تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د جرمني پولیسو ویلي چې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې سلګونو ښوونځیو ته په برېښنالیکونو کې د بمونو د چاودولو ګواښونه شوي دي.
د پولیسو په وینا، په دغو برېښنالیکونو کې چې ډېری یې ورته متن لري، نامعلومو کسانو ادعا کړې چې د ښوونځیو په ودانیو کې یې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي او د چاودولو ګواښ یې کړی دی.
پولیسو ګواښونه جدي نه دي بللي او ښوونځیو ته یې سپارښتنه کړې چې ودانۍ تخلیه نه کړي او خپل عادي فعالیت ته دوام ورکړي. خو په ځینو ښوونځیو کې زدهکوونکي ته ویل شوي چې د احتیاط لپاره کورونو ته ولاړ شي.
د جرمني په جنوب لوېدیځ بادن-وورتمبرګ ایالت کې یوازې تر ۴۵۰ ډېر ښوونځي دغه ګواښوونکي برېښنالیکونه ترلاسه کړي دي. پولیسو د نورو سیمو ښوونځیو ته هم ګزمې لېږلې دي.
دا ګواښونه په داسې حال کې شوي چې د نومبر په لومړیو کې په ایټالیا، شمالي ایرلنډ او سکاټلنډ کې هم زرګونو ښوونځیو ته ورته جعلي برېښنالیکونه لېږل شوي وو، خو په هېڅ یوه کې چاودېدونکي توکي ونه موندل شول.