Homeخبرونهافغانستان او ازبکستان د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

افغانستان او ازبکستان د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

تاند ( پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې  ۳۰مه) افغانستان او ازبکستان  د ګډو همکاریو پر پراختیا ټينګار کړی دی.

روسیه کې د طالبانو د حکومت سفیر مولوي ګل حسن حسن په کوربه هیواد کې د ازبکستان له سفیر باتورجان ذاکروویچ اسدوف سره  کتلي دي.

دواړو لورو د دوه اړخیزه ګډو همکاریو او اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

یاد سفارت نن پنج شنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، دواړو لورو په دې لیدنه کې د سیمه ییز تعامل، د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا، اقتصادي همکاریو او ټرانزیټي مسایلو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې، دوی په دې ناسته کېد ګډو همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ راهیسې له پاکستان پرته نورو ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې په پراخېدو دي.

طالب چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې، دوی له ګاونډیو هېوادونو او دغه راز له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او ډاډ یې ورکړی چې، د هېڅ هېواد په مقابل کې به افغان خاوره ناسمه ونه کارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...