پنجشنبه, فبروري 19, 2026
Home+په اوسنۍ شاعرۍ کې د طنز عمومي ماډل او مفهوم

په اوسنۍ شاعرۍ کې د طنز عمومي ماډل او مفهوم

لیکنه: طالب منګل
شعر ته وخانده٬ وخانده او بیا هم وخانده٬ دا طنز نه دی٬ شاید طنز لوستونکی وژاړوي٬ خفه یې کړي او یا یې فعل له حرکت وغورځوي٬ مثبت لوری ورکړي او یو څوک متوجې کړي.
په شعر کې طنز یو څه ستونزمن دی٬ شاید مخاطب پوه نه شي چې دا طنز دی٬ خکه طنز په هغو شعرونو کې چې تخیل ولري٬ دېر نرم وي٬ خو ډېر وخت عام لوستونکي خندا او یا یو شمېر کلیوالي اصطلاحاتو٬ کلمو٬ مکالمو او هغو لفظونو راوړل چې په ټولنه کې په سختۍ یادیږي او یا تابو لغات وي چې یو نه یو ډول د یو شمېر نازکتونو له امله پرې بدندیز لګیدلی وي راوړل طنز بولي خو داسې نه ده.
په شعر کې طنز د مستقیمې لارې کاریدلی وي او یا په استعارو او کنایو کې کارول شوی وي٬ خیال او تصویر ولري٬ همدا شعري طنز بللی شو.
ځینې وخت په شعر کې داسې مکالمې٬ کلمې او جوړښت کارول کیږي چې په اوریدو یې خلک خاندي٬ بده به نه وي چې ووایو دا په شعر کې ټوکه ده.
افضل شوق وایي:
مازې د يار د موسېدو په‌ خاطر _ ‎ټوکه په ځان کول څه ټوکه نه ده
نو ځینې شعرونه په ځان او نورو ټوکې کول وي٬ چې ټوکه بېلابېل اړخونه لري او د شعر په قالب کې یې ځایول هم یو استعداد او پوهوي ته اړتیا لري.
په هر صورت په اوسنۍ شاعرۍ کې داسې ډېر شاعران لرو چې د خپلو مزاحیه او طنزي شعرونو له امله مشهور دي٬ دوی په اصل کې هڅه کوي چې په هغو موردو شعر ولیکي چې خلک وخندوي٬ د شعر خندا هم ارزښت لري او په دې برخه کې د یو شمېر شاعرانو ځای مالوم او واضح دی خو په دې لیکنه کې به په شعر کې د طنز برخې وڅیړو تر څو زموږ د همدې بحث موضوع یو څه روښانه شي.
له دې مخکې یوه خبره د کولو ده او هغه دا چې د شوخ او طنزیه شعر تر منځ یو څه توپیر شته او هغه دا چې شوخ هغه شعر ته وایي چې ژبه، تصویر او فضا یې یو څه برسرنه یا له دروندوالي لرې وي، خوږه، ټوکیزه، نرمه او ژوندۍ وي او لوستونکی وخندوي، وخوځوي او یا یې احساساتو ته یو ډول خوږ شرارت ورکړي.
یا دا چې په شوخو شعرونو کې ژبه ساده وي او جدي وینا نه په کې وړاندې کیږي.
شوخ شعر چې د ادب له دایرې واوړي نو ارزښت بایلي او د شعر مقام نه لري او شوخ شعر له احساساتو سره په ناز لوبه کوي.
د شوخو شعرونو په اړه به بیا په بل بحث کې یو څه خبره وکړو٬ اوس یې یادونه ځکه ضرور وه چې شوخ شعر او طنزیه شعر بېل ماډلونه دي.
