تاند (پنچشنبه، د لیندۍ/ قوس ۵ مه) د افغان سندرغاړي وحید صابري مړی، چې د چهارشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۵مه، یې په تاشکند کې د جنازې مراسم ادا شول، کابل ته لېږدول کېږي چې په خپل زېږنځای کې خاورو ته وسپارل شي.
د صابري نژدې ملګري او هنرمن بکتاش جویا ویلي، د هغه د جنازې په مراسمو کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شول، یو شمېر افغان سندرغاړو، فرهنګي شخصیتونو او د افغان کډوالو ټولنې غړو ګډون کړی و.
د جویا په وینا، د صابري کورنۍ پرېکړه کړې چې د هغه مړی خپل هېواد ته ولېږدوي او د دې کار لپاره چمتووالی روان دی. د کورنۍ غړي چې له بېلابېلو هېوادونو څخه د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللي وو، د جنازې د لېږد په اړه یې سلا کړې ده. تمه ده چې په ازبکستان کې یو شمېر افغان سوداګر هم په دې برخه کې مرسته وکړي.
په ټولنیزو شبکو کې په خپره شوې ویډیو کې افغان هنرمن قاسم رښتینګار ویلي چې بېرته افغانستان ته ستنېدا د وحید صابري یوه هیله وه. تر دې مخکې هم په ټولنیزو شبکو کې کابل ته د هغه د جنازې د لېږدولو غوښتنې شوې وې.
وحید صابري د نومبر په ۲۱مه په تاشکند کې مړ شو. د هغه هنري ژوند نژدې پنځه لسیزې دوام کړی و. د راپورونو له مخې، ملګرو یې وروسته له هغې د هغه مړی په اپارتمان کې وموند چې دوې ورځې یې ورسره اړیکه نه وه نیولې.
د هغه مړینې د افغان هنرمندانو او مینهوالو پراخ غبرګونونه پارولي وو. د فرهاد دریا او آریانا سعید په ګډون یو شمېر مشهورو سندرغاړو د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.
وحید صابري د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو ترمنځ د افغانستان د پاپ موسیقۍ له پېژندل شویو غږونو څخه و. هغه د افغانستان د ملي راډیو او ټلوېزیون لپاره لسګونه سندرې ثبت کړې وې او د باران موسیقۍ ډلې غړی هم و، چې فرهاد دریا هم پکې شامل و.
د هغه له مشهورو سندرو څخه «بهار آمده» او «یک روز بلند آفتابی» یادېږي.