ده. ریالیسم د کرکټرونو څو بعدي‌توب ته ارزښت ورکوي او ټینګار کوي چې ادبي شخصیت باید د انساني طبیعت د پېچلتیا انعکاس وي. په همدې دلیل، په ډېرو کلاسیکو ناولونو کې مثبت کرکټرونه نیمګړتیاوې لري او منفي څېرې هم د انساني نرمۍ او عاطفې بېلګې وړاندې کوي. د مثال  په توګه، د تولستوی په جګړه او سوله اثر کې ګڼ شمېر شریف کرکټرونه، سره له اخلاقي لوړتیا، انساني کمزورۍ هم لري؛ او برعکس، ځینې منفي څېرې له بشپړ شیطانیت څخه لرې دي. دا د ریالیستي روایت ځانګړنه ده چې انسان نه مطلق سپین انځوروي او نه مطلق تور.

خو «داغونه» په ریالیستي مانا د یو فرد د رواني مطالعې او شننې کیسه نه ده؛ بلکې دا کیسه په بنسټیز ډول سمبولیک او سیاسي تمثیلي جوړښت لري.

په دې متن کې د راوي پلار یوازې یو فرد نه دی چې خپل شخصي خویونه ولري؛ هغه د یوه بدوي ـ قبایلي جوړښت، فرهنګي جمود، افراطي دیني تفسیر او استبدادي ذهنیت استازیتوب کوي. په تمثیلي او سمبولیکو داستانونو کې، کرکټر ډېر ځله د یوه ټولنیز یا فکري جوړښت نښه وي، نه د یوې بشپړې انساني روانپوهنې نمونه. په همدې چوکاټ کې، د کرکټر یو اړخیزه توب تل کمزوري نه ګڼل کېږي، بلکې کله ناکله د مفکورې د روښانتیا لپاره قصدي هنري انتخاب وي.

که دغه پلار نرم، مهربان او عاطفي اړخونه لرلای، نو د هغه سمبولیک وزن به کم شوی وای او د کیسې تمثیلي محور به له تمرکزه وتلی وای. ځکه چې دلته موخه د یوه فرد سپړنه نه، بلکې د یوه ذهني ـ ټولنیز نظام افشا کول دي.

د نړۍ په ادبیاتو په ځانګړي ډول د نا متو لوېو لېکوالو په داستاني اثاررو کې ګڼ مثالونه شته چېرې چې کرکټر د یوه نظام یا قدرت سمبول ګرځېدلی دی. د بېلګې په توګه، د کافکا په (په جزايي مستعمره کې) داستان کې مامور یوازې یو فردیت  نه دی، بلکې د ېوې  بې‌رحمې اداري ـ حقوقي ماشین استازیتوب کوي. همدارنګه د ده په بل اثر مسخ کې د پلار څېره د کورني اقتدار او ټولنیز فشار تمثیل دی، او د جورج اوریل په (١٩٨٤) کې «لوی ورور» د ټول‌ لیدونکي استبدادي نظام نښه ده. دا څېرې د خپل فردي پېچلتیا پر ځای، د یو جوړښت، یو قدرت او یو ذهني نظام تمثیل کوي.

په همدې معنا، د «داغونه» پلار هم باید د فرد په توګه ونه لوستل شي، بلکې د یوه تاریخي ـ فرهنګي تسلط د استعارې په توګه. که هغه مطلق او سخت انځور شوی، دا د داستانی پوهې د ناسم پوهاوی پایله نه، بلکې د تمثیلي وضاحت لپاره شعوري غوراوی دی.

البته دا بحث پر خپل ځای پاتې کېږي چې ایا سمبولیک شدت کله ناکله  رېالیستي باورمندي ته زېان اړوي که نه. خو دلته ما قصداً د ریالیستي توازن پر ځای د تمثیلي صراحت لاره غوره کړې ده، څو «داغونه» یوازې د بدن نښه نه، بلکې د ذهن، تاریخ او فرهنګي حافظې د زخم نښه هم وګرځي.

