تاند (پنجشنبه، د عقرب ۲۵مه) د پاکستان د لنډمهاله حکومت مشر وايي، له افغانستان سره ستونزه به هغه وخت حل شي چې په کابل کې مشروع حکومت رامنځته شي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، انورالحق کاکړ نن د ( پنجشنبه) په اسلام اباد کې د مارګلې ډیالوک په نوم غونډې ته په وینا کې له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې دفاع وکړه، ویې ویل، له پاکستان سره به د افغانستان مسایل هغه وخت حل شي، کله چې په کابل کې یو مشروع حکومت رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې پاکستان د طالبانو حکومت مشروع باله او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتنه کوله چې هغه په رسمیت وپېژني.
ده ټي ټي پي ته په اشارې وویل چې غیرحکومتي عوامل د پاکستان امنیت له خطر سره مخامخوي او دلیل یې د قانون نه فافذېدا، کمزورې حکومتولي، د وسلو شتون، کمزوری اقتصاد او بشري ودې ته لومړیتوب نه ورکول وباله.
له دې وړاندې د پاکستان پر موقت صدارعظم سربیره یو شمیرو نورو پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی چې ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو ته يې په خپل هیواد کې ځای ورکړی دی.
خو د طالبانو حکومت بیا د پاکستان دا ادعاوي رد کړي دي.
پاکستان د تېر اکتوبر په لومړیو کې اعلان وکړ چې ۱ میلیون او ۷۰۰ زره بې اسناده کډوال د نوومبر له لومړۍ نېټې وروسته له خپلې خاورې باسي خو عملاً یې دا کار تر ټاکلې نېټې مخکې پیل کړ.
پاکستان تراوسه پورې تر ۳ لکه ډیر افغان کډوال په خورا بدحالت کې ایستلي، جایدادونه او شتمنۍ یې ورمصادره کړي او حتي له ډیرو یې نغدې بیسې هم اخیستي دي.
پر دې سربېره یې د افغان سوداګرو د ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت تجارتي مالونه د کراچۍ په بندر کې ایسار کړي دي.
مور دی په خالی دیګی کښی تازه کوچ خرڅوی ته دمشروع حکومت خبری کویې ستا مللک مشروعیت نلری نو ته څه ومشروعیت موضوع مخته کوی
پاکستان خو نه د ظاهرشاه او داود شاه ، نه د مجاهیدینو ، نه د کرزی ، نه د غنی د هیچا سره مشکل خل نشو کړی ، اوس نو دوی د کوم ډول مشروع حکومت خبری کوی
دپاکستان جوړښت مشروع وو؟ دپاکستان له جوړښت څخه تراوسه پوري کوم حکومت د دوي مشروغ وو او ده ؟ همدارنگه د ده له جوړيدو تر اوسه له کوم يوه يوه همسايه ملک سره دوي نورمال روابط لرل او يا يي لري مثلا له هندوستان سره ، بنگلديش سره، ايران سره ، افغانستان سره ؟ په داخل دپاکستان کي له پښتنو او بلوچو سره علني دښمنان دي ،له ازد کشمير سره د دوي په اصطلاح په پټه دښمني کوي .دانگريزانو د وخت استعماري قوانين په پښتنو او بلوچو،هم په کشميريانو او هم په سيدنديانو تر اسه تطبيقوي . ١،٧ مليونه افغا مهاجر په يوه ميياشت کي د زمي په يخنيکي جبرا له پاکستانه شړل،دارايي يي ورڅخه غلاکول ،کورونه يي په شپه کي لوټول ، دوکانونه او کوrنه يي په بلدوزرانو ور گډول دي ته همسايگي وايي شرعي وايي او که مشروع ؟ او ناروا،ظلم تادا…دا ده په لنډو دپاکستان دستمگر،حرا م زاده او بي دينه حکومت واقعي تور لغوړن مخ .
