Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام؛ له خوارځواکه افغان ماشومانو سره مرستې کمې کړې

د خوړو نړیوال پروګرام؛ له خوارځواکه افغان ماشومانو سره مرستې کمې کړې

تاند ( پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې  ۳۰مه) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر پراخېدو اندېښنه ښودلې ده.

یادې ادارې تازه له خوارځواکه افغان ماشومانو سره د خپلو مرستو د کموالي خبر هم ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د خوړو په برخه کې افغانستان له ناورین سره مخ بللی او ویلي یې دي چې، دوی هم د بودیجې د کمښت له امله اړ شوي چې په افغانستان کې له هر څلورو خوارځواکو ماشومانو یوازې له یوه سره یې مرستې وکړي.

د یاد پروګرام مشر «جان ایلیف» زیاته کړې، چې د خوارځواکۍ اوسنۍ شمېرې د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري.

یادې ادارې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ خبرداری ورکړی او د بودیجې د کمښت له امله یې د افغانستان له خلکو سره د خوراکي توکو مرسته هم کمه کړې وه.

د دې ترڅنګ د یونیسف په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو هم په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر پراخېدو اندېښنه ښودلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...