Homeخبرونهد کرکټ نړیوال جام: افغان لوبډله نن خپله وروستۍ لوبه له کاناډا...

د کرکټ نړیوال جام: افغان لوبډله نن خپله وروستۍ لوبه له کاناډا سره کوي

تاند ( پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې  ۳۰مه) د کرکټ په روان نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان ملي لوبډله نن خپله وروستۍ لوبه له کاناډا سره کوي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې درې لوبو کې یوه ګټلې او دوه یې بایللې دي.

افغان لوبډلې په خپلو لومړیو دوو لوبو کې د خپلو سرسختو سیالانو ، نیوزلنډ او جنوبي افریقا پر وړاندې ماتې وخوړه او اماراتو ته یې ماته ورړکړه.

افغان لوبډله د اتو غوره لوبډلو ته لار ونه مونده او له نننۍ لوبې وروسته به هېواد ته راستنه شي.

دغه لوبه نن ماښام پيلېږي.

له نړیوال جام وروسته بیا افغان لوبډله په مارچ میاشت کې له سرېلانکا سره ۳ یو ورځنۍ او ۳ شل اوره لوبې لري چې، د سرېلانکا په کوربه توب به ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...