داغونه

زموږ په کلي او کور کې له پېړیو، پیړیو راهیسې د وسلو لرل دود دي. دلته که خان وي که غریب هر یو تر خپلې وسې خامخا په کور کې یوه وسله لري؛ دا که ټوپک وي، که تومانچه. په دې وسلو موږ  نه یوازې له غلو او تربرونو ځانونه خوندي ساتو، بلکې د خوښیو او ښادیو پر وخت پرې هوايي ډزې هم کوو، ودونه پرې ګرموو او ښادۍ پرې غوړوو.

خو خو اشېنونکې او حېرانونکې خبره دا وه چې زموږ د کور ټوپک دا دندې نه لرلې . دا ټوپک د وېرې لپاره ځانګړی شوی و. زما د پلار لپاره ټوپک نه د دښمن د وژلو وسیله وه او نه زموږ د خوښیو د نمانځلو او څرګندولو، بلکې هغه زموږ د وېرولو، ګواښلو او څارلو لپاره و. هغه زموږ نظام او زموږ قانون وو.

ده به تل خپل راځوړند ټوپک ته، چې په کنداغ یې د وینې په سره لیک د شهادت کلمه کښل شوی وه، ګوته نیوله او ویل به ېی  : که ددې ټوپک زور نه وای، دا کور به اوس له بې‌نمازانو ډک   واي .

زما مور او خوېندو ته به یې تل اشاره کوله:

— او تاسې ټولې به اوس سرتورې او بې حاجبه ګرځېدای..

پلار مې دروغ نه ویل، رښتیا یې ویل. که دده او د ده د ټوپک ویره نه وای، موږ به هېڅکله دومره په توره خړه له خوبه نه راکښېناستوچې  هر ګهیځ د کلي جومات ته ځانونه ورسوو. مور او خوېندو به مو هم هېڅکله دومره اوږده کالي نه اغوستل او نه به یې دومره مخ پټوه  چې یوازې سترګې دې خلک وویني.

پلار مې هر سهار په توره خړه موږ له خوبه راویښولو او په زور به یې جومات ته استولو. ده به تل د هرې ناغېړۍ او نافرمانۍ په بدل کې موږ ته ټوپک نېوه ، او موږ ټول به یې په دې جملې ګواښلو:

«دین په زور راغلی!»

ده ته دا مهمه نه وه چې څوک په څه حال او دم کې دی: روغ دی که رنځور، په سره تبه پروت دی که ټپي ، د ګرځېدو او خوځېدو وس لري که نه؛ په هر حال کې یې  لمونځ باېد جومات ته رسولی وای.همدا څېر ېې  په روژه کې  هم  د هېچا پروا نه ساتله. که هر څومره رنځور به وې، خامخا به دې د ده له وېرې روژه نیوه.

ځکه خو زما رنځورې مور، چې پر شکرې سربېره یې د زړه او پښتورګو ناروغۍ هم لرلې، نه یوازې له خوراک او څښاک  منع وه، بلکې د پلار او د هغه د ټوپک له وېرې یې ان یوه ګولۍ هم نه خوړه.

ده به تل د خپلې مور (زموږ انا) مثال راکاوه:

— مور مې له سلو اوښتې وه، خو یوه روژه یې هم ونه خوړه ،ځکه چې له خدای ویریده او د رسول الله مینه یی په زړه کې وه.

بیا به یې په لوړ غږ وویل:

دا دی دین، دا دی ایمان! دا ده تقوا او الهي مینه…

موږ نه یوازې هر ګهیځ او ماښام د قرآن په تلاوت مامور وو، بلکې په نیمه شپه کې یې د نفلي لمانځه لپاره هم راویښولو. خو دردونکې او حیرانوونکې دا وه چې ده پخپله نه یوازې د قرآن قرائت نه شو کولی، ان د لمانځه یو آیت او سورت یې هم سم نه و زده؛ خو د کلي له ملا به یې هره ورځ زموږ د سم قرائت راپور په زور او زېر اخیست.

پر دې سربېره، پر موږ نه یوازې د ږیرې او برېتونو د لنډولو بندیز وو، بلکې د سر د وېښتانو د جوړولو واک موهم د پلار و. ځکه خو به زموږ د سر وېښتان، لکه د نجونو، تر ولو رسېدل. زموږ پر سر سپینه خولۍ او توره لونګۍ هم لازمي وه. که د چا پر سر به نه وه، پلار به مو، لکه د یوې عسکري ټولي  قوماندان چې نافرمان سرتېری وګواښي، پر موږ هوايي ډزې هم کولې.

