د پسرلي ښکلې هوا د مالیزیا په اسمان لورینه کړې او داسې نرمه هوا چلېږي؛ لکه خوشبویه وږمې چې پر ځمکه خورې شوې وي.
ونو غوټۍ غوړولې د ګلانو پر مخ له پرخې خوشبویي ځي.
لکه د پاریس په ښار کې، چې قدم وهې او د عطرو بوی احساسوې.
د مالیزیا موسم په باغچه کې د کېناستلو لپاره ښه برابر دی.
محبوبې شین چای، پنیر او ممیز د سهار چای لپاره چمتو کړي.
لوڼې یې د سهار له چای خوړلو وروسته ښوونځي ته لاړې.
تر تګ مخکې محبوبې خپلې لوڼې ښکل کړې.
محبوبه توره کرتۍپه لاس کې ولاړه وه.
خاوند ته یې وویل، وه سړیه راشه کرتۍ دې واغونده، چې د دفتر درباندې ناوخته نشي.
یو ځل یې د کرتۍ یو ړستونی او بیا بل ړستونی خاوند ته ور واغوست. خو خبر لنډه محبوبې د خپل خاوند کمپیوتر په لاس کې ورکړ او له خدای په امانۍ وروسته، بېرته راغله او په خپله چوکۍ کې کېناسته.
همدا چې خاوند یې له کوره ووت، همدې وخت کې د دوی ګاونډۍ خدیجې د محبوبې د کور دروازه ور وټکوله او د ننوتلو اجازه یې وغوښتله.
محبوبې په ډېر ورین تندي دروازه ورته خلاصه کړه، دواړه یوبل سره ښکل کړې.
محبوبه د مېز د سر خیرن لوښي او ګیلاسونه پخلنځي ته یوړل.
له هغې خوا یې د خدیجې لپاره تازه چای او چاکلیت راوړل.
خدیجه وایي، محبوبې دې شیانو ته اړتیا نشته. زه خو څه مېلمنه نه یم، هره وخت مې چې زړه تنګ شي ستا خواته راځم.
محبوبه خبر ورغبرګوي، چې نه نه پرته له چای خبرې خوند نه کوي او بیا زموږ افغانانو کلتور دی، چې د مېلمه ډېر قدر او عزت کوو.
خدیجه په خپل موبایل کې د فیسبوک په کتلو مصروفه شوه.
محبوبه هم په ځیر ورته ګوري. خدیجه تر لږځنډ وروسته له محبوبې پوښتي، محبوبې یوه پوښتنه وکړم؟
محبوبه په ځنډ مخ ور اوړي وايي؛ هو وکړه، خدیجې زما او ستا ملګرتیا ده، نو ډاډه راته ووایه څه کیسه ده؟
خدیجه ور مخ کوي، چې محبوبې نن مې فیسبوک اړو را اړو، ستاسې کومه افغانه نجلۍ ده، نوم مې یې سم تلفظ نه شوای کړای، په خیال مې نوم یې هوسی و.
محبوبه له خندا شنه شوه، وايي کور دې وران نشه، هوسی نه هوسۍ؛ یو نوم دی پښتو کې، هغه ښیې.
خدیجه په خندا وایي هو زه یې سم ویلی نه شم.
محبوبه بیا ورغبرګوي، چې ښه، ایسته کړه، ته یې تلفظ پرېږده. دا ووایه چې دې هوسۍ څه کړي؟
خدیجه بیا خپل موبایل ته په ځیر ګوري وایي محبوبې! فیسبوک کې یو اکونت دی د هوسۍ په نوم. عکس یې هم فکر کوم خپل نه دی، غمجنه منظره یې پروفایل کړی.
محبوبه په ورخطا غږ وايي، خو خدیجې ووایه چې دې نجلۍ څه کړي؟ سودا مې دې کړه.
خدیجه په ارام غږ وایي صبر اصلي خبره کوم، دا نجلۍ چې هوسۍ نومېږي، هر وخت غمجمن پوستونه کوي، وایي چې کاشکې ما هم تر شپږم ټولګي لوړې زده کړې وای، مګر دا اجازه نه لرم. خو تر دې بله جالبه درته وایم.
د محبوبې سترګې په ګډېدا شوې او په نور دقت یې خدیجې ته غوږ ونیو.
خدیجې خپلو خبرو ته دوام ورکړ، هغه بله ورځ مې چېرته ولوستل، چې د همدې هوسۍ په نوم کومه افغانه نجلۍ په ټاکنو کې بریالۍ شوې ده.