راځو خپلې خبرې ته٬ نیک محمد ولس مل وایي:
درملتون درڅخه ورک دی بې سواده
مریضان دې راوستلي مستري ته
په دا ګرمو ښایسته ولایتو کې
په دا یخ کې موږ راغلي یو غزني ته
د نیک محمد ولس مل دا بیتونه ټولنیز طنز لري٬ خو دلته تمسخر شته او هغه دا دی چې ناروغ د ډاکټر پر ځای مستري ته وړل کېږي٬ یوې خوا د ناروغ پیواز بې سواده دی او د بې سوادۍ کچه انځوره وي له بلې خوا شاعر بې‌ سوادي او ناپوهي انځوره وي خو اصلي طنز دا دی چې درملتون نشته، خلک د بدن درد د موټر د خرابۍ په شان چلوي.
په دویم بیت کې  طنز له تضاده راپورته شوی چې یو آرام او ښایست بل سختي او سړه دی خو شاعر د طنز له لارې دا خبره کوي چې زموږ په ټولنه کې انتخاب سم نه دی او خلک د خپلو اولیتونو انتخاب نه شي کولی.
په کوټې کې لکه وروڼه سره ناست یوو
مګر هیر مو دي لمنځونه سره ناست یوو
ومې غوښې سره خورو نه په مړیږو
ټوله ورځ دي غیبتونه سره ناست یوو
به دې بیتونو کې د وروڼو یو ځای کېناستل یوالی دی خو دوی متوجې کیږي چې لمونخونه یې هېر کړي دي٬ دا د دین، نظم او مسوولیت پرېښودل دي.
که وګورو طنز دلته په تضاد ولاړ دی یعنې ظاهري وروري شته خو بنسټیز ارزښت چې لمانځ دی نشته.
به بل بیت کې د بل انسان د غیبونو د بیانولو حرص ښودل شوی دی٬ هغه وایي په ژبه ګناه کوو٬ وخت ضایع کوو او دیني ارزښت نه پیژنو٬ که لنډ ووایو شاعر وایي موږ یو ځای ناست یو، خو نه عبادت شته، نه اخلاق، نه ځان کنټرول٬ په دې کې طنز ځکه شته چې په دې کې نصحت نه کوي٬ رښتینی انځور وړاندې کوي.
نیک محمد ولس مل بل ځای کې وایي:
ځوانه ګټه دې ونه رسېده پلار ته
درولی دې په سپینه ږیره کار ته
مېلمانه دې د قورمې په طمه ناست دي
تا لوبیا ور اچولې دیګبُخار ته
که وګورو په لومړي بیت کې ځوان شته، خو بې‌ کار، او بې‌ مسولیته دی خو هغه څوک چې باید د عزت او ارام وخت ولري، لا هم د نفقې لپاره ستړی کېږي.
طنز په دې شوی دی چې یو ځواکمن کس ناست دی او کار نه کوي خو کمزوری عمر مزدوري کوي.
شاعر په داسې یو ځوان خندلي او هغه ته یې د طنز له لارې خبره رسولې ده.
دویم بیت کې بیاکلتوري طنز دی٬ ځکه مېلمه له دودیز تمې سره ناست دی٬ خو کوربه له مجبورۍ لوبیا پخوي٬ که وګورو شاعر نه په کوربه ملنډې وهي، نه په مېلمه٬
بلکې په هغه حالت ملنډې وهي چې تمه له وسه لوړه وي.
سوله مل یو بل غزل:
هلو سلام اورم سهي څوک یې؟
غږ دې راځي مهرباني څوک یې؟
مزاحمت دې په مجلس کې یمه
خبرې نه کیږي بیخي څوک یې؟
شمېرې ته نوم نشته ته ډېر وبښه
ځان معرفي که اوس دستي څوک یې؟
نور په څېرې خو دې الله خبر دی
اواز دې ډېر دی تاثري څوک یې؟
په ظاهره دا ټول غزل د یو ټیلیفوني مکالمې انځور دی٬ څوک زنګ وهي٬ مخاطب په مجلس کې ناست دی٬ نه یې څېره پېژني، نه نوم، نه هویت٬ یوازې غږ شته، هغه هم تاثري غږ دی. دا یو عادي، ورځنی حالت ښکاري.