د ده ډز به داسې وېرې زېږولې، لکه د مرغانو په قطار  چې ښکاری د ټوپک ډز وکړي.  دا عادي ډز نه وو ، دا د خندا د بندېدو، د ژور سکوت او د وېرې د زما د پلار له ښوونځي سره هم نه وه جوړه . ده به هر وخت ویل:

— مکتبونه د کفر مکانونه دي!

سوګند یې خوړلی و چې تر څو دی ژوندی وي، موږ ېو به هم د ښوونځي مخ  ونه وینو. د ښځو خندا، لوړ غږ او ان له کړکۍ یا بامه دباندې کتل هم بند وو. زموږ ښځې — که مور وه که زما خوېندې — یوې ته هم له کوره دباندې د تللو اجازه نه وه. پلار مې ان زما خوېندې د کلي له چینو د اوبو راوړلو هم منع کړې وې، او دا خندا خبره خو دا وه چې د هغوي  پر ځای به یې پخپله د ویالې اوبه راوړې.

زموږ کور که زندان نه و، له زندانه کم هم نه و. بام ته ختل او له کړکۍ نه دباندې ننداره زموږ خوېندو ته د ژوند د باېللو په بیه تمامېده.

خو ازادي چې څومره محدوده شي، هغومره مقاومت او بغاوت زېږوي.

زما خوېندې به چې کله پلار له کوره ووت، هم د د کور له سوریو دباندې کتل او هم به بام ته ختلې چې  د شنو ونو، مرغانو او د کلي د هلکانو ننداره وکړي . دا ننداره، دا څو شېبې ازادي، د دوی یوازینۍ ساه  او مشغولا وه.

خو یوه ورځ زما خوېندو د دې نندارې لوړه بیه پرې کړه .

زېړی مازیګر و. له جوماته د ملا اذان پورته شو. پلار، لکه د ګرمې جګړې د یوې جبهې قهرجن قوماندان، غږ وکړ:هلکو، ځانونه تیار کړئ، جومات ته ځو.!چې

بیا یې مور ته مخ واړاوه:

— نجونو ته ووایه چې مصلې وغوړوي.

ټولې خوېندې، لکه د باد څپې، حاضرې شوې؛ خو مشره خور نه وه. بام ته ختلې وه، له مرغانو سره یې غږ ګډ کړی و، د هلکانو په لیدو یې سترګې لمدې وې. نه یې اذان اورېدلی و او نه د پلار راستنېدل.

پلار لکه غومبسه،چې ېې  وچېچي سترګې یې له غوسې سرې را واوختې . غږ یې لکه تندر لوړ شو:

— ګل‌اندامه چېرته ده؟

او بیا، لکه په وحشي سپي چې لاره بنده شي، په منډه بام ته وخوت.

موږ ېې د غضب نه ډک  غږونه اورېدل:

— د سپي لور! څو ځله مې ګولۍ له غوږه درتېره کړه، چې بېا دې دلته ونه وېنو  خو ته د کفر لور هېڅکله لارې ته رانغلې!

او بیا د ټوپک ډز وشو. ګولۍ والوته.

ما منډه واخېسته ، بام ته ورپورته شوم، ومې لېدل چې خور مې په وینو کې پرته وه. ګولۍ یې تندی سوری کړی و. له ژوند سره یې اړیکه پرې شوې وه. په ما پسې مې مور را پورته شوه ،  مور مې چې دا ولیدل، لویه کړېکه یې له خولې ووته، درز په ځمکه راولوېده. زړه یې بند شو، خو بخت یې و چې ژوندۍ پاتې شوه.

پلار ولاړ و، لکه د ورور له قاتل نه چې یې غچ اخیستی وي. سترګې یې زموږ پر لور راوګرځولې او بې له هر ډول اندېښنې او پښېمانۍ یې ووېل :

— تاسو چې وینه او مرګ ونه وینئ، په بل شي سمه لار ته نه راګرځئ!

