Homeخبرونهماریا شاراپووا د ویمبلډن له اتلولۍ وروسته په ۱۰ زره ډالرو توشک...

ماریا شاراپووا د ویمبلډن له اتلولۍ وروسته په ۱۰ زره ډالرو توشک اخیستی و

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) د روسیې د ټېنس پخوانۍ لوبغاړې ماریا شاراپووا وايي، د ویمبلډن د اتلولۍ له ګټلو وروسته یې د جایزې په پیسو نه موټر واخیست او نه کور، بلکې یو قیمتي توشک یې پرې واخیست.

شاراپووا په ۲۰۰۴ کال کې د ویمبلډن د ښځو د یو کسیزه سیالیو په پایلوبه کې امریکايۍ لوبغاړې سرینا ویلیامز ته ماتې ورکړه او په یوازې ۱۷ کلنۍ کې یې د ګرانډ سلیم اتلولي وګټله. هغې د دې بري په بدل کې ۵۶۰ زره او ۵۰۰ پونډه جایزه ترلاسه کړه.

نوموړې په «پریټي ټف» پوډکاسټ کې وویل، د خپلې لومړۍ سترې جایزې له ترلاسه کولو وروسته له خپلې مور سره د توشکونو یوه پلورنځي ته ولاړه او په ۱۰ زره ډالرو یې یو توشک واخیست.

هغې وویل، لا هم د دې توشک په رانیولو د شرم احساس کوي، خو دا یې د ژوند لومړنۍ لویه سودا وه.

شاراپووا د دې پېښې په اړه وویل، کله چې له خپلې مور سره کور ته ستنه شوه، پلار یې ترې وپوښتل چې چېرته تللې وې؟ هغې ځواب ورکړ چې سودا اخیستلو ته تللې وه.

پلار یې بیا وپوښتل چې د سودا کڅوړه یې کومه ده؟، خو شاراپووا ورته وویل چې سودا یې په کڅوړه کې نه ده اچولې، بلکې په ۱۰ زره ډالرو یې یو توشک اخیستی دی.

د شاراپووا په وینا، پلار یې د دې غیرمعمولي سودا په اورېدو سخت حیران شوی و. نوموړې وايي، هغه توشک لا هم ورسره دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لالا ګادیوان …| لعل پاچا ازمون

د هجري شپېتم کالونه وو چې د باران په نامه یوې ځوانې ډلې پخپلو خوږو غږونو او لاسونو غورځولو د تلویزون پرده ونڅوله، د...