خو دا غزل د ننني انسان د اړیکو  استعاره ده.
انسانان ډېر دي، خو پېژندګلوي کمه ده٬ پخوا انسان نوم درلود، شمېره نه وه٬ اوس شمېره شته، نوم نشته یعنې طنز په دې دی چې انسان د ډیجیټل نښو تر سیوري لاندې ورک شوی.
که وګورو شاعر په هر بیت کې دا پوښتنه تکراروي چې څوک یې٬ همدا تکرار خپله طنزي چیغه ده. شاعر د اوسني انسان د یوازیتوب او جعلي اړیکو انتقادي انځور وړاندې کوي٬ یو او بل ته د مزاحمت خبره کوي.
بل بیت کې ولس مل وایي:
بیخي لږ  عقل دې نشته په مغزو کې
بیا دې وکړله ښکنځل په مسخرو کې
شاعر ددې بیت له لارې هغه کس ته چې اخلاقي تیتوالی ولري هر څه ور په زړه کوي. شاعر چې وایي بیخي لږ عقل دې نشته په مغزو کې٬ دا داسې ښکاري لکه څوک چې ورټې٬ خو طنز ځکه لري چې دا نیم بیتی ډېره عامیانه دی، لکه د کوڅې خبرې.
دا چې عقل د انسان د کرامت نښه ده نو شاعر وایي همدا تر ټولو بنسټیز شی کم دی.
خو کله چې بل نیم بیتی وايي نو ښکنځلې اخلاقي ټیټوالی بولي که څه هم ښکنځل عموما د غوسې زېږنده وي خو دلته د ټوکې په نوم کېږي٬ یعنې شاعر په دې نیوکه کوي چې بې‌ادبي د تفریح وسیله ګرځېدلې ده او دا باید داسې نه وای چې خلک په ټوکو کې بل ته کنځل وکړي.
جهانزیب جوهر وایي:
نا ډاکټره خr یم که انسان یمه
پانډې شربتونه دي٬ په مړ دې کړم
ټولې دې راکړي د نشې ګولۍ
شا و دام خوبونه دي٬ په مړ دې کړم
ګرانې څه یو بل لنده بل نه و نن
شپه او ورځ دالونه دي په مړ دې کړم
زوړ بابا راډیو دې لږه ټیته کړه
څه د غم خبرونه دي پرې مړ دې کړم
د جوهر دا بیتونه تور طنز دی ځکه شاعر د مرګ، نشې، ناروغۍ او درد خبرې په داسې ژبه کوي چې خندا پیدا کوي٬ خو موضوع په اصل کې ډېره ترخه ده.
شاعر په مستقیم ډول پر ناسم طبابت٬ پر نشه‌ يي درملو٬ پر بې‌ وسۍ او اقتصادي فقر او  د غمیزو خبرونو د زیاتوالي په درلود نیوکه کوي.
که وګورو په غزل کې په مړ دې کړم ردیف ظاهرا داسې ښکاري لکه  ټوکه ده٬ خو په حقیقت کې دا یو اعتراض دی.
اسراالله حسن زی هم طنزیه شعرونه لیکي او هغه وایي:
ته ګوره ادارو ته د کارونو د لیدو هییت راغلی
که ژمی شو ننګرهار ته د مالټو هییت راغلی
کار به وي روداتو کې خو دا به ځي کامې ته
زما په خیال د ګوړې او ګنو هییت راغلی
خیوه او دره نور دې خبر دار اوسي چې ګورئ
چې هلته د پانیر او د مستو هییت راغلی
دا بیتونه په اداره طنز. دی٬ هغه وایي هییت راغلی خو نه د کار لپاره، بلکې د خوراک، مېوې او نوم ښودنې لپاره راغلی.
په دې بیتونو کې طنز  دا دی چې اداره شته، خو کار نشته٬ هییت شته، خو پایله نشته. په دې کې موقعیتي طنز هم واضح دی٬ یعنې خلک له ستونزو سره مخ دي
خو هییت د مېوو او لبنیاتو په لټه ګرخي.