وروسته د شهیدې خور خوا ته ورنږدې شو، په ږیره یې لاس وواهه، لکه لوی ثواب یې چې ګټلی وي، لکه موږ ېې چې سرتېری او دی مو د ټولي قوماندان اوسي په امرانه انداز  ېې وویل:

— دا د سپي لور له بامه وغورځوئ، چې نورو ته هم سبق شي

موږ له وېرې  داسې لږزېدو لکه په مرۍ ېې چې چاړه راته اېښي وي . داسې غلي ولاړ وو، تابه وېل  روحونه مو چې له بدنونو جلا شوي وي. نه مو د وېرې پلار ته کتلای شول او نه هم په وینو کې لمبېدلې خور ته.خو هغه زموږ غبرګون ته ونه درېد؛ زموږ په وړاندې یې زموږ خور، لکه حلال شوی حیوان، له بامه لاندې وغورځوله.

دې مرګ، دې وژنې او دې ظلم د کلي د هر انسان زړه وسوزوه ، خو هېچا هغه ته مخامخ د دې وحشت او بربریت خبره ونه کړه. هر چا ویل:

«د جبار دا کار حیوانیت و!»

خو هېڅوک  ېې تر پایه مخې ته ونه درېد، چې پر هغه دا  ومني  چې دا  لویه ګناه او جنایت و. خلک پوهېدل: دا وسلې چې زموږ د ښادیو تودولو لپاره جوړې شوې، د وېرې د کلتور زېږنده هم دي. خو له بده مرغه هېچا د هغو د ساتلو او بندولو چېغه تر پاېه  پورته نه کړه .

کلونه تېر شول. پلار مو زوړ شو، لاسونه یې ولړزېدل، سترګې یې وړې او ننوتې . هغه ټوپک چې پخوا به یې موږ پرې وېرولواو ګواښلو ، اوس د ده پر اوږه دروند شوی و. خو بیا به یې هم هر سهار، لکه پوځي جنرال او د جبهې قوماندان، موږ پرې  را بېدار ولو.

یوه ورځ ماښام، چې پلار له کوره ووت، او ټوپک یې پر اوږه و، پښه یې وښوېده. ټوپک ورسره ولوېد، ماشه ېې بې‌اختیاره ووهل شوه، ډز وشو او ګولۍ د ده د پښو تر منځ ولګېده.

پلار، چې ټول عمر یې نورو  د ګولۍ بیه پرې کړې وه، اوس پخپله د خپل ټوپک د ګولۍ ښکار وګرځېد. مړ نه شو، خو له اده باده ولوېد. نور له کوره نه شو وتلای. په اندېښنو کې ډوب و؛ د ماضي له تیارو او د خپلو لاسونو له بدو کارونو سره په خونه کې بند پاتې شو.

زه نن د هغه بوډا ظالم پلار لاس نیسم، چې ېوه ورځ یې له بامه زما د خور جسد وغورځاوه. خواړه او درمل ورکوم، او هره ورځ یې له نظره تېرووم. وینم چې نه هغه غږ لري او نه هغه ټوپک.

خو زموږ د کور د دروازې تر شا، هغه زوړ ټوپک لا هم راځوړند دی؛ زنګ وهلی، خاموش، او د یوه تور تاریخ غلی شاهد.

او زه چې هر ځل سترګې ور واړوم، له ځانه پوښتم:

وسلې څنګه زنګ وهي، زړېږي، ورستېږي او له کاره لوېږي، خو د وېرې او بربریت نه راټوکېدلي ټپونه ولې نه رغېږي او نه پای مومي؟

زموږ خور د کلي د بامونو پر سر لا اوس هم روانه ده. هر کله چې زما کومه خور بام ته پورته شي، ساه یې له ازادۍ ډکه وي، خو د سترګو له کونجونو یې د خور د وینې داغونه نه محوه کېږي.

زما لپاره اوس هره وسله، هره د زور خبره، او د دین په نوم هره ناروا او تېری — زما د پلار عکس دی؛ هغه عکس چې نه یې ړنګولی شم او نه یې بښلی شم.

لندن، سوتهال

اپرېل ۲۰۱۵ میلادي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مړه خوا بختانی| لعل‌پاچا ازمون

پسرلي تازه کډه باروله، ګرمۍ ورو ورو خوله په نازکو صورتونو کېښوده او خپله تنده یې پرې ماتوله.  دا  د کال ۱۳۸۷ خبره کوم، ګرمۍ وزرې...