له کړکۍ نه د باندې يي د ونې له څانګې را لویدلو پاڼو ته پام شو. چې یوه د پاخه عمرسړي په ماشین ټولولي، سړی په مینه مینه په خپل کار بوخت ورته ښکاره شو. هغه پاس وکتل، په ده يي سترکې ولګیدې موسکی شو. دی هم ورته موسکی شو او سر يي ورته وښوراوه. د لمر مخ د وریځو کنډکونو پوښلی و. دا کنډکونه د شمال په لوري روان وو. ښه ورته ځیر شو له ځانه سره يي وویل: هره شیبه باران، نورخو يي له دومره اورښته په تنګ شوم، کړکۍ يي بنده کړه، وړاندې يي د سین د پاسه سپینو مرغانو ته یوه شیبه په ځیرځیر وکتل، دی لا د هغوئ په ننداره بوخت و چې میرمنې يي ورغږ کړ. ناشته تیاره ده؛ کښته خوړنځي ته راشه!
ـ درغلم یوه شیبه، بیا يي له ځانه سره وویل: دی هم عجیبه سړی دی تل يي په شونډو خندا خوره وي… له خپله ځایه راپورته شوه او د قهوې پیاله يې ورسره واخیسته ورو، ورو د دوهم پوړ له زینو کښته شو.
ـ سړیه! هرڅه مې درته تیار کړي خو ته په ناز او نخرو راځي.
ـ هاهاها زه خو آن د ځوانۍ له شپو ورځو څخه همداسې نازدانه او نخره باز ومه، دا عادت مې اوسنی نه دی.
ـ هغه وخت چې د نازونه کول، خو وطن و. اوس خو مسافر یوو نور خو نو دا نازونه مه کوه.!
– ته هم ښه وايي، له دې سره يي په پیاله کې قهوه ورتویه کړه، څه خوږه يي هم ورسره واچوله، له چاینکې يي جوش اوبه ورباندې تویې کړي. ورو يې وویل: غوږشه! په ایران کې مې یو ملګری و، نوم یې محمود و. هغه به هر سهار ماته قهوه جوړوله، ترخه او تینګه اوس چې زه هر وخت قهوه څیښم نو محمود را په یاد شي. خدای خبر چې اوس به چیرته وي. ایا لکه ما غوندې به بوډا شوی وی؟
میرمنې يي هم به ټیټ غږ ورته وویل: – نه پوهیږم، ته نو اوس ځانته بوډا وايي؟
ـ هو نو بوډا خو یمه کنه نه وای باید تر تا مخکې مې ډیر کارونه په خپله سرته رسولي وای. زه ګوره په میز تیار چای او تودې ډوډۍ ته کښینم.
ـ چای دي وڅیښه، نن دي لکه چې خپلې ګولۍ نه دي خوړلې؟
ـ ګولۍ مې له کاغذه سره خوړلي. ههههه خو زه نور غواړم چې د ورځي هره ګړۍ د ځان له پاره یو تقسیم اوقات ولرم.
ـ هغه څنګه؟
ـ داسې چې څومره وخت ورزش وکړم، څومره وخت مطالعه وکړم او له تا سره د کورپه کارونو کې هم مرسته وکړم، کنه په دی ډول به لټ شمه او دا لټي به مې بیا چاغ کړي. پوهیږي که چاغ شوم نو بس د مرضونو به را پام شي. رښتیا ما غوښتل درته ووایم چې هغه پاڼې ټولونکي ته دي پام کړی دی تل يي په شوندډو خندا خوره وي. پوهیږي دا ولي؟
– زه نو څه پوهیږم او که درته ووایم زما خو هغه سړي ته هیڅ ور پام شوی هم نه دی.
– زما ور پام دی خو هرڅوک چې په خپل کار کې ورین تندی اوپه شونډو خندا ولري ناکام به نه شي. که هرڅومره په سخت کې کار هم بوخت وي. دا سړی همداسې یو سړی دی. تل خوشحاله وي. له دې سره يي د قهوې پیاله په میز کیښوده او د کړکۍ په ښیښیو د باران رڼه څاڅکي ولګیدل.
سلامونه
جلالزی صیب ! په فکر او قلم دې برکت
ډیره ښه، مجمله ، د ښو عاداتو روزونکې لڼډه قصه ده ؛په ځانګړې ډول عُمُر خوړلو مسافرانو (له وطنه لېرې والو)ته!!
دروند ساپی صاحب دا چې کیسه مو لوستلی او خوښه شوي ده / منندوی مو یمه