تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) د طالبانو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، شپږ وسله وال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د چهارشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۵مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پېښه د شپې شاوخوا دوه بجې د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې شوې ده.
د هغه په وینا، امنیتي ځواکونو د یوه موټر په تعقیبولو پیل وکړ چې شپږ کسان پکې سپاره وو. ځواکونو څو ځله د موټر سپرو ته د درېدو امر وکړ، خو هغوی له امره سرغړونه وکړه او په پایله کې نښته وشوه، چې د موټر ټول شپږ سپاره پکې ووژل شول.
ځدراڼ ویلي، له موټر څخه درې میله وسلې او دوه برچې ترلاسه شوې دي. نوموړي د وژل شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی او نه یې ویلي چې په دې پېښه کې امنیتي ځواکونو یا ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده که نه.
له دې پېښې دوې ورځې مخکې هم د کابل په یوولسمه امنیتي حوزه کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې د درېیو نورو شکمنو وسلهوالو غلو د وژلو خبر ورکړل شوی و.
د راپورونو له مخې، پر دغو درېیو کسانو تور و چې په کابل کې یې د افغان یونایټېډ بانک پر یوه موټر په وسلهوال برید کې لاس درلود. په هغه برید کې د بانک دوه کارکوونکي وژل شوي او نامعلومه اندازه پیسې غلا شوې وې. د دې ډلې اووه نور شکمن غړي هم نیول شوي وو.