Homeخبرونهد افغانستان او ایران ترمنځ د تېلو په صادراتو کې د خنډونو...

د افغانستان او ایران ترمنځ د تېلو په صادراتو کې د خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې شوې دي

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) د افغانستان د واکمنې ادارې د معیار او کیفیت ادارې مشر عبدالله حاجي بشیر په ایران کې د خپلو لیدنو په لړ کې د تېلو، ګاز او پتروشیمي محصولاتو د صادرونکو ټولنې له مسوولانو سره د افغانستان لپاره د تېلو د صادراتو پر وړاندې د خنډونو او د هغو د لرې کولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې د سې شنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي چې حاجي بشیر او د دې ادارې د پالیسۍ او پلان جوړونې مشر محمد حامد په دې لیدنه کې افغانستان ته د ایراني تېلو د صادراتو پر وړاندې د ستونزو د هواري لپاره د عملي لارو چارو په اړه خبرې کړې دي.

د افغان پلاوي غړو د ایران د سوداګرۍ خونې له مسوولانو سره هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د توکو د معیارونو پر برابرولو او په اقتصادي راکړو ورکړو کې د شته ستونزو پر حل خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې افغان پلاوي په جلا لیدنه کې د ایران د ملي کریډیټ مرکز له مشر سره هم د توکو د کیفیت د ارزونې د پایلو د متقابل منلو او د اعتبار ورکولو د لارو چارو په اړه خبرې کړې دي.

دا لیدنې په داسې حال کې کېږي چې ایران اوس مهال د افغانستان د اړتیا وړ توکو د برابرولو په برخه کې د دغه هېواد تر ټولو مهم سوداګریز شریک دی. د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د اپرېل د راپور له مخې، د افغانستان د ټولو وارداتو ۳۱،۴ سلنه له ایرانه کېږي او دغه هېواد د افغانستان د وارداتو تر ټولو لویه سرچینه ده.

له بلې خوا، د وارداتي تېلو د کیفیت موضوع هم د کابل د سوداګریزې تګلارې له مهمو برخو څخه ده. د افغانستان د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د بې‌کیفیته پټرولو او تېلو د وارداتو د مخنیوي خبر ورکړی دی.

په تېرو څو کلونو کې په ځلونو افغانستان د ایران تېل د کیفیت د خرابوالي له کبله مسترد کړي دي. ویل کېږي چې د ایران په تېلو کې د سرب اندازه زیاته وي. دا ماده د سرطانونو سبب کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ونسان ون‌ګوګ یو انځور په ۱۹۰.۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه)د هالنډي انځورګر ونسان ون‌ګوګ د «غوړېدونکو څېړیو ونو» په نوم انځور د نیویارک په ساتبیز لیلام‌ځای کې...