تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۳ مه) موسکا کول نه یوازې له نورو خلکو سره د انسان اړیکې ښې کوي، بلکې پر جسمي او رواني روغتیا هم مثبت اغېز لرلی شي. څېړونکي وايي، ان که یو کس د خوښۍ لپاره کوم ځانګړی دلیل هم ونه لري، د مخ د عضلو په بدلولو او د موسکا په کولو سره یې پر احساساتو اغېز کېدای شي.
په ارواپوهنه کې دې پدیدې ته د «مخ د غبرګون فرضیه» ویل کېږي. د دې نظریې له مخې، د انسان د مخ حالت یوازې د هغه د احساساتو څرګندونه نه کوي، بلکې د احساساتو په رامنځته کېدو کې هم ونډه لرلی شي.
د سټنفورډ پوهنتون د ارواپوهنې استاده جېن تسای د ۱۹۸۰مې لسیزې ځینو ازموینو ته اشاره کوي چې ګډونوالو به پنسل د خپلو شونډو ترمنځ نیوه او په دې توګه به یې د موسکا یا تریو تندي حالت جوړاوه. د دغو ازموینو ځینو ګډونوالو چې د موسکا حالت یې غوره کړی و، د خندوونکو فلمونو د لیدلو پر مهال د ډېرې خوښۍ او ساعتېرۍ احساس څرګند کړی و.
په لاسانجلس کې د عصبي او کلینیکي ارواپوهنې متخصصه جوډي هو وايي، موسېدل د کورټیزول پر اندازه، چې د فشار له هورمونونو څخه دی، او د دماغ پر ځینو کیمیاوي موادو لکه ډوپامین، سیروټونین او اندورفین اغېز کولی شي.
د نوموړې په وینا، څېړنو ښودلې، هغه کسان چې د فشار راوړونکو فعالیتونو په ترڅ کې موسکا کوي، د ارامېدو په پړاو کې یې د زړه ضربان معمولاً ټیټ وي.
خو متخصصان ټینګار کوي چې موسکا د خپګان یا اضطراب د درملنې بدیل کېدی نه شي، بلکې یوازې د احساساتو د کنټرول لپاره یوه مرستندویه لار ده.
د موسکا په اړه د بېلابېلو کلتورونو لیدلوری هم یو شان نه دی. امریکایان معمولاً پراخه او له شوره ډکه موسکا د نژدېوالي او صمیمیت نښه ګڼي، خو د ختیځې اسیا په ځینو کلتورونو کې ارامه او کنټرول شوې موسکا غوره بلل کېږي. په دغو ټولنو کې کله ناکله د احساساتو له حده زیات څرګندول د عاطفي بېثباتۍ نښه ګڼل کېږي.
له بلې خوا، پر چا د موسکا کولو ټینګار منفي پایلې هم لرلی شي. د فلوریډا پوهنتون څېړونکی نیکولاس کولز وايي، د کارکوونکو اړ ایستل چې موسکا وکړي، په ځانګړې ډول هغه مهال چې د هغوی رښتیني احساسات له پامه وغورځول شي، کېدی شي رواني فشار یې نور هم زیات کړي.
متخصصان ټینګار کوي چې د موسکا ګټې هغه مهال ډېرې وي چې انسان په خپله خوښه او له زړه موسکا وکړي، نه یوازې د نورو د تمو د پوره کولو لپاره.