که وګورو دا بیتونه سیاسي لیدلوری لري٬ ولسي او نرمه ژبه لري٬ ساده خبرې دي٬ خو شاعر څوک نه نوموي٬ نه د کومې ادارې نوم اخلي خو هر څوک ځان پېژني٬ همدا د اوسنۍ طنزي شاعرۍ مهمه ځانګړنه ده.
حسن زی بل ځای وایي:
دا یو وایي په ګل باندې اصلي عشق بوره دی
دا بل وایي چې نه اصلي پتنګ دی٬ په دې جنګ دی
فقـط همـدا خـبره ده، نور هیـڅ خـبره نشـته
راغلی د یو چا د نمبر زنګ دی، په دې جنګ دی
شاعر وایي خلک په بې ځایه او معمولي خبره جنګ کوي٬ شاعر چې کله وایي په دې جنګ دی مطلب دا چې شخړه خپله هدف نه لري، عادت ګرځېدلې ده٬ لوړ او ژور فکري مفاهیم لکه ګل او پتنګ اصلي عاشق مالومولو خبره  شخړې ته ځي او دوی په دې نه پوهیږي چې بوره د ګل عاشق دی او پتنګ په ډیوه خپل وزرونه سوځوي.
که وګورو په دې بیتونو کې د ننني انسان د لفظي جنګونو بې‌ثمري په طنزي ډول انځور شوې ده او بې مانا جنګونه کوي او دا یې عادت ګرځیدلی دی.
نو په اوسنۍ شاعرۍ کې طنز یو شعوري٬ فکری او انتقادي خای لري٬ طنزیه شاعرانو د ټولنې دردونه٬ ناخوالې٬ اخلاقي مسایل٬ جګړې او بې عدالتي په خپلو شعرونو کې نه ده هېره کړې.
غلام طاهر افغان وایي:
اوهو ته پریږده ټوکې ماته نخرې ماته پریږده
له جینکو سره بلد یم کیسې ماته پریږده
د چا په باب مظاهره ده پرې خبر هم نه یم
په کې خوشال یم وایم چیغې نارې ماته پریږده
شاعر چې کله وایي توکې نخرې ماته پریږده دا په هغه انسان طنز دی چې جدي خبرې نه خوښوي٬ له مسولیت تښتي او هر څه په ټوکو او نخرو بدلوي.
خو د افغان صیب ددې شعر دویم بیت د اوسنۍ شاعرۍ یو تیز طنز دی٬ ځکه سیاسي بې شعوري په کې ښودل شوې٬ هغه وایي چې خلک غږ پورته کوي خو نه پوهیږي چې ولې غږ پورته کوي.
په پښتو ژبه کې ښه طنزیه شعري پیدا کیږي خو اکثره دا شعرونه د شاعر له خولې نورو ته رسول کیږي٬ چاپي بڼه یې کمه ده او یا که ووایو طنزیه شعر د هم هغه شاعر له خولې خوند کوي٬ خو په کار دي چې دا شاعري د اوریدلو په ځای د لوستلو ډګر هم وګټي خو بیا هم ګډ ټکی دا دی چې طنز وړاندې کونکی شاعر خپل ځان له ټولنې جلا نه ګڼي او نیوکه د ټولنې له منځ څخه کوي.
 طنز لوستونکی نه یوازې خندوي، بلکې ځوروي، ویښوي او فکر ته یې اړ باسي٬ حقیقت په ډېره نرمه خو اغېزمنه ژبه بیانوي٬ زه وایم د طنز شاعري د نن د بیانیزو وسیلو څخه مهمه وسیله ګرځیدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان د علومو اکاډمی د جوړېدو د اووه څلوېښتم کال په مناسبت

دودیال   د افغانستان د علومو اکاډمي په اوسني تشکیل او جوړښت سره، په یوځلي نه ده جوړه شوې، بلکې دا له ۱۳۱۱ل. تر ۱۳۴۹ل....