Homeخبرونهد علي وزیر پر نیول کیدو د بښنې نړیوال سازمان غبرګون

د علي وزیر پر نیول کیدو د بښنې نړیوال سازمان غبرګون

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۵ مه) د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر او د پاکستان ملي اسامبلۍ پخواني غړي، علي وزیر او نورو سیاسي فعالانو نیول کیدو ته غبرګون ښودلی.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له لنډمهالي حکومت غوښتي چې د بیان ازادۍ درناوی وکړي او د سیاسي مشرانو او فعالانو له نیولو دې ډډه وکړي.

علي وزیر او یو شمېر نورو پښتنو ملتپالو په وروستیو کې هغه پرلت ته د پاکستان خلاف توندې ویناوې وکړې، چې چمن کې له نږدې یوې میاشتې راهیسې پیل شوی.

دغه پرلت، پر چمن – سپین بولدک د تګ راتګ کوونکو افغانانو لپاره د ویزې او پاسپورټ د جبري کیدو خلاف پيل شوی.

پاکستان پریکړه کړې، چې نور به له ویزې او پاسپورټ پرته چا ته پر دې لاره د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...