د پاکستان لومړی وزیر حافظ کار نکوي کله چې د ظاهر شاه نظام له مینځه لاړ اود داود خان نظام جوړ شو نو په همغه وخت کې لومړی حکمتیار، مسعود او ربانی، ځینې خلک مولوی خالص یادوی ځینې جلال الدین حقانی یادوی چې پاکستان ته لاړل او هلته د داود خان د دولت پر ضد چې هغه وخت کې لا روسان، انګریزان او امریکایان افغانستان کې شتون نه درلود، نظامی ټریننګ یی ورکوو
چې څو کاله تیر شول چې بیا په داود خان کودتا وشوه ، بیا وروسته نورمحمد ترکي، بیا حفیظ الله امین او ببرک کارمل راغي چې ببرک کارمل په وخت کې روسان رسمآ افغانستان ته راغلل، یعنی مخکې د روسانو له راتګه پاکستان په افغانستان کې نظامی مداخله کړی وه،
مګر نړۍ پاکستان سره مالی او نظامی مرسته کوله او پنجاب بیا غیرمستقیم له تیرو جنګی ډلو سره سیاسی و نظامی او مالی ملاتړ کولو ځکه دا ټولی خبری په تاریخ کې ثبت دي ځکه دوی په طول د تاریخ کې چې افغانستان کې مینځ ته راغلی دوی یی مخالفت کړی
بله خبره داچې همدې جهادې تنظیمونو په افغانستان کې د ځینو پلوې ملایانو له لورې د پاکستان د څارګرو ډلو له لوري ولس ته داسې تبلیغ کولو یا ذهنیت جوړوه چې له افغانستان څخه هجرت وکړی پدې ټول نړۍ پوهیږي چې افغانان عقیدتی خلک دي نو ټول ولس د عالمانو ومنل، چې اوس ګورو همدوی وايي چې افغانان دې زموږ احسان مند شي، یوځل ضیاالحق د پاکستان مشر ویل چې افغانان پاکستان ته هجرت وکړی او پاکستانیان به انصار شي یعنی د دوی سیاسی مشران دا خبري کولی پاتې شو د دوی مذهبی مشران لکه فضل الرحمن څو کاله مخکی ویل چې : د شوروي خلاف جهاد نه دی شوی، موږ ټولو د امریکا خدمت کاوه
https://taand.net/?p=216673
داسې څوک نشته چې ورته ووایي چې تاسو ویل چې راشي هجرت وکړي اوس موږ مړه هم شو او پړ هم مګر یوه ورځ به راشي چې له ټولو مجرمینو کې هغه افغانان دي یا ګاونډیان یا نړیوال، ددې ۴۵ کلنو ناخواله په اړه یو ځل به محاکمه کیږي خو اوس همغو رهبرانو بیا امریکایان راوستل او کابل یی په کنډواله بدل کړل،
مطلب داده چې تنها دلته د کمونست یا جمهوریت خبره نده : دلته چې له داود خان څخه رانیولی (نورمحمد ترکی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله پوری بیا له هغه وروسته مجاهدین یی په خپل مینځ کې سره واچول د قدرت په خاطر بیا د هغوی خلاف د تحریک طالبان را پیدا شول بیا همدوی امریکا ته نظامی آډه ورکړه هغه یی هم له مینځ یوړل بیا جمهوریت نظام راغی ربانی موقت، کرزی بیا غنی چې کرزی او غنی د ټاکنو په اساس مینځ ته راغلی مګر دوی بیا هم په وړاندې د نظامی ډلو مالی او نظامی ملاتړ کولو چې پدې باندې امریکایان ښه خبر دی خو چې چپ دې لدې معلومیږی چې دا ټول د دوی ډیزاین شوي پروژي دي.
ځکه ټرمپ پخپل وخت کې وویل چې موږ پآکستان ته ۳۳ میلیارده ډالر ورکړل مګر پاکستان موږ لپاره هیڅ هم ونکړل مطلب دا هر څه د دوی په مالی ملاتړ ترسره کیدل ځکه اسامه په پاکستان کې ووژل شو مګر امریکایانو په افغانستان کې دده پر سر په ودونو ، جنازو بمبار وکړل او زیات بیګناه ماشومان او ښځي پکې له مینځ لاړل مګر بیا دوی وایی چې موږ حقوق بشر غواړو. مګر د اسامه بن لادن ځوی له یوی امریکا سره واده کړی په امریکا یا نورو غربی هیوادونو کې آزاد ګرځی هغه ته څه نه وایی ځکه جنایت یو فردی عمل دی مګر دلته د یو کس لپاره ټول ولس باندې ظلم او ناروا شروع کړی پدې ۲۰ کالو کې لدې معلومیږی چې امریکا انسان وژنی ته ملاتړلی هغه هم د افغانانو. یا د پاکستان له لوری یا اسرایلو له لوری ژوندی مثال یی په دادي:
دوی هغه شعار هیر کړل( جهاد افغانستان دفاع پاکستان)