زه خو هېڅ پوه نه شوم، یو نوم هوسۍ او هوسۍ خو یوه یې وایي، چې د درس ویلو حق څوک نه راکوي؛ مګر بله هوسۍ تر دې رسېږي چې د یوه ښار ښارواله شي. جالبه ده.
د محبوبې غټې سترګې له اوښکې را ډکې شوې، په ګرېوان یې روانې ان د مېز سر ته توې شوې.
هی هی خدیجې خورې، پوښتنه مه کوه. دا غمجنه هوسۍ افغانستان کې ژوند کوي، چې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو حق نه لري. مګر دا بله هوسۍ المان هېواد کې لویه شوې ده.
غمجنه هوسۍ په داسې ټولنه کې لویه شوې، چې هلته تل ښځو ته د دویم جنس په سترګه کتل کېږي.
هلته نجونې دا حق نه لري، چې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې وکړي. مګر خوشاله هوسۍ په داسې انساني ټولنه کې را لویه شوې، چې د زده کړو حق ورکړل شوی دی، انساني ټولنې غېږ ورته خلاصه کړې او د زدکړو د حق له ورکولو سره سره یې هر ډول مادي او معنوي شرایط ورته برابر کړي، چې په پوره معنا یو واقعي ګټور انسان ټولنې ته وړاندي کړي.
د محبوبې نرمې اوښکې په ژړا واوښتې، سوړ اسویلی یې وکړ او خدیجې ته یې مخ ور واړو؛
پوهېږې خدیجې، زموږ وطن کې په زرګونه هوسۍ شته، چې له انساني حقونو څخه محرومې دي، دا غمجنه هوسۍ داسې ځای کې را لویه شوې، چې د نجونو د ښوونځیو دروازې بندې دي، د پوهنتون ترشا مصلح کسان ولاړ دي او که کومه نجلۍ پوهنتون د ننوتلو کوشش وکړي. چیغې ورباندې وهي، چې تاسې ښځې یئ، تاسو ته چا د پوهنتون ویلو اجازه درکړې ده.
اه! غمجنې هوسۍ ستا په زړه کې به څومره ارمانونه وي، چې درسونه دې خلاص کړې، حتماً به هیله لرې، چې ډاکټره شې خپلو خلکو ته خدمت وکړې؛ مګر زه پوهېږم چې اوس به ستا په زړه کې دا اور بل وي، چې د نورې نړۍ نجونې ډاکټرانې او معلمانې دي. هغوی ته یې هېوادونو انساني ارزښت ورکړی، مګر افسوس چې موږ د تیارو خواته وړل کېږو.
خدیجه حیران حیران محبوبې ته ګوري.
محبوبې سوړ اسویلی وکړ او بیا یې خپلو خبر ته دوام ورکړ.
خدیجې! د خوشاله او غمجنې هوسۍ ترمنځ توپیر په دې کې دی، چې غمجنه هوسۍ په داسې ټولنه کې لویه شوې او لویږي، چې هلته اوس ښځې تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو حق نه لري، مګر زه په ډېر ډاډ سره وایم که چېرته همدې غمجنې هوسۍ ته هم د زده کړو زمینه برابره شي او ټولنه خپله مهربانه غېږ ورته خلاصه کړي او د دویم جنس په سترګه ورته ونه ګوري. نو غمجنه هوسۍ به هم و ځلېږي.
محبوبه وايي خدیجې اوس پوه شوې، توپیر په انسان کې نه په وطنونو کې دی. خدیجه په ارام غږ وايي هو محبوبې پوه شوم، مګر یوه خبر ده، چې هېڅوک ستاسې له وطن په دې اندازه معلومات چې تاسې یې خپله لرئ بل څوک نه لري.
ما کله هم دومره لوی توپیر په یوه نوم په یو جنس کې لیدلی نه و.
نن یې په لیدو له زړه خپه شوم.
الله دې د غمجنې هوسۍ مل او ملګری شي، خدای دې وکړي، چې دا هوسۍ هم لکه خوشاله هوسۍ زده کړې وکړي. غمجنه هوسۍ به هم د هغه بلې خوشاله هوسۍ په څېر وځلېږي او پرمختګ وکړي.
محبوبه له خدیجې پوښتي، اوس پوه شوې، چې د خوشحالې او غمجنې هوسۍ ترمنځ توپیر په څه کې دی؟
خدیجه په حیرانۍ وایي، هو پوه شوم، مګر داسې یم خفه لکه خپل ځان ته، انصاف هم نه دی، مګر تر کله؟
خدیجه ځواب نه لري، وايي دا مرموزه سوالیه ده.